۲۴ ساعت

12 دسامبر
۲دیدگاه

نور به ایمان په ګمان نه بدلوو

تاریخ نشر شنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۴ – ۱۲ دسامبر ۲۰۱۵ هالند

نور به ایمان په ګمان نه بدلوو

سمیع الدین افعانی

مشری د پوهې ،صداقت موخه وی

خلکو ، ولس ته د خدمت موخه وی

خو زمونږ هر مشر پیمان یادوی

ښکلی ژوندون د هر افغان یادوی

وایئ چې مونږ ه دا وطن جوړوو

مونږ به دپلار ، نیکه مدفن جوړوو

دا سې اساس دا برنامه لرو مونږ

ټینګ مو تکل دی اراده لرو مونږ

بس پس لدې به دا وطن جوړیږی

زمونږ د نیکونو دا مدفن جوړیږی

مونږ به سیندونه سر بندونه جوړ کړو

دښتې ، بریښنا او پلچکونه جوړ کړو

هریو افغان ته به روزګار پیداشی

اهل د کار ته به بیا کار پیدا شی

وران مالتونه به اباد شی زمونږ

هر خوا ورورۍ او اتحاد شی زمونږ

خو چې بیا کله اقتدار پیدا کړی

چې شی حاکم او اعتبار پیدا کړی

ګورې چې سر یې بل ګریوان نه وځی

د افغانیت نوم او نشان نه وځی

څوک دی ګاونډ سور اشغالګر روزلی

څوک پنجابی لوی ترهګر روزلی

څوک بیا اخوند سره پټ لاره لری

تعصب ، عقده له بد روزګاره لری

څوک د شیخانو نه پیسې ټولوی

د دین په نوم ورځی چندې ټولوی

دلته ته د زړه نه هیڅ چا کار ونه کړ

هیڅ یو زعیم کوم ابتکار ونه کړ

هر یو په فکر د خپل ځان شو دلته

د شخصی ګټو نګهبان شو دلته

اوس هم د خدای در نه نا هیلی نه یو

د خپل وطن سره بې مینې نه یو

چې که لوی خدای شی مهربانه په مونږ

دا ستونزې ، سختې شی اسانه په موږ

اوس افغانان پدې پوه شوی تمام

دوئ نور د خوبه را ویښ شوی تمام

نور به د تیرو نه عبرت اخلو مونږ

د مشر نوم به په عزت اخلو مونږ

په انتخاب به ایمان نه هیروو

نور به ایمان په ګمان نه بدلوو

————

سمیع الدین افعانی

۱۲۱۲۲۰۱۵

م ۰کال

 

۲ پاسخ به “نور به ایمان په ګمان نه بدلوو”

  1. admin گفت:

    درود به جناب سمیع الدین افغانی و احساس پاک تان. سروده عالی و مانند همیشه زیباست. موفق باشید. مهدی بشیر

  2. akay mhdi bashir mamnon shoma ba amed mofakyat hay wa shatmnday shoma shoma zanda wa salamat bashed

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما