۲۴ ساعت

02 سپتامبر
۲دیدگاه

اوږ ده شپه

تاریخ نشر چهار شنبه ۱۱سنبله  ۱۳۹۴ – دوم سپتامبر   ۲۰۱۵ هالند

اوزده

دوستان محترم و گرامی لطفا نظریات خویش را در قسمت دیدگاه های صفحه ۲۴ ساعت بنویسید تا مطالب شما همیش محفوظ بماند .
با عرض حرمت
مهدی بشیر

*********

اوږ ده شپه 

الحاج نجم الدین سعیدی

***************
  ډیره اوږده  شپه ده  خدایه  کله  به  سباء   شی .
 یار لا مر ور دی  ګمان  نکوم  چې  پخلا ء  شی .
***
تورې  زلفی  مخ  باندې  خورې  ورې  پرتې  دی .
  کله به  سپوږمې مخ  نه دا توره  وریځ  پناء  شی .
***
یار د  رقیبانو   په   لمسون   ځان   کناره   کړولو .
سورسالوکې چورلې کله ئې مخ کله ئې شاء شی .
***
 څو  پورې  لیدوته  تر سباء  پورې   نفلونه   کړی .
ټوله شپه شوه تیره دې قریب چې سپین  رڼاءشی .
***
هغه دې ریبار ته  هم  سړی  سړی  خبرې  کړی .
سعیده  غصه  مکړه   مرور  یار  به  سلا   شی .
 
*********************
ن  – سعیدی
 

۲ پاسخ به “اوږ ده شپه”

  1. admin گفت:

    درود به جناب آقای الحاج نجم الدین سعیدی ، سروده عالیست و مانند همیشه مملو از احساس. زنده باشید. مهدی بشیر

  2. الحاج نجم الدین « سعیدی » گفت:

    محترم ورور مهدې بشیره خیر ویسې همیشه خوشحاله اوسې د محبت او مینی اوږده شپه او ورځ در ته غواړم د مینې ډک سایت مو همیشه اوسه د ټولو کار کونکو څخه ئې د زړه له کومې مننه کوم ورځ مو اختر او شپه مو برات اوسه د ژوند په ټولو کارو کې کامیابه اوسې . ن سعیدی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما