۲۴ ساعت

09 دسامبر
۱ دیدگاه

یوه چیغه یم، فریاد یمه، غزل یم

تاریخ نشر چهار شنبه   ۱۸  قوس ۱۳۹۴ –  نهم   دسامبر ۲۰۱۵ هالند

یوه چیغه

نور محمد عفوری

د ښایست په ګلســـتان دې مســت بلبل یم

فرق یی نشته په (ماربورګ) که په (کابل) یم

عــاشقۍ کې زړه نــا زړه نه یم محبوبې

د فـــرهـاد او د مــجــنون پــه تسـلســل یــــــم

سر تـر پښو نه ډک د مینې د احساس یم 

ســــرغـــندوی د عــــاشـقانـــو د محـــفل یـم

بی له تـــانه، یـم نیـــمګړی ژونـدانـه کې 

ســــتا تــر څـنــګه مســتغـنی یـــم، مکــمل یم

د بـــــازار د مـینې (لــــنډه کـیسه) نـه یم 

د رښـتیـــنی محـــبـت بــــشـپړ (نــــاول) یـــم

ســتا د مینې له احــساس په زړه ډاډه یم 

ســـر مې لــوړ د عـشق او مـینې یـو مودل یم

په پــردیـو مـــلکو ډیــــر یـم ګــرځیدلی 

خــو پـه فکـــر او پــه خــیال د وطن خــپل یم

د نــــاکامـــو او کامــــیابـو عــاشقـــانـو

یــــوه چـــــیغه یــم، فــــریاد یـمـــه، غـزل یم

امـــتـیاز تـــه پـه آخر صف کې دریـږم  

خـو چې ځــای د ســـــرښـــندنې وی، اول یم

زه د تـــیرو حادثــو په نغری پوخ شوم 

نـــــوی شـــوی ځـم، پـــه لار د مسـتـقـبل یـم

د ظـــالم او کــــبرجــن او دیکتاتور نه 

نـــه ویــریـږمــــــه،  د خــــدای پــه توکل یم

چې یـــادونه او فکـــرونه د حـسـین کا

(غـــفوری) د تا د خـیال د ټـټـر ګل یـم

۲۱/ ۸/ ۱۳۹۴

برابر است با  ۱۲.۱۱.۲۰۱۵

 

 

 

یک پاسخ به “یوه چیغه یم، فریاد یمه، غزل یم”

  1. admin گفت:

    درود به جناب آقای نور محمد غفوری ، بازهم سروده عالیست. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما