۲۴ ساعت

28 جولای
۲دیدگاه

اختره مه را ځه ؟

تاریخ نشر سه شنبه ششم  اسد ۱۳۹۴ – ۲۸ جولای  ۲۰۱۵ هالند

الحاج نجم الدین « سعیدی »

الحاج نجم الدین « سعیدی »

اختره مه را ځه  ؟

 الحاج نجم الدین  (  سعیدی )

************
اختره  مه  را ځه  جانان   ته  رسیدلې  نه یم .
 لاره اوږده  ده  زه  هدف  پورې لا تللې  نه یم .
 یو څه دمه شه روژه ماتې  پورې  صبر  وکړه .
زه  لا تسبوح  او  د  نفلو  ځینې  وتلې  نه یم .
 زما تسبیح او دوعا ګانې خلاصې  شوې ندې .
د  یار  لیدو  ته   په  سجدو  توا  نیدلې  نه یم .
 ګوره !
اختره  مه را ځه  د یار سینګار لا وخت غواړې .
هم  د نکریزو   ایښو  دو  لپاره  تخت  غوا ړې .
 واړه  همزو لې  په ګډا وې  دې  رخصت غواړې .
 سره لوپه ټه کې ده زه ئې څنګ ته ود ریلې نه یم .
اختره هغه وخت راځه !
اختره هغه وخت را ځه چې یار سنګار جوړ کړې  .
 ګډ په ګډا وې پا یزیبونه  ئې شرنګهار جوړ کړې .
<کټ کټ خندا وې او همزولې ئې قطار جوړ کړې .
 لا د سعید وپاکې مینې محبت غیږ ته ورغلې نه یم .
اختره    مه  راځه  جانان  ته   رسیدلې   نه یم .
لاره  اوږده  ده  زه  هدف پورې لا  تللې  نه یم .
***************
 نجم الدین  (  سعیدی )
 

۲ پاسخ به “اختره مه را ځه ؟”

  1. admin گفت:

    درود به آقای الحاج نجم الدین ( سعیدی ) سروده زیبا و مملو از احساس عالی تان است. عید بخیر آمدنیست بشرطیکه وحشی ها و جانی ها مردم را آرام بگذارند. . موفق باشید. مهدی بشیر

  2. الحاج نجم الدین « سعیدی » گفت:

    مهدې بشیر وروره په خوله دې برکت شه زه به هم ووایم چې آمین او الهې دې دا وحشیان تباه او بر باد کړې سمه ورځ ئې په مونږ تور تم کړې اختر لا پریده . خو په هر حالت الله دې تاسو او ټولو وطنوال وخپل پاک هدف ته ور سوې تر څو د خوښې او خوشحالې اختر راشې پر ور د ګار لوې ذات دې او دنیا په امید خوړه شوې نه باید امید له لاسه ور کړو هر هغه څه چې غواړو هغه به وشې . زه مخکې له مخکې اختر مبارکې وایم . ( نجم الدین سعیدی )

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما