۲۴ ساعت

05 آگوست
۲دیدگاه

بنګړوخبرې

تاریخ نشر چهار شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۴ –  پنجم  آگست  ۲۰۱۵ هالند

الحاج نجم الدین « سعیدی »

الحاج نجم الدین « سعیدی »

   بنګړوخبرې

الحاج نجم الدین. سعیدی

 ************
وړې   وړې ‎‎ خبرې   په  کرشمو  خبرې .
دشونډو څوکو په سر، کړې په نخرو خبرې .
دا تور  کاکل  دې  په مخ سایه بانې  کوی .
 په مخ  دې  شنه  خالونه  پیره  داری کوی .
 دا ستا  کږې  وریځې ، کړی مرچلو خبرې .
 دشونډو څوکو په سر ، کړې په نخرو خبرې .
چارګل  په   پوزه  ګلې   ډیره   ښکلا  لری .
 ستا  صدفې   غاښو نه    څه   تجلا   لری .
ستا   د  بڼو  حر کا ت   په  اشارو خبرې . 
 دشونډو څوکو  په سر ، کړې په نخرو خبرې .
پیزوان په شونډو باندې څه ښى نخرې کوی .
 د زنې خال دې ګرانې  ښایست قصې کوی .
کټ کټ خندا دې یاره ستا بې ، پردو خبرې .
د شونډ و څوکو په سر ، کړې په نخرو  خبرې .
 په لاره  تګ  دې  آشنا  زرکې  نکلونه  کوی .
ئې  د  حرم   ښا  پیرې   نذا   کتونه  کوې .
 ستا د لا سو  حر کات کړی  د بنګړو خبرې .
 د شو نډو څوکو په سر ، کړی په نخرو خبرې .
***********  
نجم الدین. سعیدی
 

۲ پاسخ به “بنګړوخبرې”

  1. admin گفت:

    درود به جناب الحاج نجم الدین. سعیدی ،سروده زیبا و مانند همیشه عالیست.موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. الحاج نجم الدین « سعیدی » گفت:

    محترم وروره مهدې بشیره سلا مونه او ښې چارې ته دې ژوندې اوسې په مننې له تا څخه کوم څه چې د ویلو دې هغه دا ده چې د بنګرو فکر په سر ونه ګر ځوې کنه نو زما په شان به زر زوړ شې . نجم الدین سعیدی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما