۲۴ ساعت

01 سپتامبر
۲دیدگاه

دلوګردعامه کتابتون نوې ودانۍ

تاریخ نشر سه شنبه دهم سنبله  ۱۳۹۴ – اول سپتامبر   ۲۰۱۵ هالند

کتابخانه لوگر

دوستنان محترم و گرامی  لطفا نظر های تانرا در قسمت دیدگاه های صفحه ۲۴ ساعت بنویسید تا همیشه محفوظ باشد .

با عرض حرمت

مهدی بشیر

*********

دلوګردعامه کتابتون نوې ودانۍ  ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

شیرمحمد امینی ((ستانکزی))

محترم شیر محمد ستانکزی

محترم شیر محمد ستانکزی

دلوګردعامه کتابتون نوې ودانۍچې دلوګرمرکز په زړه کې  موقعیت  لری، نن د وږې په لسمه  دیوې شاندارې غونډې په ترڅ کې دپټې په پرې کولوسره سم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ددغې  ودانۍ ساختمانی چارې یې؛ چې شپږمیاشتې مخکې  د (۲۱۰۰)  مټر مربع ځمکې پرسرپه یو پوړ کې په پاخه اواساسی ډول پیل شوې وې، کاریې بشیړ او نن رسماٌ ګټې اخیستنې ته  چمتواوپرانستل شوه.

دکتابتون دپرانستې په غونډې کې دلوګروالی په ګډون، داطلاعاتواوفرهنګ وزیر ، دکانونو وزیر، داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګی چارو مرستیال ، داطلاعاتواوفرهنګ رئیس ، په ولسی جرګه کې دلوګردخلکو استازی ، دولایتی شورا مرستیال او ددې شورا غړی، دلوګرولایت د دولتی ادارو رئیسانو ، دمرکز څخه راغلی  پلاوې او ځوانانو ګډون کړی ؤ.

داطلاعاتواوفرهنګ وزیز  په لوګرولایت کې دداسې سترعلمی اوفرهنګی مرکزپرانیسته دلوګرولس ته مبارکی ویې ویل، زیاته یې کړه، چې لوګرځوانانو کولای شی ددې کتابتون څخه مثبته ګته پورته کړی. همدارنګه داطلاعاتواوفرهنګ وزیز دلوګراطلاعاتواوفرهګ ریاست کارکوونکو څخه مننه  اوقدردانی وکړ، چې خپل فعالیتونه په سمه توګه مخته وړی اودکتابتون په پرانستلوکې هلې ځلی کړی دی. لوګروالی ، هم دکتاب اوکتاب لوستلوپه اړه غونډې ته معلومات وړاندې کړل، زیاته یې کړه، چې په لوست اومطالعې دانسانو ذهین پیاوړې کیږی، انسان دجهالت اوناپوهۍ څخه درڼایې لورې ته بیایی.

 دلوګردعامه کتابتون مشر دلوګر جریدې خبریال ته وویل: دغه کتابتون؛ دوه لوی دکتاب لوستلو صالونونه، ۵ اداری خونې، ۴ تشنابونه، دوه دهیلزونه، داوبو یوه حلقه کوهی اونورې لازمې اسانتیاوې لری، چې لګښت یې ټولټال (۱۸۰۰۰۰)  امریکایی ډالر کیږی، مالی لګښت یې دهندوستان  هیواد له خوا ورکړل شویدی.

 دلوګردعامه کتابتون مشرزیاته کړه، چې دلوګرعامه کتابتون  دلوګرداطلاعاتواو فرهنګ ریاست  دچتر لاندې فعالیت  لری، چې  دیولس زره  څخه زیات  بیلابیل  ادبی، دینی، ټولنیز، روغتیایی، ساینسی او … کتابونه  په کې شته  دی، چې  په ورځ کې له ۳۰  تنه څخه زیاد دکتاب لوستلومینه وال یاد کتابتون ته  راځی اودکتاب لوستلوڅخه ګټمن کیږی، چې زیاتره یې دښوونځیو زده کوونکې او محصلین دی.  دعامه کتابتون دمشر په وینا؛ دلوګرعامه کتابتون کې کوم ډول کتابونه چې شتون لری، ځینې یې نشی کولای چې دځوانانو اومحصیلینو دلوست  ټولې اړتیاوې پوره کړی، ده دحکومتی اړوندو ادارو او موسساتو څخه غوښتنه وکړه، ترڅو دلوګرعامه کتابتون سره دنورو زیاتو کتابونو مرسته ترسره او په کتابونویې شتمن  کړی.

دلوګرعامه کتابتون دوه  نورې څانګې لری، چې یوه یې دمحمدآغې اوبله  دبره کی برک په ولسوالۍ کې موقعیت لری، چې دسهارله اتو بجو څخه تر څلوربجو دمازدیګر دکتاب دلوستونکواومینه والوپرمخ دروازې یې پرانیستی دی.

پتیلې ده، چې په د نږدې وختونوکې  یاد کتابتون کې؛ دلوګر ځوانانو  لپاره دخدمت وړاندې کولوپه موخه دانګلیش اوکمپیوټر  زده کړوزمینه هم په وړیا ډول پیل شی.

پاتې دنه وی، چې دلوګرعامه کتابتون؛ مخکې داطلاعاتواوفرهنک ریاست  په ودانۍ کې په  دوه کوچنیو خونوکې فعالیت درلودل، چې دکتاب لوستونکو لپاره دپراخ ځای دنشتون له امله  ستونزې درلودې، چې اوسمهال دنوې کتابتون په پرانیستو سره  شته ستونزې به حل شی.

دالومړۍ ځل ده، چې داطلاعاتواوفرهنګ وزیر له لورې دافغانستان په سطحه دلوګرنوې کتابتون ودانۍ پرانیزی.

شیرمحمد امینی ((ستانکزی))

 

۲ پاسخ به “دلوګردعامه کتابتون نوې ودانۍ”

  1. admin گفت:

    تشکر از آقای شیر محمد امینی ( ستانکزی ) گزارش عالیست. امیدوارم که جوانان ما عوض توپ و تفنگ به کتاب و کتابخانه رو بیا,رند و در آینده مصدر خدمتی به کشور و هموطنان خود شوند. خیلی جالب است که بعد از مدت یکسال دولت وحدت ملی توانست یک کار مفیدی را انجام دهد . موفقیت کارکنان کتابخانه را آرزو میکنم . موفق باشید .مهدی بشیر

  2. درود به برادر عزیزم شیر محمد استانکزی !
    بسیار خورسندیم که چنین اقدام نیکی صورت گرفت و امید وارم که در حفظ و تداوم آن هم مردم شریف لوگو و مخصوصاً جوان بکوشند تا دشمنان علم و فرهنگ را از اطرافش بدور نگهدارند.

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما