۲۴ ساعت

07 نوامبر
۱ دیدگاه

په یووالی کې قوه ده

تاریخ نشر شنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۴ –  هفتم  نوامبر ۲۰۱۵ هالند

پشتو

په یووالی کې قوه ده

نورمحمد غفوری

ژوندی حــــــرکــــت  وکــــړه چــی بـــدلــــه زمـانـــه ده

او پـــاتـه ځـنې نــــه شــې دا روانــــــه قـافــلـــه ده

چې لویـږې بیا جګــېږه مخ په وړانـــدې حـرکــت کــړه

قــوی انســان هــغـه دی چـــې ئې ټـیـنګـــه اراده ده

نن پام کړه د پـرون غوښتنې نــــــورې زړې ښــکاری

ځــان نوی کـړه افـغــانـه د ژوندون نوې خواسته ده

د سولې په لـور درومه د مشکل ګــریوان کړه څــیرې

واحـــد شه ســره یـوشـــــه چې یــووالی کې قــوه ده

پرمخ ځه وړاندې ګــوره په شاتـګ کې ګــټـــه نشـــته

بـدل ویــنم ځـــواکــــونــه نـــوې رنګ مــبـارزه ده

هدف چې ژوندکې نه وی هغه ژوند خوشې عبث وی

په مړو کې ئې شمیره چې ئې زړه کې مړه  اسره ده

مأیوس نه شې هیڅکله (غفوری) متانت غواړی

د ســتر مـرام لــپاره ضرور ســتره حوصله ده

نورمحمد غفوری

 

یک پاسخ به “په یووالی کې قوه ده”

  1. admin گفت:

    تشکر جناب غفوری عزیز ، سروده عالیست. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما