۲۴ ساعت

23 دسامبر
۲دیدگاه

د اغزو لار

تاریخ نشرجهار شنبه دوم  جدی  ۱۳۹۴ – ۲۳ دسامبر ۲۰۱۵ هالند

د اغزو لار 

سمیع الدین افغانی

ای تنکی تنکی ځوانانو

ای باتورو شاه زلمیانو

چیرته درو مئ، چیرته سر یئ

د پردو د محتاج ژوند نه

تاسې کله با خبر یۍ

 

په بې لارو لارو سر شول

ډیر تباه په بحر او بر شول

په سلګونو  په دې  لارکې

مصیبت ته برابر شول

 

بد سلوک د بد چلند نه

تاسې کله با خبر یۍ

د پردو د محتاج ژوند نه

تاسې کله با خبر یۍ 

 

په پردو  کې مجبوری ده

 ناچاری    ده مایوسی ده

هلته هر خوا ته پیغور دی

بی کسی ده  بی وسی   ده

د بې رحمو له  روند نه

تاسې کله با خبر یۍ

د پردو د محتاج ژوند نه

تاسې کله با خبر یۍ

 

د افغان په نوم ځوریږی

په پردو  کې چې اوسیږی

چې د خپل مالت نه لرې

غیر ملکو کې چې اوسیږی

 

د پیغور او  د ګزند نه

تاسې کله با خبر یۍ

د پردو د محتاج ژوند نه

تاسې کله با خبر یۍ

 

ای د نوی عصر ځوانه

ای باتوره  قهرمانه

سره یو شه یو قوت شه

با خبر شه د جهان نه

لرېتوب   اصلی وطن نه

تاسې کله با خبر یۍ 

د پردو د محتاج ژوند نه

تاسې کله با خبر یۍ

 

 ای پښتونه ای تاجکه

هزاره قوم ای  اوزبیکه

ټول قومونو ولسو ته

پناه غواړو له خالقه

 

کلی کور شۍ هر دردمند نه

تاسې کله با خبر یۍ 

د پردو د محتاج ژوند نه

تاسې کله با خبر یۍ

 

ډیر وطن کې شهیدان شول

څوک بې کوره بې کاروان شول

چانه  پاته کلی کور شو

څوک بیا پاته په بیابان شول

 

د وحشی ظالم له بند نه

تاسې کله با خبر یۍ

د پردو د محتاج ژوند نه

تاسې کله با خبر یۍ

———

سمیع الدین افغانی

۲۲۱۲۲۰۱۵

م ۰کال

 

۲ پاسخ به “د اغزو لار”

  1. admin گفت:

    درود به محترم آقای سمیع الدین افغانی ، تشکر از سروده زیبا و مملو از احساس تان. خیلی عالیست، موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. mamnon shoma akay mehdi basheir shat wa slamatay shoma arzoay mast

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما