۲۴ ساعت

11 ژانویه
۱ دیدگاه

دکرکټ دبریا جشن

تاریخ نشر دوشنبه ۲۱ جدی  ۱۳۹۴ – ۱۱ جنوری  ۲۰۱۶ هالند

دلوګر سلګونو تنو اوسیدونکو دکرکټ دبریا جشن ولمانځل

شیرمحمد امینی ( ستانکزی )

دافغانستان دکرکټ ملی لوبډلې د زیمبابوی هیواد پروړاندې؛ چې د شارجې په ښار کې د۵۰ آوریزواو ۲۰ آوریزو سیالیوپه ګټلوسره دبریالیتوب جام ترلاسه کړل، نن دپل علم ښاراوسیدونکودغه ستربریالیتوب دسپورټ په ډګرکې په آټنونواوخوښیو ولمانځل.

ددغوځوانانوشمیرسلګونوتنه ته رسیدل، چې دښارڅلورلارواوجادوته راوتلی له ځانونه سره یې دافغانستان ملی بیرغ لیږدول اوهیوادوالوته ددې سترې بریا مبارکی  ترڅنګ ؛ ژوندی دې وی دافغانستان میړنی اتلان، ژوندی دوی افغانستان اوپه هیوادکې دسولې، ملی یوالې او دامنیت ټینګښت شعارونه ورکول، چې دغه ځوانان دښاردهټیوالو او نورواوسیدونکولخوا په کلکه توګه بدرګه کیدل.

دښارڅوتنواوسیدونکی چې ډیرخوښ اوخوشحاله بریښیدل؛ زمونږخبریال ته وویل، چې زمونږملی اتلانونړیوالوته خپل میړانه اواتلولی په ډاګه وښودل، چې افغان غیرتی ولس لکه څنګه چې ځلانده تاریخ له ځانه پریښې همدارنګه دلوبوپه ډګرکې هم سترویاړخپل هیوادوالولپاره ترلاسه کړل، لوګری ځوانانو دغه سترویاړاوبریالیتوب دهیوادپه امنیت،ملی ثبات، بیارغوونې اوجوړونې لپاره یونیک پال وګڼل، چې ډیری ځوان به وهڅیږی، دافغانستان  ملی ګټوته  درناوی او په دې لاره کې نه ستړی کیدونکې هلې ځلې ترسره کړی.  دغو ځوانانو د وسلوالومخالفوډلوڅخه هم غوښتنه وکړه، چې راځئ، دپلرونواونیکوسرښندونوته په درناوی؛ څنګه چې نن سره راټول شوی یو، نورجنګ اوجګړوته دپای ټکی کیږدئ او ورته جشنونه دورورولۍ او دیوالې چترلاندې ولمانځو، ترڅوزمونږهیوادوال دشته ناخوالواوبدبخیتو څخه خلاصی ومومی .

دویلو وړ ده، چې دکرکټ ملی لوبډلو پنځه ۵۰ آوریزې او دوه ۲۰ آوریزې سیالۍ دزیمبابوی هیواد پروړاندې ترسره کړې، چې د ۵۰ آوریزو؛ درې سیالۍ اود دواړه ۲۰ آورزیزې  سیالۍ دافغانستان ملی لوبډلو په بریالیتوب  او۲ د الکوزی جام په ترلاسه کولوپای ته ورسیدې.

شیرمحمد امینی ((ستانکزی))

 

یک پاسخ به “دکرکټ دبریا جشن”

  1. admin گفت:

    محترم آقای ستانکزی ، تشکر از گزارش تان. منهم این موفقیت را به کرکت بازان عزیز و ورزش دوستان تبریک عرض میکنم و برایشان موفقیت بیشتر آرزو میکنم.
    موضوع دیکری که باید عرض کنم این است که وقتی هموطنان ما میخواهند با برنده گان مسابقات ورزشی خوشحالی نمایند ، چرا یک تعداد انسان های وحشی با فیر های هوایی و زمینی باعث شهادت نوجوانان و زخمی شدن هموطنان ما میشوند ؟ چنانچه در این خوشی تعدادی از خانواده های ما را داغدار ساختند روح نوجوان شهید شاد و جنتها نصیبش و خداوند زخمی ها را هم شفای عاجل عنایت فرماید. . عاملین این فیر های هوایی وزمینی باید به جزای اعمال پلید شان برسند تا درسی باشد به دیگر تفنگسالاران و تفنگداران که خوشی را به غم تبدیل نکنند.. موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما