۲۴ ساعت

29 دسامبر
۱ دیدگاه

ژورنالیستان باید د وینې تویولو پرځای

تاریخ نشر سه شنبه  هشتمم  جدی  ۱۳۹۴ – ۲۹ دسامبر ۲۰۱۵ هالند

ژورنالیستان باید د وینې تویولو پرځای د خولې تویولو خبر په لیډ کې راولی

خبریال: شیرمحمد (امینی) «ستانکزی»

دغه ټکی؛ لوګروالی دپل علم په ښارکې د ناورتعلیمی پروګرام دپیل پرمهال وکړه. دناورښوونیز پروګرام دپیلیدو په غونډه کې، چې دمرغومې په اومه جوړه شوی وه، د لوګر والی سربیره؛ د ناور تعلیمی پروګرام مسؤل ، د اطلاعاتواوکلتور رئیس محمدشفیق پوپلاو ګڼ شمیرځوانانو ګډون کړیؤ.

ناورښوونیزپروګرام د عملی ژونالیزم په برخه کې د ښوونځیو او مدرسو زده کوونکی روزی.

د لوګروالی ددې ښوونیزمرکزدپیل په مراسموکې ځوانانوته د خپلوخبروپرمهال وویل: دنهه میاشتنی ښوونیزپروګرام تاسوته دا مسؤلیت درپه برخه کوی، کوم، چې نن هغه دهیوادلپاره اړتیا لیدونکی دی، ځکه چې ژورنالیزم د ولس سترګی دی او په کار ده چې لارویان یې خپل کار په بې لورې، کره او دقت ترسره کړی.

والی ځوانان ته دوخت په ارزښت وویل: نن ورځ تاسوته لوی چانس برابرشوی، چې باید دوخت په استفادې دغه سترچانس له لاسه ورنه کړئ اوخپل ښوونیز زده کړې ته دوام ورکړئ، ځکه چې وخت تیریدونکی ده اوبیرته نه ګرزی.

والی وویل: ژورنالیستان باید په لیډکې دوینې تویولو، مرګونو، وژنواو ورانولو پرځای هڅه وکړی، چې دبیارغوونې، جوړونې اوسمسورونې خبرځای پرځای کړی، ترڅودغه منفی کلمې دخلکو له ذهنونوڅخه پاکې او ځای یې مثبتې کلمې ونیسی.

همدارنګه لوگر والی ، د ژورنالیزم په ارزښت هم خبرې وکړی او ځوانان یې په دې برخه کې عملی کارونو ته وهڅول.

دیاد پروګرام مسول اباسین بریال لوګرجریدې خبریال ته وویل: چې په دغه ښوونیزپروګرام کې به ۹۵تنه هغه ځوانان د ژورنالیزم په برخه کې وروزی کوم، چې دښوونځیواومدرسوزده کوونکی دی. اباسین زیاته کړه، چې یاد پروګرام به نهه میاشتې دوام وکړی.

دیو بل خبر له مخی

په لوګر کې، د دوه نیم میلونه افغانیو په ارزښت؛ یواستنادی دیوال ګټې اخیستنی ته وسپارل شو

دلوګرمرکزاړوند دتنګی واغجان په سیمه کې؛ د دوه نیم میلونوافغانیوپه ارزښت یواستنادی دیوال وړمه ورځ دمرغومې په ۷ مه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه دیوال دپرانستوپرمهال لوګر والی محمد حلیم فدایی، دولایتی شورا رئیس سیدقریب الله سادات، دټولګټوچارو رئیس انجنیرعبدالولی رئیسی د دولتی ادارو رئیسانو او دسیمی قومی مشران ګډون درلود.

لوګر والی ددغه دیوال جوړیدوخوښی ترڅنګ دسیمې خلکوته مبارکی ویې ویل، والی زیاته کړه، چې یاد دیوال کولای شې، چې د کابل او پکتیا د لارې موټرونه د لویدلو له خطرڅخه بچ کړی.

انجنیر رئیسی لوګرجریدې  خبریال ته وویل: چې دغه دیوال دتنګی واغجان په سیمه کې د ټولګټو وزارت له لوری  د دوه نیم میلیونوافغانیو په لګښت په ۳۵ ورځو کې جوړ شوی، چې دوه سوه متره اوږد والی او درې نیم متره سور لری. رئیسی زیاته کړه، چې یاد دیوال دسړک څخه دموټرو دښوېدنې اولویدوپه موخه رغاول شوی دی.

خبریال : شیرمحمد((امینی)) ستانکزی

 

 

 

یک پاسخ به “ژورنالیستان باید د وینې تویولو پرځای”

  1. admin گفت:

    تشکر آقای شیرمحمد((امینی)) ستانکزی از گزارش های جالب تان . همیشه صحت وسلامت باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما