۲۴ ساعت

23 آوریل
۱ دیدگاه

په نجم المدارس کښې ادب پالنه

تاریخ نشر پنجشنبه سوم ثور  ۱۳۹۴ – ۲۳ اپریل  ۲۰۱۵ هالند

محترم پروفیسور عبدالله  بختانې « خدمتگار »

محترم پروفیسور عبدالله بختانې « خدمتگار »

په نجم المدارس کښې ادب پالنه

پروفیسور عبدالله  بختانې « خدمتگار »

مولوی محمد « سعید افغانی »  ، لس کاله د نجم المدارس  د مدرسی مدیریت کړی او د ننګرهار د اد بی  شاعرانه ویښ چاپیر یال د هډی په تاریخی  کلی  کښی او سیدلی دی ، چیرته چه د هیواد  د مشهور عـالم  مولانا نجم الدین  اخونزاده ( هډی صاحب ) مزار دی .

مولوی سعید افغانی د مدرسی شاګردان  لیکوالی ، شعراو ادب ته هم  تشویقول  او هغـوی  روزل .  د  د ه  په  توجه او پالنه به د ننګرهار د ورځپاڼی  او مجلــی  پاڼی د نجم المدارس  د شاګـردانو او استادانو  په مقالو او شعـرونو  ډکیدلی . 

په دغه وخت  کښی مولوی سعید افغانی  د ( النجم ) په نامه ، د مدرسی لپاره ،  په  پښتو ژبه ، یوه اوه نیزه قلمی جریده  هم  چلوله  چه مسوؤلیت یی  د ده  په غاړه وه .                    

د دی جریدی  لومـړی ګڼه د (  ۱۳۳۷ هجری شمسی ) کال  د میزان په ۳۰ مه خپره شوی  ده  . دا  ګڼه  او ځینی  نوری ګڼی یی هم  دا اوس  زمونږ  په لاس کښی  دی او د قلمی  جریدو ډیر ه ښه  بیلګه ده .

په نجم المدارس کښی د مولوی  سعید افغانی  د مدیریت  وخت هغو کلونو  پوری ارتباط  لری چه  د ویښ زلمیانو ډله  خوره  شوی وه ، مګر ؛ د هغو مرام  لا د لیکوالی  په ډګر کښی  او د لیکوالو په ذهن او ضمیر  باندی نفوذ او تسلط  درلود .                                                                 

د پښتنواو بلو څو ورونو دملی آزادی د سرنوشت د ټاکلو موضوع د ورځې موضوع  وه. د ننګرهار  په ادبی  چاپیریال ، د ننګرهار په  ورځپاڼه او مجله کښی  او د نجم المدارس  په   مدرسه  کښی  د غو خبرو څرګند  ځای درلود .

د مولوی سعید افغانی  په  برکت  په  نوموړی  مدرسه کښی  د لیکوالی کار ښه رونق  وموند ، په دغو وختونو کښی زه هـم د ننګرهار د مجلی  مدیر او د ورخپاڼی  مرستیال وم  او په نجم المدارس کښی می  د ادب ، شاعری او لیکوالې  له انکشاف سره مرسته کوله .

زما ښه په یاد دی چه  په ملایانو کښی چه  به چا خط زده  کاوه ، نو د ځینو طالبانو  او ملایانو له خوا به  د « مهمل » په نامه یا دیده او « دعلم طالب »  به نه بلل کیده .

د دغسی کسانو په باب به تل  دوی ویل : « ورک یی کــړه ، مهمل سړی دی ، خط  یادوی .. »  دا د پردو ، په تیره بیا د انګریزی  استعمار او امپر یالیزم دپټو  سازمانوو شفاهی زهر ښندلو ، بد تبلیغ او غلط  پروپاګند تاثیر وچه زمونز مذهبی  دینی  عالمان به یی له خط او کتابت  او په دی وسیله له ملی ادب او اولسی سیاست نه لیری ساتل .

همدارنګه  د خط  او لیکوالی  نه زده کول ، د دی سبب کیدل چه ددینی عالمانو فعالیت ، کار او مشغولیت یوازی په تدریس ، موعظو او امامت او کله لا په  دم او دعاء  چف او کف منحصر شی .

د لیکنی او تالیف مهم  او اساسی علـمی کار تری  پاته شی  او دینی  یو هنې  زیات  او منظم  پر مخ  تګ  او انکشاف ونه کړی .

په دغسی  ټولنو او وختونو کښی د مولوی سعید افغانی  په شان  فاضلو پوهانو قدر وړ ملی ، اجتماعی  او فرهنګی  خدمتونه سرته  رسولی  دی.   

نو موړی  به  هڅه  کوله چه  د مدرسی د طالبانو تر مینځ  د  شعر او ادب کار او سرګرمی  زیاته شې .  لیکنی  وشی ، او  د مدرسی په جریره او دننګرهار  په مجله او ورڅپاڼه  کښی  خپری شی .  کنفرانسونه  جوړ شی …

 پخپله ده به هم د ننګرهار ورځپانی او مجلی ته  ډیری ښی  مقالې لیکلی . په  دغو مقالو  کښی  « ننګرهارته یوه کتنه »  دیادولو وړ ده .

بله مقاله یی د « لغمان » د تاریخی  پیښو او اوسنی وضعی په باره کښی ده چې ماهم ور باندی تبصره  لیکلی  وه .

همدا رنګه  د ننګرهار  ددینی عالمانو  د پیژندنې  په لړ کښی  د ده  یوه په  زړه پورې تحقیقی مقاله خپره شوی  ده . په دی مقاله کښې  دهغه وخت  د ننګرهار  د ولایت « اوسنی  ننګرهار ،  کونړ  او لغمان  ولایتونه »   دینی عالمان معرفی  شوی  دی .    

عبدالله  بختانې « خدمتگار »

خیرخانه مینه ــ کابل

 

یک پاسخ به “په نجم المدارس کښې ادب پالنه”

  1. admin گفت:

    درود به جناب محترم پروفیسور عبدالله بختانې « خدمتگار » خاطره زیبا و عالیست . روح شادروان مولوی محمد « سعید افغانی » شاد و جنتها نصیبش. موفق وزنده باشید . مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما