۲۴ ساعت

11 نوامبر
۱ دیدگاه

په مهاجرت کې

تاریخ نشر  چهار شنبه  ۲۰ عقرب ۱۳۹۴ – ۱۱   نوامبر ۲۰۱۵ هالند

مهاجرت

په مهاجرت کې
سمیع الدین افغانی
دوطـــن غـــیـــږه کـې مـــې کـور وای
تـــل خـــوشالـی وطـــن سمسور وای
چـې راشه درشه په هـــر لـــور وای
ماته پردی مالت کې خوب کله راځینه
د وطـن خــاورې بــه رانــجـه کـــړم
دا پـــردیسۍ  ژوندون بـــه څه کړم
چـــې اشنا ستـــا دیـــدن ونـــه کړم
دا بې له تا ژوندون مې هردم ژړوینه
چـې مـوتـــاریـخ تـــه نــظــر وکــړو
دا خــپل نیکونــه را پــه زړه کـړو
دا د پــردو ژوندون بــه  څــه کړو
جګې شملې مـــودپلارو رایادې شینه
دا مـو پـــه خــپله پــه ځـان کــړی
چـــې ســره نـــه یو کـــور او کلی
مـــونـــږه  مـــدام  د بـــل منـــلی
چې دپردوپه لمسون خپل کور ورانونه
راځـــی چــې خپـل وطـن ابــادکـــړو
د هـــم غـــږۍ اصـــل بنـــیاد کـــړو
په ورور ګلوۍ خپل زړونه ښاد کړو
تر څو بـــه ګالـو دپــردیو پیغورونه
وطـــن د ټولـــو شریک کـــور دی
هـــر قوم زموږ د سترګو تور دی
دا هر افغان تـــه لوی پیغور دی
چې دشمنان مو په قومونو بیلوینه
د اتفاق نـه هـــرڅــه جـــوړ شی
چې مو سوکاله ځوان او زوړ ښی
ټول  ابادی شی  وطن   موړ شی
راځی چی یوکړوافغانی خواره قومونه
*** ****** ***
سمیع الدین افغانی
۱۰ – ۱۱ – ۲۰۱۵
م ۰ کال
 

یک پاسخ به “په مهاجرت کې”

  1. admin گفت:

    درود به سمیع جان افغانی ، باز هم سروده زیبا و مانند همیشه عالیست. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما