۲۴ ساعت

15 دسامبر
۲دیدگاه

دا ‎څنګه زړه دی ؟

 تاریخ نشر سه شنبه ۲۴ قږس ۱۳۹۴ – ۱۵ دسامبر ۲۰۱۵ هالند

دا ‎څنګه زړه دی ؟

مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی »

په دی زړه کښی دننه د اور سکروټی او لمبه  ده ، د دی اور د سکروټو د لمبو تاو ډیر شدید دی ، دا تاو کولی شوی چی فولاد هم  ولی کړی . 

خو وی نه کړی شول چی د پاخه تصمیم د خاوند د غوښو زړه له مینځه  یوسی او یا یو ویښته منفی تاثیر ورباندی  واچوی ، نو په  دیاساس  دا زړه  له فولادو  څخه  هم قوی دی او هم  د دی زړه   د فولادی عزم او تکل دلیاری کیدی شی چی هغه  هیلی او هڅی ښی تر سره شی کومی چی سست عنصرو خلکو به ناشد ، ګڼلی .

دا هیلی او هڅی که څه هم ډیری پاکی هیلی او هڅی وی  او د عمومی منفعت د تامین لپاره ئی پوره  ارزښت در لوده خو ارمان چی په کلو کلو د نا مساعد شرایطو په اثر لکه  د مصری تور ی په  شان په بد غلاف کښی زنګ شوی دی .

 شکر اوس ددی توری غلاف  زرین شوی دی ، دا توره د زنګ  د دورو څخه  ووتله ، دا توره اوس ښه  تیره  شوی ده ، ښه اور ورته ورکړی شوی دی .  په خوائی هم  کارکولی  شو، خو په بد  کیتی کښی پرته وه ، اوس ئی کیتی ډیر ښه او تیزوالی ئی د پخوا په نسبت څوچنده دی .

د خلکو لاس  اوس په همدغه توره دی او دپخوا په شانی نه دی چی هسی خوښ بی لاسه استین به وی ، دا توره د ښه استعمال لپاره تیاره ده او د دښمنانو په مقابل کښی د تجاوز په صورت  کښیضرور  استعمالږی ، نور په دی توری مظلومان نشی  وهل کیدلی او نه دا توره د ظالم او غاصیب په لاس کښی ورتلی شی. همدا وجه ده چی ورځ په ورځی  د  امید واری اندازه ئی زیاته او ناشد کارونه  تر سره کیږی .

دا زړه  اور نه  لری ؛ او د پوره عاطفی له لیاری غواړی  چی د خلکو ژوند ښه  او په دی روان  قرن کښی دغه پاتی قافله په لږه موده کښی تر مطلبه  پوری ورسوی .

دا زړه  که څه هم  ډیر ځوریدلی  دی او  د ځوریدو زیاتی  لیل  او نهار ورباندی تیر شوی دی  خو بیا هم  د عشق ، وجد  او جذبی  اندازه ئی قوی  ده او  د تاثیر اچولو  برخه ئی هم  پوره  قوی او غښتلی  ښکاری .

 د دی زړه په  دننه پردو کښی د ډیرو مترقی او انقلابی  افکارو ذخیره پرته ده او د نوی عصر ټولو ټکولو انسانی غوښتوته هڅه او تمایل لری او حتمآ غواړی چی په زړه پوری تحول ، تطوراو بدلون راولی ، دا هغه تحول ، تطوراو بدلون دی چی په کلو کلوئی زمونږه پلرو، پرګنو او وطنوالو هیله او ارمان در لوده او په دی لیاره کښی ډیری قربانی ورکړل شوی دی .

دا زړه  نه  ستومانیدونکی هلی ، هڅی او هیلی لری !

دا ټولی هلی ، هڅی او هیلی هسی عادی هلی ، هڅی نه دی؛  بلکه د دی هلو ، هڅو او هیلو قیمت او ارزښت  په یوه لویه لابراتوار کښی ، د عمومی اجتماعیښیګنو په اساس اټکل او تخمیندی شی .

د دی  زړه هڅی او هیلی  د ورځو په  تیریدو ، پخی شوی دی او  د عمل میدان  ورته ښه  برابر دی هو :

هغه ورځی تیری شوی چی اجتماعی هیلی اوهڅی به ګناه ګڼل کیدلی او یا  دښو هیلو اوهڅو خاوندانبه ربړیدل . نو په دی اساس ؛ ښه تدبیر دادی  چه  په ډیر  منطقی  تعقل  او سالم تفکر سره  د انسان  د زړه د ارمانو او د هغه د سعادت او آرامی  لپاره ؛  ډیر متین  او منظم  خیرخواهانه  ګامونه  وچت او عملی شی .

سعید افغانی

 

۲ پاسخ به “دا ‎څنګه زړه دی ؟”

  1. admin گفت:

    روح مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد و جنتها نصیبش ،مقاله زیبا و عالیست . تشکر از دوست دانشمند محترم برهان الدین سعیدی . موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. برهان الدین سعیدی گفت:

    دوست محترم و برادر بزرگوار بشیر صاحب !
    یک جهان تشکر از لطف و محبت دایمی شما ، از درگاه الهی برای شما و فامیل محترم صحت ، سلامتی و موفقیت استدعا دارم .

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما