۲۴ ساعت

29 نوامبر
۱ دیدگاه

دنومیالی اواتلانوپه ویرکې

تاریخ نشر یکشنبه  هشتم  قوس ۱۳۹۴ – ۲۹ نوامبر ۲۰۱۵ هالند

دنومیالی اواتلانوپه ویرکې

شیرمحمد امینی((ستانکزی))

له نن څخه یولس کاله مخکې دهیوادسترعالم، سیاست پوه، ادیب اوڅیړونکی ژبپوه علامه پوهاندعبدالشکوررشاد ددې فانی نړۍ څخه د ابدی په خوب بیده شو.  روح یې آسمان ته والوت اوژوندیې پاتی خلکوته وسپارل.

 داروښاداکاډمیسین علامه پوهاندعبدالشکور رشاد د دردناکې مړینې له کبله دادب دبڼ مرغان، دځنګل ښکلې طوطیان، دغرونوښا پیرایان اود رغونوانسانان دویرپه نغمویې دشپانه دشپیلۍ غږپه بندیدو، دلیلی اومجنون دبیلیدو، دځمکې په لړزیدو، دمینې اوعشق دتارپه شلیدوسره دبشریت اوانسانیت په کرامت کې دماتم نارې اود ویرترانې په خپرید ودننګیالیواواتلانوداوښکوپه تیدودځمکې پرسرداوبوپه بهیدواودافغان فرهنګپالو ته لویه  تشې سره؛ دپوهاند رشادپه فنا کیدوافغانان یې وځپل.

پوهاند رشاد صاحب دهیواد تکړه سیاست پوه، څیړونکی ژبپوه، ادیب، ښوونکی، خوږژبی شاعراودافغانانودسرتاج ؤ.  دپښتوادب نومیالی اوځلانده ستوری یې په آسمان کې ځلولی ؤ، دنومیالیوشخصیتونویوژوندی یادګار ؤ.  دافغانی کلتوراوفرهنګ یوه بیلګه دشمله ورو؛  ورستۍ تکیه وه. استاد پوهاند رشاد دهیواد یوه عظیمه هستۍ وه او دنیستۍ پرخلاف پوهنیزه مبارزه یی کوله. دهیوادپه ګوټ ګوټ کې یې ډیر زده کوونکې اوزد کړیالان روزلی، دعلم اوفرهنګ مکتبونه یې پرانستی ، دملی روغی  اوجوړې په اړه زیارونه اوهڅونی یې ګاللی ؤ، په خلکوکې د ورورولی صمیمی زړونوته یې دمینی اومحبت پیوندونه ورکړی ؤ، مینه اوعشق یې دژوندښکلاګنلی، دادب په لارکې خپل ځان ستی کړی ؤ، دوطن په ساتنه کې مبارزې یې کړی وې، حال داچې دژوندانه په چاروکې دخلکو د هرمرض لپاره طبیب اودرمل ؤ. لکه چې په پښتنوکې یومتل دود  دی، چې وایې: ( سل د ومره، یودی مه مره) په رښتیاچې دافغان ولس لپاره دادب دګلونواود ژوندون په ډګرکې یوستره ضایعه ددې دمړینی په اړه ګڼل کیږی.

په دی تړاؤ یوشاعروایې:

چې پیداشوی تاژړل خلکوخنداکړه

هسی مړشه چې ته خاندې خلک ژاړی

څرنګه چې په پورته کې یادونه وشوه، نن دهرافغان په کورکې دویراوماتم ټغرغوړیدلی او د ارواښادعلامه پوهاند رشاد صاحب  یادونه کوی، چې ورڅخه ډیرې کارنامې اوبرنامې پاتی دی.

خاونده! دادڅه راسره وکړو

چې ځمادبڼ ښکلی ګل دمړاوی کړونه

زه ورو وروخپل قلم دارواښاد په وصف اوتوصیف باندې بسنه کوم اوخپل لیکنوته داستاد رشا دصاحب په یوبیت باندې پای ته رسوم.

زمانه چې پرمداردکینې راسی

دادب پرمناروټکی پریـــباســی

شیرمحمد امینی((ستانکزی))

 

یک پاسخ به “دنومیالی اواتلانوپه ویرکې”

  1. admin گفت:

    جناب آقای شیر محمد امینی ستانکزی ، تشکر از مقاله عالی تان . روح شاد روان پوهاندعبدالشکوررشاد شاد و جنتها نصیبش . شما زنده وسلامت باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما