۲۴ ساعت

17 دسامبر
۱ دیدگاه

د۱۵۱۱۶۲۰ افغانیو په لګښت؛ دلوګر په

تاریخ نشر پنجشنبه  ۲۶ قږس ۱۳۹۴ – ۱۷ دسامبر ۲۰۱۵ هالند

د۱۵۱۱۶۲۰ افغانیو په لګښت؛ دلوګرپه ولایت کې

دیوټولنیزمرکز دپروژې کاربشپړاوګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دپل علم اړوند دالیاس خان بابا په سیمه کې، دکلیواوپراخیتا وزارت دملی پیوستون پروګرام لخوا دیوټولنیز مرکز ترجوړیدو وروسته نن دلیندۍ په ۲۶ مه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په هغو مراسموکې چې لوګروالی په ګډون دلوګردملی پیوستون پروګرام مسؤل  د دولتی ادارو ځینی رئیسانو اودالیاس خان بابا دکلی مشرانو، ځوانانو اودیادې سیمې دپراخیتایی شورا مسؤلینوبرخه اخیستې وه، چې یاده پروژه دلوګروالی  لخوا دپټۍ په پریکول سره سم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه ټولنیزمرکزپه ۱۷۰ مټرمربع ځمکې کې په پاخه اواساسی ډول جوړه او ټولټال (۱۵۱۱۶۲۰) افغانی لګښت پرې راغلی، چې دغه مالی لګښت دملی پیوستون د پروګرام له لورې او لس سلنه ونډه ځایی  خلکوورکړی. چې ددې پروژې څخه ۲۹۶  کورنۍ ګټه اخلی.

دلوګردملی پیوستون مشروویل: دنوموړې سیمې ټوله بودیجه  (۲۹۶۰۰۰۰)  افغانی وه، چې دلارو اودکاریز په جوړولو اوپاتې پیسې دټولنیزمرکزپه جوړولوولګول شوې.دملی پیوستون مشر زیاته کړه دلارواوکاریز جوړولودپروژو کارپخوا بشپړې اوګټې اخیستنې ته سپارل شویدی.

دویلو وړ ده، چې  داپه لوګرکې  له ۹۰ څخه زیاتې  پروژ ې دی، چې  دکلیواوپراخیتا وزارت دملی پیوستون له لورې د  دو اونۍ په لړ کې  ګټې اخیستنې ته سپارل کیږی.

شیرمحمدامینی ((ستانکزی))

 

یک پاسخ به “د۱۵۱۱۶۲۰ افغانیو په لګښت؛ دلوګر په”

  1. admin گفت:

    تشکر از آقای ستانکزی ، طوریکه دیده میشود دولت ع و غ نطر خوب در باره لوگر دارند. خیلی کار خوبی است . امیدوارم از ولایات دیگر کشور ما همچنان مانند لوگر اخبار خوبی در قسمت آبادی آن داشته باشیم. موفق باشید . مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما