۲۴ ساعت

10 دسامبر
۱ دیدگاه

دیوعشاریه دریو ملیون افغانیو؛ په ارزښت

تاریخ نشر پنجشنبه   ۱۹  قوس ۱۳۹۴ –  دهم   دسامبر ۲۰۱۵ هالند

دیوعشاریه دریو  ملیون  افغانیو؛  په ارزښت دلوګرپه ولایت کې

یوپل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دلوګرولایت دخوښۍ ولسوالۍ دقلعه ناظرپه کلې کې یو جوړ شوی پل دلیندۍ په ۱۸ مه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. ددغه پل اوږدوالې ۱۰ مټره او سوریې څلورمټره دی، چې دکلیواوپراختیا وزارت دملی پیوستون پروګرام لخوا دشپږومیاشتوپه لړکې جوړ شو.

دلوګرد ملی پیوستون پروګرام ولایتی مسؤل  وویل، چې دغه پل دیوعشاریه دریومیلیون افغانیوپه ارزښت جوړشوی، چې یوعشاریه دوه میلونه افغانۍ دکلیواوپراخیتا وزارت دملی پیوستون دپروګرام له لورې او پاتې دځای خلکو دلس سلنې ونډې په اخیستو ؛ مالی لګښت ورکړل شوی.

د ملی پیوستون پروګرام ولایتی مسؤل زیاته کړه، چې ددې جوړشوی پل څخه۵۰۰ کورنۍ ګټه ورځنې اخلی.  د پل د پرانېستې په مراسمو کې لوګر والی ، ولایتی شورا مرستیال ، د لوګرامنیه قومندان ، دیو شمېر دولتی ادارو رئیسانو، د ملی پیوستون پروګرام ولایتی مسؤل ، دخوښۍ ولسوال او دسیمی مشرانو ګډون کړی ؤ.

 ۷۶کلن نجم الدین چې دسیمی مشر دی،هغه وویل:دغه پل ته هاغه وخت اړتیا پیداشوه، چې کله به سیلاب راغی د دی سیمې خلک به زیات وستونزو سره مخ ؤ.ده  زیاته کړه هغه ورځ می نه هیرېږی چې یوه ورځ سیلاب راغلی ؤ او یو ۲۴ کلن ځوان یې له ځانه سره واخېست نو له هغې وروسته مونږ پل ته زیاته اړتیا پیداشوه اوس مهال دغه ستونزه حل شویده.

همدارنګه  ددې سیمې  خلکوهم دپل په جوړیدوخوښی څرګنده کړه، ویې ویل، کله چې پل شتون نه درلود، خلکو به دلرګیو پلونه جوړاوپرسربه یې خټې اوخاورې اچول سیلابونه به چې راغلل، هغه پل به یې ړنګ کړل او ځایی خلک به له زیاتوستونزوسره مخ شول. دوی دنوی جوړشوی پل دکلۍ په بیارغونه کې د دولت دکړنواوفعالیت یوستر خدمت وشمیرل.

داپه داسې حال کې ده، چې تیره ورځ هم په لوګرولایت کې دکلیواوپراخیتاوزارت دملی پیوستون پروګرام له لورې څه باندې ۹۰ بیلابیلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

شیرمحمد«امینی» ستانکزی

 

یک پاسخ به “دیوعشاریه دریو ملیون افغانیو؛ په ارزښت”

  1. admin گفت:

    تشکر از آقای شیرمحمد«امینی» ستانکزی گزارش زیبا ست .امید وارم که چنین پل ها در دیگر ولایت هم بسازند . تا مردم در مشکلات زندگی نکنند. موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما