۲۴ ساعت

01 آگوست
۴دیدگاه

ملا محمد عمر او پاکستانی لوبې !

تاریخ نشر شنبه دهم  اسد ۱۳۹۴ –  اول آگست  ۲۰۱۵ هالند

محترم دوکتور صلاح الدین سعیدی – سعید افغانی

محترم دوکتور صلاح الدین سعیدی – سعید افغانی

سیاسی تحلیل- ملا محمد عمر او پاکستانی لوبې !

 صلاح الدین «سعید افغانی»

۱ / ۸ / ۲۰۱۵ 

سیاسی تحلیل او سیاسی انځور ورکول په معین  تعبیر او ارزونې د کوچنیانو هغه لوبې  ته  پاتې کیږی چې «پوزل »نومیږی. دا لوبه په دې ډول ده چې  لوبه کوونکی د یوه غټ  انځور او تصویر وړې ټوټې  (مثلاً د انسان  د انځور)  وړې  اجزاوې  او اندامونو چې  وړو  ټوټو کې  وجود لری  د انځور او عکس  په  مناسب  او ریښتنی ځای او محل کې ایږدیاو په دې توګه د  ټول بدن او څیرې  انځور  بشپـړوی. 

نو کله چې  د لوی تصویر ټولې وړې ټوتې په خپل مناسب ځای کې کېښودل شوې نو بیا هغه وخت دی چې د  ټول تصویر،  انځور  او څیره  تشکیلهاو جوړه شی.  دا انځور هغه وخت درست، سماو ریښتنې  بڼه او انځور شی،  چې لوبه کوونکی د انځور وړې ټوټې ښې پیژنی او دا  د  لوی  انځور وړې ټوټې او د وجود  برخې  د انځور مناسب  ځای کې  ځای پر ځای کړی وی.  د مثال په ډول  که  لوی انځور د انسان  څیره  فرض کړو   نو وړې ټوټې د لوی انځور لکه پوزه، لاس،  ګوتې، پښه،  سر، ویښتان او …  په خپل مناسب  او مربوط ځای کې کېښودل شی  نو  داسې انځور ریښتنی، سالم  او واضح  وی. که  لوبه کوونکی  او تصویر جوړونکی د «پوزل » په لوبه کې  پوزه د لاس او لاس د پوزې پر ځای کېښوده  نو تصویر او انځور به   د  ټول تصویر، روښانه  او اصلی بڼه نه وی بلکې یوه مغشوش  انځور کیدای شی.  هو تأکید کوم  اصلی څیره  او انځور هغه وخت ورکول  کیدای شی چې مونږ د دې وړو  وړو ټوټو په هکله چې د  ټول انځور مفردات دی درست  شناخت ولرو او پوره وپیژنو او دهغو په برخه کې کافی مالومات ولرو او هغه مفردات او د تصویر وړې ټوټې په مناسب  او اړین ځای  کې ځای پر ځای کړو اوکیږدو.  

سیاسی تحلیل هم همداسی دی. ریښتنی  انځور او تصویر، د وضعی اصلی حالت او د  هغه پر بنیاد  د حل ریښتنی لارې هغه وخت  بیانیدای  او بیانولای شو او معینو ادعاو لپاره مستقیم او غیر مستقیم  منطقی مستندات او اروزنې وړاندې کولای شو چې منطقی تسلسل او منطقی استدلال ولری او د معین عمل انګیزه او علت وڅیړل شی   او داسې  په  ګوته شی  چې هغه  د مختلفو خواوو منافع  او مصالحو  څخه شناخت وجود ولری او  په پام کې  ونیول شی او په دې توګه  او په دغه بنیاد  د ذیدخلو افرادو او خواوو کړنې  او اعمال وڅیړل شی او ریښتنی تحلیل  او ارزونه  وړاندې او د هغو  پر بنیاد   د واقعی انځور او څیرې، مشکل او کړکیچ  د حل لارې  او  دمعضل نه د وتولو تداابیر او  لارې  وړاندې کړای شی.  داسې لارې چې په  لږ مصرف او لږو قربانیو ډیر نتایج  او پایلې ولری  او ترلاسه شی  او د بیځایه  قربانیو مخه ونیول شی. د وطن او خلکو مصالح او منافعو ته اولویت ورکړل شی  او د دشمن امکانات  محدود او یا کم کړای شی. په دغه لار کې ټول امکانات ولټول شی او د ټولو ملی ځواکونو نه د فردی او محدودو موخو نه د سترو  وطنی ګټو د خوندې کولو لپاره د مشترکو  او ګډو ملی موخو  لپاره  کار او هڅو باندې د بی حوصله کیدو او وارخطایی  پرته  به دوامداره توګه تمرکز او کار ته  در خپل توان او امکان په چوکات کې خپل رسالت او وظیفه اداء کړای شی .   په دغه برخه کې  د خپلو ملی منافعو اولیت،  د نورو  مشروع منافع  او د سرو خطونو تعیین او په ګوته کول حتمی دی.  

دا هغه نکات او مهم مطالب دی چې په  دې برخه کې همیشه او په دوامداره توګه باید  په نظر کې ونیول شی او هغو ته باید منظم کار وشی.  

          هو د حالاتو او وضع اصلی تصویر باید په عینی توګه د  تصویر ورکوونکی  او تصویر ورکونکی د شخصی  او ګروپی علاقمندی او تمایلاتو پرته  د نوو مالوماتو او نوی شرایطو په رڼا کې  مطرح وی او وسنجول  شی.  

دلته  مثلاً همیشنی  دوست او دښمن نه شته. هغه څه چې همیشنی  او دایمی دی  د یو افغان لپاره د هغه د وطن او خلکو دمنافعو او مصالحو اصول  او خیال ساتل دی. د دین او عقیدې  منافع او مصالح په نظر کې نیول هم  د خلکو دمنافعو او مصالحو نه جدا کیدونکی جز دی.  بیا هم  د نوی وضعی او حالاتو په هکله ریښتنی نوی تصویر، انځور او د حل  نوې لارې باید  د نوو مالوماتو پر بنسټ   او  ګویا د  رنځور د نوی  وضعې او توان پر بنسټ وړاندې  کړای شی. 

          هو د حقایقو په هکله مالوت او د مفرداتو په هکله ریښتنی مالوت د  ریښتنی سیاسی تصویر او انځور، د مشکل بیان او د هغه  د حل لاری  آسانوی او دقیقوی. په دې اساس دحل  لار او هغه هم په موقع د حل لار د وروستی بیځایه او غیر ضروری درد او الم شدت کموی. که چیری د مشکل او حالت په اړه  مالومات کم وی او مربوط کشفی او امنیتی ارګانونه او نهادونه  درست کار ونه کړی او یا  مربوط کدرونه د دښمن  نوکر وی او یا دښمن ته د خدمت دوره تیره کړی وی نو بیا  دشمن ته دداسی  کشفی  ادارو ارګانونو قوت او ضعف  مالوم  وی  نو اول خو یې ورځینی حیا نه کیږی او دوم مربوطو کدرونو قوت او ضعف ورته مالوم وی. دا هغه حالت دې چې په تأسف سره د افغانستان  بعضی همدا اوس مطرح اشخاص دولتی کدرونه او مشران ورته په کلونو خدمت او نوکری کړی ده او  د هغوی معاش خواره وه.  نو د دښمن استخبارات  توانیږی او توانیدلی  د کویټی د ښار یو دکاندار د طالبانو د حرکت د ستر مشر او د رهبری  د غړی په نامه افغانستان ته  راولی  او د افغانی جانب  او حاکمیت د لوړ پوړو چارواکو سره کښېنوی.  په دې توګه د وقت د ضیاع، د  تمسخر سبب  او بیا وروسته غټې پیسې هم تر لاسه کړی.

د مالوماتو  او کشفی ارګانو د ضعیف  عملاو ضعیف کار به  وجه  تروریست  د مصلح په جامه کې راځې او د سولې د شوراء  مشر او د افغانستان د استخباراتو مشر مخې  ته انفجار او د مرګ او ژوبلی با عثاو لامل کیږی.  

          هو که کار او استخباراتی کار ضعیف وی د نړۍ والې ټولنې د اول شخص مطلوب انسان  یعنی بن لادن د پاکستان د نظامی عالی مکتب  په ۸۰۰ متری کې نړیواله ټولنه پیدا کوی  او ډېر کلونو هلته اوسیږی خو د هغه  د پیدا کیدو په وخت کې بیا هم افغانی جانب د پاکستان د استابلشمنت به دوه مخی افغان دشمنه  سیاسیت نړۍ ته قناعت نشی ورکولای.  

          هو که مالومات ضعیف وی  او واړه  دشمن خادمه  افراد پر وضعی مسلط  وی او سیاسی قدرت ولری نو دا کار  ددې موجب ګرځی چې دوه کال مخکې مړ شخص (ملا محمد عمر اخوندزاده ) ته د  اختر په مناسبت  د سولې پیغام   او دهغه  د نیک نظر خبر د مبارکی  پیغام ولیږل  شی  او د هغه د  سولې د تأئید  د  اوسنی مثبتی موضع ستاینه  وشی. 

          آیا  دا حالت ددی پخلی کوی چې افغانستان د قحط الرجال سره مواجه دی؟ نه به هیڅ صورت نه . مونږ ډیر با درده، هوښیار او به وطن او اسلام مین  خادم مجرب عناصر لرو چې د خدمت قصد او ټکل لری خو بیا هم په قیمت نه غواړی د چا لاس پوځی شی چې د سیاسی قدرت امکان وړکړ شی او حاکمیت کی شریک شی او بیا د خدمت موخه ولری.  

          هو د افغانی جانب د  بې کفایته برخورد  له امله هم  چې دې،  په  سلهاو مواردو کې په مستند ډول د پاکستان استابلشمنت د ځپلو لیرې او نږدې متحدینو او همکارانو په مټ  او اهدافو لپاره  هم  افغانستان  او د  افغانستان خلک د بحران او ناورین سره مواجه کړی  او د افغاانستان  د تراژیدی سره  د نورو ټولو عواملو سره سره  ددې فتنو شاته د پاکستان د نظامی استخباراتو لاس  له شک او تردیده  پرته کاملاً  وجود لری او لرلای دی.

ددغه تحلیل  او ارزونی  د اصولو د نه مراعات په نتیجه  او پایلې کې  په سلهاو او زر هاو بی ګناه انسانان وژل  کیزی او د فغانستان او د افغانستان د خلکو  د تباهی موجب شول.

ربښتیا خو داده چې په تیر ۱۵ کلو کې او د هغه نه وړاندې  په افغانستان کې د پردو پر مټ مسلط حاکمیتونه  په دې برخه کې ناتوانه او بی کفایته سیاست او عمل درلوده  او لری. پاکستان  او پنجابیانو د افغانستان د خلکو د مقدس جهاد په دوره کې  تر ټولو غټه ګټه  اوچته او تر لاسه کړه.

پاکستان د دوامداره فشار په راوستو سره  د افغانستان په مسأله کې د نړۍ څخه جزیه واخیسته او دا پروسه  لا ادامه لری.

د پورتنیو ادعاو د ثبوت لپاره سلهاو دلایل  او مشهود مستندات شته خو یو حقوقی  بحث هم د موضوع  به اړه  تاسی ته وړاندې کوم. دحقوقی له لحاظه په جزایی مسایلو کې یوه ادعا هغه وخت ثابته ګڼل کیږی چې د  جرم د وقوع او د متهم لخوا د هغه د ارتکاب لپاره  مستند داسی اسناد قضاوت ته وړاندې شی  چې د جرم د وقوع او د جرم  ارتکاب د متهم لخوا  بی کوم تزلزله ، مستقیم  دلایل  قاضی ته  وړاندې او ثابت کړی.   

د قوانینو پر بناء  د جرم د اثبات لپاره غیر مستقیم اثباتیه  دلایل هم  چې په داسی ډول یو د بل سره څنګ به څنګ کیښودل شی چې د جرم اثبات  په منطقی ډول  ثابت کړی،  کیدای شی  قضاوت ته وړاندې شی او دمحکمې لخوا د قبول وړ وګرځی. 

په مدنی مسایلو او ادعا ګانو کې ټول متناسب  اثباتیه قوی او ضعیف دلایل او مستندات محکمې ته وړاندې  او د ادعا ثبوت ورکول کیدای شی.

د جرم او د ادعا د اثبات لپاره اقرار هم سند  دی  چې دغه سند ته  په اسلامی فقه کې  د  حجت قاصره  نوم ورکړل شوای چې اقرار یې په مُقِر باندی د سند په توګه منحصر کیږی.  دغه اثباتیه سند  د اوسنیو نړیوالو  قوانینو د اصولو پر بنیاد هم  د اعتبار وړ دی خو په  ټولو قانونی سیستمو کې عدلی  او قضایی ارګانونه  او مراجعوته په کار دی د عمل انګیزه او لامل  هم  د اقرار سره سره تثبیت  کړی. 

نو ددې لنډی سریزی سره که  ټول نور اثباتیه دلایل او شواهد هم چې دیر زیاد دی  له سره  پریـږدو او همدا  د پاکستانی  د پخوانی نظامی مشر پرویز مشرف،  او د پاکستان  اوسنی  او پخوانی صدراعظم نواز شریف، د پاکستان د صدراعظم سر مشاور سرتاج عزیز،  د پاکستان د ای اس ای پخوانی مشران جنرال درانی، جنرال حمید ګل ، جنرال نصیر الله بابر،  د پاکستان د وقت صدراعظمه بینظیر بوتو، د پاکستان د وقت د بهرنیو چارو وزیره حنا کهر ربانی او یک تعداد سیاسی مشران  لکه  ښاغلی اسنفندیار ولی، جناب محمود خان اڅکزی او په سلهاو نورو مشرانو  او کشرانو اقرار او بیاناتو په اتکا  د پاکستان ناروا و دوه مخې افغان ضد، پشتون ضد او سوله ضد غیر انسانی سیاسی  کړنلاره مستنده  کړو  او مستنده ده، نو په  یقین ویلای شو چې زمونږ تراژیدی زمونږ د خپلی بی کفایتی سره سره  د پاکستان او پردو له لاسه ده.  

د پاکستان په واسطه د طالبانو د حرکت، د حزب اسلامی او نورو فزیکی امکاناتو او د افغانستان په حاکمیت کې د خپلو نوکرانو په واسطه او د دهشت او ترور نه  د وسیلې په توګه د پاکستان  کارونه په خاص ډول په افغانستان کې د بې ګناه او مظلومو خلکو پر ضد او د سیمې در زرهاو بی ګناه انسانانو د وژنې  او ژوبلی موجب  اقرار او تصدیق کړای او کوی چې دا حالت  او  د  قاقستان  در مسؤولینو اقرار د  عینی اسنادو  اوشواهدو سره یو ځای د پاکستان  د استببلشمنت  مهمه برخه او مهم سهم د افغانستان د خلکو ، د سیمې د بی ګناه خلکو او د سولې ضد کارونه به یقینی ډول ثابتوی او ثابت کړی دی. 

په دې برخه کې حتی د افغانستان د جهادی مشرانو په اقرار هم هیچ شک نه شته چې ای اس ای  په افغانستان کې  د جهادی امورو تنظیم او کارنامو  په لاس کې لرلای او دافغانستان د خلکو د مقدس جهاد نه ناروا ګټه پورته کړې او کوی.  دا ددې مانا نه ده چې جهاد او جهادی رهبرانو ته دې سپکاوی و شی او د هغو مقدس جهاد دې  په مجموع کې په منفی مفهوم تعبیر او بد وګڼل شی.  اما په مسلم ډول د پاکستان اهداف او موخې د افغانی مجاهدینو، سیاسی احزابو او حرکتونو  د خواست او رضایت نه پرته هم که وه صرف او صرف د پاکستانی اهدافو او موخو لپاره تنظیم او په کار وړل شوی او دا پروسته تر اوسه دوام لری.  

پاکستان وتوانیده د نړیوالې ټولنې مرستې د  افغانستان  خلکو ته تر ډیره  حده خپلو جیبو کې واچوی او حتی په دی وروستیو کې د امریکی له حکومته  د نیم ملیارد دالره  پیسو اخیستو وروسته د ملامحمد عمر اخونزاده دوه کاله مخکې مړینه اوس افشاء کړی او یواځې د امریکا د تیرو دیارلسو کلو د ۳۸ ملیاردو دالرو مرستې   تر څنګه در نړۍ او افغانستان نه ډیر امتیازات تر لاسه کړی او دا پروسه  لا  د افغان اوسنی حکومت  تر فشار رواستو لاندی، ادامه لری. 

د افغانستان او پاکستان  دامنیتی  تړون لاسلیک شوې مسوده چې د نوې ګندمګ تفاهنامې  ته پاتې کیږی د افغانی ضعیف حاکمیت د فشار لاندی رواستو په ډول افغانی منافع او مصالح تهدیدوی او پاکستان نوی تاریخی امتیازات تر لاسه  کول غواړی.

د لر او برو پښتنو تر منځ  د نفرت او دښمنی  داسې  وسیع  استخباراتی تدابیر او برنامې روانې دی چې هره ورځ  یې نوې او نوې بڼې  په مطبوعاتو کې  راویستل کیږی او عملی  کیـږی.

په لسهاو نور  افغان  دشمنه برنامې او کارنامی د  پاکستان لخوا د عملی کولو په حال کې دی.  او افغانستان و نه توانیده ډیر موجود امکانات ښه وکاروی.  په یوویشتمه پیړۍ کې د ملتونو د نږدې والی او سر حدونو د لیرې کولو پر ځای پاکستان د «ډیورند لاین» د تاریخی ننګینې کرښې د نهایی کولو هڅې او زمینه سازی  او په افغانستان کې  د پاکستان په خوښه  کدری سیاسیت او بلاخره  د افغانستان  د معادنو او اوبو څخه د پاکستان په اجازه او  ګټه استفاده او افغانی جانب ته د هوایی ځواکونو محدودیت او په لسهاو نور هغه محدودیتونه  دې چې پاکستان یې قدم په قدم پلی کول غواړی. پاکستان د افغانستان په خارجی سیاسیت کې د  پاکستان خیال او نظر ساتنه او به نهایی ډول افغانستان د پاکستان د منطقوی لویو اهدافو او موخو ته افغانی جانب او منطقه برابرول او داسې نور هغه حقایق دی چې مستند اوثابت دی  او پاکستان  به افغانستان کې د هغوعملی کول غواړی.

نو اوس  راشو د طالبانو د حرکت او  کابل د حاکمیت  ټولو سیاسی او نظامی مخالفینو ته چې بهرنیو ځواکونو او هیوادونو ځواکونه  او په سر کې پاکستانی استابلشمنت (ای اس ای) د دې افغانی مجبورو سیاسی قوتونو څخه په نامردانه توګه د دوی په خوښه او د خوښې پرته  ګټه پورته کړه او پورته کوی؟

دا مُسلمه او ثابته خبر ده چې په افغانستان کې لوی او واړه سیاسی ګوندونو، حزبونه، سازمانونه او دینی حلقی او حرکتونه وجود لرلې او لری. خو په  سیاسیت کې کله کله داسې کیږی چې دا  او یا هغه  د طبیعی اتوریتی لرونکی شخصیتونه،  حزبونه، سازمانونه  او د هغوی برنامې او موجودیت د دغو او یا هغو سترو او یا محلی داخلی او یا بهرنیو ځواکونو او حکومتونو د منافعو او مصالحو سره سمون خوری او په دې توګه دوی د خپلو اهدافو سره سم د پام وړ شی او بهرنیان هغوی  د پنځمې ستنې (ستون پنجم )  په ډول دخپلو اهدافو د تحقق لپاره  په کاروی  او تر ممکنه حده ترې ګټه  او کار اخلی.  دا کار  د مجاهدینو د مختلفو ګروپو او تنظیمونوڅخه په سیمه کې پاکستان او ایران وکړ. نورې خواو هم دا کار وکړ خو اوس  زمونږ د اوسنی  بحث  تمرکز پاکستانی  ای اس ای، او پاکستانی ستابلشمنت او  د طالب حرکت دی.   شک نه شته چې پاکستان د افغانستان  پاکستان میشتو احزابو، سازمانونو او مهاجرینو څخه پوره پوره ګټه پورته کړه او دا پروسه ادامه لری.

هو  دا کار په تأسف سره د افغانستان په شرایطو کې  د افغانستان د جغرافیایی موقعیت له کبله د تاریخ په اوږدو کې  هم ډېر ځلی شوای او دا پروسه ادامه لری.

په دې لړ کې  پاکستانی او بعضی نورو بهرنیو استخبارات  کړیو وتوانیدل  ملی ، ریښتی، وطنی او بادرده اشخاصو او وطنوالو د ټولو وطنی او  علمی وړتیاو سره سره  د مشکلاتو سره مواجه کړی، امکانات یې محدود او حتی فزیکی له منځه یوسی او شهید کړی او د میدیا او مطبوعاتی امکاناتو او پیسو په زو خپلو نوکرانو او حتی اتباعو ته د افغانستان په سیاسی ستیج کې هویت او قدرت ورکړی او مطرح شخصیت یې کړی.

پخوا به ویل کیده چې بهرنی جاسوس او او نوکر دی خو  اوس اوس بهرنی اتباع د افغانی سیاسیت والو مطرحو اشخاص په  موقف کې ځای پر ځای شوی او د افغانی ضد او ددې ملت ضد برنامې عملی کوی او حتی مهموسیاسی دولتی پُوستو او چوکیو کې ګمارل شوی او کار کوی.

د ایران حاکمیت په تیرو څو لسیزو کې د خپلو جوړو شوو احزابو سره سره حتی  د طالبانو  د تحریک او حتی د حزب اسلامی څخه  د امریکا ضد برنامو او خپلو موخو او اقتصادی  لوی اهدافو در تحقق لپاره  او د تر لاسه کولو لپاره ګټه پورته کړه او ددوی څخه ګټه واخیسته او دا پروسه لا ادامه لری.

دلته د طالبانو د حرکت څخه چې  زما ددې لیکنې د بحث  یوه موضوع ده مثال راوړو.

ددې حرکت  مشر ملامحمد عمر اخوندزاده  د تیرې پیړۍ په نوویمو کلو په سر کې د یوې ستری اسلامی شورا لخوا د مسلمانانو د امیر المؤمنین په توګه وټاکل شو او بیاپه افغانستان کې د اسلامی امارت مشر شو.  په امریکې کې د۲۰۰۱ کال د ۱۱ سپتامبر د جنایاتو په نتیجه کې پر اسلامی امارت یعنی د طالبانو پر امارت  او افغانستان امریکی  حمله  وکړه او د هغه په نتیجه کې د طالبانو مشران پاکستان تګ  او مهاجرت ته مجبور کړل.  هلته ورته د پاکستان ای اس ای ناست او د دوی څخه بیا د ګټې اخیستو مسأله مطرح او وکارول شوه.  او په دې توګه طالبان د نورو عربی او  اسلامی هیوادو او د پاکستان د نظامی  استخباراتو سره یو ځای د افغان حاکمیت پر ضد قیام او مسلحانه مقاومت ته اماده او لاس پکار شول. په دې ډول د پاکسان پنځه نیم سوه زره عسکرو او جنرالانو د افغانستان او د سیمې د بې ګناه خلکو په وینو او تراژیدی تجارت  ته ادامه ورکړه. دلته او هلته که دا مجاهدین لکه ملا برجان، ملا برادر او په سلهاو ښکار مشهور او غیر مشهور جهادی مشرانو که کله مستقل او افغان دوسته عمل کوو یا په مستقیم توګه وژل کیدل، تروریدل او یا افغانی او یا امریکایی جانب ته د پیسو په مقابل کې د ای اسی ای لخوا پلورل کیدل او کیږی.

په داسې شرایطو کې د طالبانو مجبور مشران  او په رأس کې ملا محمد عمر اخوند زاده په تیرو ۱۵ کلو کې زیات او کم د پاکستان د ای اس ای  تر چتر لاندی د پاکستان په مختلفو برخو او په وروستیو کلو کې په پیشاور کې اوسیده او فعالیت کاوه. ددې په نامه اعلامی ورکول کیدې او ټول شواهد ښکاره کوی چې د عربی، منځنۍ آسیاء او پاکستان د هیواد مجاهدینو خپلې جهادی کار نامې  د  اصولو له مخې د امارت اسلامی په نامه ختمولې او په دې برخه کې د هغو کارنامو چې د طالبان لخوا اجراء کیدې او یا بل چااجرا کولې چندان پته نه لګیده. خو که دا وی یا هغه په یقینی ډول د پاکستان د نظامی استخبارات وتوانیدل ددې هلو ځلو او فشاروڅخه د خپل جیب د ډکولو په ګټه پوره پوره  منفعت اوچت کړی  او دا پروسه  او لوبه ادامه لری.

دا چې دوکاله مخکی، به خپلې ناروغی او یا د غیر طبیعی پاکستانی عامل او یا هر وجهی ملا محمد عمر اخوند زاد مړ شو او تر اوسه نه امریکا او نه پاکستان  او نه بل هیواد پرې خبر وه له سره د منلو وړ نه ده. په یقینی ډول د پاکستان  د نظامی استخباراتو اداره په ټولو موضوعاتو خبره وه او ده چې تر اخیره یې نه افغانی جانب او نه نړیوالې ټولنې سره صداقت وکړ.

پاکستان د افغانستان د وینو، مرګ او ژوبلی په تجارت کې پرچون فروشی تجارت روان کړ او ګټه واخیسته او اخلی.

داچې د ملا محمد عمر اخوندزاده په نام  د طالبانو حرکت په نامه دا دوه کاله  د هغه په غیاب کې اعلامې او مواضع خپریدې او اوس هغه مړ  د پیشاور په یو روغتون کې مړ اعلام شو او د هغه ۲۶ کلن زوی  ملا یعقوب اخوندزاد اویا ملا اختر منصور  او یا ملا ذاکر  د ددې حرکت مشر شی بله خبر ده خو حقیقت دادی چې افغانی جانب ضعیف عمل کړای او نړیواله ټولنه د پاکستان په شمول تر اخیره د افغانستان سره صادقانه برخورد او عمل نه دی کړای.

دا چې نن ملا اختر منصور د یوې شورا لخوا د طالبانو د تحریک مشر ټاکل کیږی په یقین سره به هغه مشروعیت او قوت چې ملامحمد عمر اخوندزاده ددې تحریک په سر کې  درلوده بل کوم شخص به ونه لری.

یقینی خبر خو دا ده چې پاکستان او پنجاب توانیدلای  افراطی ډلې او د طالبانو حرکت  د کابل او افغانستان پر ضد  داسې وجنګوی او جنګولای چې په اخرین تحلیل کې یې د دوی پر سر قیمت لګولای او معاملې ته یې  د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره وکاروی او پکارولی. د  بن لادن ، ملا بُرجان، ملا برادر،  او دادالله  او حتی  د ملا محمد عمر اخونزاده  د افغانی طالبانو د مشر سرنوشت یو د هغه زرهاوو مثالو څخه دی چې  پاکستان توانیدلای خپل تجارت پرې وکړی او امتیاز واخلی.  ښکاره ده چې د پاکستان جهاد او مجاهدت د ثمر ورکولو په حال کې دی او خپلو موخو ته د رسیدو په حال کی.  داهغه مسأله  او درس دی چې د افغانستان نور مشران او کشران باید پری په کلکه غوږونه او سرونه خلاص کړی.

نو مونږ ته په کار ده چې د سیاسی مصالحې مبدیی اصول درست او قاعده یې وسیع اوپه ټول توان کار وکړو چې ټول هغه افغانان چې دمختلفو عواملو له کبله د دشمن په خدمت کې او وطن ورانوی د تفاهم سر او لار ونیسو او سیاسی مصالحه به ریښتنی مانا چې د هغه په نیتجه ملت د وطن اصلی حاکم او تصمییم نیوکی شی په قاطعیت کار وکړو.

په دې ځان پوه کړو او باور ولرو چې د ښه دولتداری، د عدالت او قانون تطبیق او د امنیتی ځواکونو د تقویت او پیاوړتیا په صورت کې د دښمن قوت او امکانات ضعیف او له منځه ځی له یو خوا مذاکره او سیاسی مصالحه او له بلی خوا ځان قوی کول او د دشمن امکانات ضعیفول او کمول پکار دی. پکار دی سره غیر قابل عبور خطونه روښانه شی او دشمن ته وپوهوو چې نور نو هغه امکانات چې یې پرون لرل اوس نه لری او خپل حد و پیژنی.

پکار ده ټول ملی او وطنخوا، مسلمان او متعهد مسلمان ولس د یو موټې په شان د دشمن او پردو د لاس د لنډولو لپاره او د یو آزاد،آباد او تاریخی یو موټی افغانستان لپاره چې هلته هر افغان او ددې وطن بچې ددې وطن مالک ځان وبولی او شریک وی کار او هڅه جاری وساتو او خپل ځان د قومی سمتی،  او نورو فتنو نه خلاص او اخوت اسلامی او افغانی په چوکات او قاعده کې  د ورور ګلوی لاس وړکړو او خپل وطن آباد او یو موټی کړو. مونږ کې دا توان شته او دشمن باید امکانات یې محدود او تجرید شی او زمونږ سره په تعامل کې خپل مقام او مکان و پیژنی. دا هغه وخت کیدای شی چې مونږ متحد او متفق شو. او دا کار ممکن دی.

 ومن الله التوفیق

پـــای

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸ تیلفون

Email:strategicstudies@yahoo.com

 

۴ پاسخ به “ملا محمد عمر او پاکستانی لوبې !”

  1. admin گفت:

    جناب داکتر سعیدی عزیز ، طوریکه دیده میشود با رفتن ملا عمر جنایتکار و ملا حقانی وحشی بازی پاکستان همچنان ادامه دارد ، زیرا دولت وحشت ملی همچنان مانند ملا عمر و دیگر جنایتکار ها دست نشانده پاکستان اند و همان آش است و همان کاسه . تفرقه انداز و حکومت کن. به امید روزی که همه جنایتکاران کشور ما و پاکستانی ها و سعودی های آدمخور و دیگر جنایتکاران مانند ملاعمر جانی روانه دوزخ شوند و مردم افغانستان همه بدون تعصبات زبانی ، قومی ، مذهبی ، منطقوی و نژادی باهم متحدانه در فضای صلح و امنییت زندگی آرامی داشته باشد و از جنگ و خونریزی خبری نباشد. موفق باشید . مهدی بشیر

  2. سعيدى گفت:

    سلام دوست عزیز م بشیر
    وضع کشور و حاکمیت افغانی و فتنه هاى پاکستانی و دست نشانده هاى شان که تشنجات و فتنه هاى منحط قومى و سمتى را دامن زده و عدهء در انعکاس ان موضع گرفته و گاه گاه به افراط و تفریط موجب ضرر نا خواسته میشود حقایق تلخ امروزى ماست. امید با تدبر و پیگیری به صورت دوامدار در منافع و مصالح کشور و مردم خویش کار و اداى رسالت نموده و ازین ابتلاى الهى با درک اینکه خاتمه مستور است به کار تنویرى و توضیحى با حوصله مندى ادامه دهیم. راه خدمت به مردم و وطن مشترک است و معتقدم که انرا مشترک خواهیم پیمود. تشکر د. ص.سعیدى

  3. ډاکټرصلاح الدين(افضلى) گفت:

    جناب ډاکټرصاحب مونږیوعامیانه متل لرووایى چى ماهى هروخت داوبوراونیسى نوتازه دى!
    کاش افغانان اوبالخصوص زمونږسیاسیون دادرک کړى چى بس دى دپیسوخاوندان شول،ارګاه بارګاه لرى،نورمټى راونغاړى اوټول قومى،ژبنى ،دینى مساېل شاته پریږدى اوددى خواراوربړیدلى ملت په زخمونودمرهم پټۍ کیږدى اودخدمت مصدروګزى،اودپردودپروژوپرمخته وړلوپه ځاى دوطن دابادۍ پاره دیوواحدملت په توګه ابادۍ ته مخه کړى!
    په درنښـــــــــــــــــــــــــــــــت!

  4. سعيدى گفت:

    سلام جناب د افضلى
    هو شه ارزو ده باید ددى کار د تحقق او ضرورت لپارہ وسیع دوامداره او نه سترى کیدونکى کار وشی. خو
    کار لز پیچیدگی لری:
    عملا دری کتگوری خاکل: موافق مخالف او متزلزل.
    مخالف: قسم خورلى مخالف او بیا دا خرح او سودا شوی نوکران ، غوایدلی او کم عقل او مریضان د قومى سمتى او روانی فکری او ایدیولوزیکى او….
    نو یادو تقسیماتو کى د نوکر او مزدور او خرح شوی سره دا ستاسى فکر اه سره نه شته او کله چی ته وایی : این وطن بى ما وطن کى میشود و با بک نفر اتن کى میشود؟ هغه په دى پوهیزی خو نه تاسره اتن کول غواری او نه دا وطن وطنول هغه مزدور او مامور او قدرت ته د پردو د پیسو او امکاناتو او د پردو د میدیا په زور شخصیت او مطرح شواى دى نو دداسى شخص سره له سره دا ستاسى فکر نه شته هو معذور او قسما مریض او فریب خورده او نادان سره کار کول او پسهول د رسالت ادا ده مننه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما