۲۴ ساعت

09 دسامبر
۲دیدگاه

لوګر کې څه باندې ۹۰ پراختیا یې پروژې

تاریخ نشر چهار شنبه   ۱۸  قوس ۱۳۹۴ –  نهم   دسامبر ۲۰۱۵ هالند

لوګر کې څه باندې ۹۰ پراختیا یې پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

په لوګرولایت کې دکلیواوپراختیا وزارت دملی پیوستون ۹۴ پراختیایی پروژې دلیندی په ۱۷ مه بشپرې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. ددغوپروژو دپرانیستوپه موخه دولایت په مقام کې غونډه جوړه شوې  وه، چې لوګر والی ، دکلیواو پراختیا وزیر ، د چاپیریال ساتنی دملی ادرای مرستیال ، د مشرانو جرګی دوهم مرستیال ډ، د ولایتی شورا رئیس او غړو یې؛ سربیره دولایت د ملکی او نظامی ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی ؤ.

دکلیو، بیارغونې اوپراختیا وزارت دملی پیوستون پروګرام دمعلوماتوله مخې:

په لوګرکې۹۴ بیلابیلې پروژې د ۱۳۶ میلیونو او ۹۶۱ زره افغانیو په لګښت د برکی برک، څخه، خروار، خوښی، محمد آغی او ازرې په ولسوالیو کې د روان کال دوږی د میاشتې دلومړۍ نیټې څخه تر اوسه بشپړې شوې او د خلکو د استفادې وړ و ګرځېدې.

په دې پروژو کې؛۲۶۷۷متره دځمکوخړوبولوکانالونه،۲۲۳۳ متره محافظتی دیوالونه،۱۰۶ پلچکونه، ۵۰۱۰ متره استنادی دیوالونه،۱۶۸۴۶ مترهدپلې لارو پخول، ۷.۱ کیلومترهسرک ، پنځه دځمکوخړوبولو حوضونه، ۱۶بابه ټولنیزمرکزونه، ۲۳۵ متره د ټولنیزو مرکزونو داحاطې دېوالونه،۱۰   دڅښاک داوبو حوضونو جوړول،۴۹.۹۴ کیلو واټه دبرښنا تولید،۶۶.۵  کیلومتره دڅښلوداوبو پاپ لینغځول،۷۶۱ متده کارېزکیندل او ۱۷۶حلقی دڅښلو داوبوڅاګانو کیندنه اودلاسی بمبو نصبول شامل دی.چې له دغو یادوو شو پروژو څخه ۱۳۶۹۵ کورنۍ ګټه اخلی.

ددغوپروژو دپرانستلوپرمهال لوګروالی  خوښی څرګنده کړه.  والی؛  لوګرولایت ته د ۰،۳۸ سلنه په ملی بودجه کې برخه ورکول دارزونې پراساس خورا کمه اودلوګرولایت  داړتیاوو په پوره کولواواوسنی وضعیت ته په کتو؛په اقلیت کې یې وشمیرل. دکلیواوپراخیتا وزیر څخه یې غوښتنه وکړه چې لوګر ولایت ته باید زیاته پاملرنه وکړی.

د کلیو او پراختیا وزیر وویل: زمونږ موخه له دی پروژو څخه دادی ترڅوولسونه او دولت سره یوځای اونږدې  کړو، مونږ په ټولیزډول د خلکو د باور لپاره ۳۵ زره شوراګانی جوړی کړی دی. نوموړی وویل: لوګر د کابل دروازه ده اولازمه وه، چې دلته باید ډیرپراخیتایی کارونه شوی وای. درانی ژمنه وکړه، چې په راتلونکی کې د ۳،۲ میلونه ډالرو په ارزښت دلوګرپه ولایت کې  پروژې پلې کړی، چې زیاتره به یې استنادی دیوالونه، څاه ګانی او پلونه وی.همدارنګه د مشرانو جرګې دوهم مرستیال او د ولایتی شورا رئیس هم د دغه پروژو په پرانستو خوښی څرګنده کړه، د کلیو او پراختیا وزیر او د لوګر له والی څخه یې مننه وکړه چې د ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره لېوال اونه ستړی کیدونکی هلې ځلې ترسره کړی دی.

دیوبل خبرله مخې:

دکلیواوپراختیا وزیر اودلوګروالی  له لورې؛ دمحمدآغې ولسوالۍ  دکتب خیلوپه سیمه کې د۱۶۲۲ مټروپه اوږدوالې دمحافظوی دیوال دبنسټ  ډبره او دمرکزپل علم  اړوند دکلنګاردمټانیو دسیمې د(پل )دبنسټ ډبره هم کیښودل شوه، چې اوږدوالې  یی ۴۰ مټره دی،په پاخه اواساسی ډول  دکلیواوپراختیا وزارت د NRAP) ) پروګرام  لخوا د ۱۲۶۶۶۳۸۰ افغانیو په لګښت جوړشی. همدارنګه دمرکزاړوند دپاخواب شانې په سیمه کې د WATSAN)) پروګرام د۳۰ حلقودڅښلو اوبودڅاګانوپرانیسته هم ترسره شوه.

شیرمحمد امینی ((ستانکزی))

 

 

۲ پاسخ به “لوګر کې څه باندې ۹۰ پراختیا یې پروژې”

  1. admin گفت:

    تشکر جناب ستانکزی صاحب ، امیدوارم که در دیگر ولایات کشور ما چنین پروژه های های را روی دست بگیرند . موفق باشید. مهدی بشیر

  2. shir mohammad stanikzai گفت:

    تشکر جناب مهدی صاحب؛ خداکندکه وطن عزیزما افغانستان به سوی پیشرفت وترقی سوق ګردد، تا مردم رنجیده از بدبختی ها وناامنی های که امروز رونما است نجات یافت.

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما