۲۴ ساعت

20 فوریه
۲دیدگاه

د خره فلسفی عقل

تاریخ نشر جمعه اول حوت  ۱۳۹۳ –  ۲۰  فبروری ۲۰۱۵ هالند

Cross-Between-Donkey-And-Zebra

د خره فلسفی عقل

شاعر : سمیع الدین افغاتی

۲۰ – ۲ – ۲۰۱۵م ۰ کال

محترم سمیع الدین افغانی

محترم سمیع الدین افغانی

د نثر لیکونکی : احمدالله احمدزی

یوه ورځ یو خر په قهر شو خپل روزګار ته

وه ژوندون ته خپل حیران محنت او کار ته

اعتصاب یې  د خوراک وکړه  دې خر

ویل : انسانان موږ ته کوی تل سپک نظر

ورځ له ورځې حال بتر خوار او ډنګر شو

 له غصې  داسې چې مرګ ته برابر شو

ولګې ، تندې له  هر څه وه پاتې  کړی

بس د مرګ لور ته روان وه غلی غلی

چې  پلار خر یې  شو خبر د زوی د حاله

د خپل زوی له  اعتصاب او له جنجاله

ورته  لاړه  په خوږه  ژبه  بیان شو

د خپل زوی نه د غصې علت جویان شو

ویل :  چې زویه ورځ له ورځې ډنګریږې

دې تصمیم کې دې تر مرګ پورې رسیږې

ښې اوربشې او خواړه درته پراته  دی

راته ووایه :  په زړه کې دې نور څه دی

چا ناکام درسره کړی چې غمجن  یې

ته  د چا ځینې خواشینی ،اندیښمن یې

زوی خر  پاڅیده  له ځای  په  زحمت

سر یې وښورو خپل پلار ته په همت

د زړه راز او حقیقت یې  ور بیان کړ

په دې کار یې  ملامت ظالم انسان کړ

ویل : ګیله مې د انسان او بشریت ده

له توهین له بد سلوک  او د محنت ده

پلارحیران شو دخپل زوی داسې ځواب ته

 د انسان  د بد چلند د زوی عذاب   ته

ویل : چې څه درته ویلی انسانانو!؟

څه ګیله لرې له خپل یا اجنبیانو!؟

زوی ویل: دوی مو ټولنې پورې خاندې

هر تنبل ته دوئ خر وای توهین کاندی

پلار یې وویل : هغه څنګه زما ګرانه؟

په خبره سم پوه نه شوم زویکی جانه

زوی ویل : نه وینې هر وخت کوم انسان؟

چې مضر وی یا تنبل وی  یا  نادان

ورته وایی: ته یې خر احمق  نا پوه ېې

ته ټټو   کله په  جمع کې د سړو یې

ایا موږه په ریښتیا دومره نادان یو؟

یا بیکاره لکه دوی موږ تنبلان یو؟

موږ په اصل کې ډیر ګالو زحمتونه

انسانان په موږ کوی شاقه کارونه

شپه او ورځ په کار او بار باندې اخته یو

خوبیا هم ددوئ په نزد موږ بیکاره یو

 پلار پدې وخت کې خپل زوی ته شو حیران

 زړه له سوزه  زوی  حالت ته شو ګریان

پدې فکر چې به  زوی ته څه ځواب کړی

په خپل زوی به ختم څنګه اعتصاب کړی

ورته وی څنډل  غوګونه په  ګفتار شو

ویل : انسان لوی خلیفه ددې دیار شو

که اشرف المخلوقا ت ددوئ رتبه ده

زما هم د ځینو ځینو نه  ګیله ده

 دوئ په خپلو کې کوی سره قتلونه

د انصاف نه دی بیرون کوی جنګونه

ایا  خر چیرته کوم بل خر دی وژلی؟

یا د بل خره استحقاق یې تری پټ کړی ؟

داسې خر دی چا لیدلې چې قاتل وی؟

یا اوربشې یې غلا کړی د کوم بل وی؟

یا ګیله د خپل د نسله کړی بل چاته؟

یا ضرر یې رسیدلی  وی دنیا ته؟

یا پردو ته جاسوسی په خپل مفاد کړی؟

ځانله جوړه کړی هستی او بل برباد کړی؟

یا کوم خر د بل د خره سره دښمن وی؟

یا خپل مینځ کې یو د بله ګیله مند وی؟

یا یې ورور پردو په لمسه وی وژلی؟

یا بل خر یې  په نیرنګ وی غولولی؟

یا شیطان  وی شیطانت د نورو خروکړی؟

یا وحشت، نسل کوشی په چا پیرزو کړی؟

پلار اوږده ساه د خولې وویسته بهر

په اوږه د زوی یې  کیښوده خپل سر

ورته وویل :چې په ځمکه کې انسان

ددوئ مینځ کې شته بی رحمه لیډران

مرګ او ژوبله تباهی ددوی شعاردی

دوئ له وجې په هر سیمه کې  ناتار دی

دوئ په ځمکه کې جوړ کړې کربلا ده

نابودی ته  یې مخ  کړی دا دنیا ده

دا وحشیان په مرګ او ژوبله نه مړیږی

 دوئ له نیته بشریت په اور سوزیږی

بعضو خپل ګټې جهاد نه قربانی کړې

ځینو نورو اسلامی  فتوا  سیاسی کړې

کله یو کله بیا بل تنظیم کې  پایی

کوی هغه کوم چې لوی بادار یې وایی

موږ د خرو نسل پوهیږو په خپل کار

موږ که هر څه یو بیا پیژنو خپل لار

زوی او پلار وښورو سر دې حقیقت ته

 ویل چې خدای یو پیدا کړی کوم حکمت ته

پلار یې وویلې : غوښتنه مې له تا ده

زما تاته  دا نصیحت  او دا   سلا ده

چې خپل پل دې د پلارو په پل قایم وړه

بار دپلا ر او د نیکو  په دود  دایم وړه

انسان پریږده چې کری هغه به ریبی

موږ او تاسو سره صبر ښه زیبیږی

موږ نه چاته کړو ښکنځل نه دروغ وایو

نه موچا سره دوکه ده ریښتیا ستایو

نه مو چور یا چپاول دی چرته کړی

نه مو یو ورور هغه بل ته لمسولی

نه غاصب د بل د ځمکو یا جایداد یو

چې د بل کره کوم غم وی موږ نا ښاد یو

زوی خر پوه شو په خبرو د خپل پلار

سر یې پورته کړو اوربشو ته په وار

ویل : ریښتیا وایې خبر دې اوس منمه

ستا په خوښه اعتصاب مې ماتومه

زه به ټول عمر یم خر،  د خره لمسی یم

د خره زوی د خره د نسل کړوسی یم

د قیامت په ورځ به خداې مو مدد ګار شی

دا ظالم بې رحمه خلک به ټول احضار شی

ظالمان به د دوزخ لور ته روان وی

بیا به هلته په همدې  ژبه ګویان وی

کاشکې خر وای په دنیا کې پیدا شوی

اوس دوزخ  کې به په اور نه سوزیدلی

——————–

سمیع الدین افغانی

۲۰ – ۲ – ۲۰۱۵م ۰ کال

نشرونکی: احمد جرس  برخه: پښــــتو ادب

۲-۱۲ – ۲۰۱۵ 

 

۲ پاسخ به “د خره فلسفی عقل”

  1. admin گفت:

    سمیع جان تشکز از سروده عالیت . باور کن که ما فعلا جنایتکارانی داریم که نام انسان را بالای خود مانده اند و از انسانیت بوی نبرده اند و نام اسان را که بهترین موجود است بد میکنند و در حقیقت عفل همین خر که او را حیوان بی آزار و بی شعور میگویند از آن انسانهای وحشی و جنایتکار بیشتر است. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. پوهنوال داکتر اسدالله حیدری گفت:

    آقای سمیع الدین افغانی !
    بعد از تقدیم سلام سرودهءتان عالی بوده واین خرشعر شما شاید مغز متفکر وعقل کل همه خرهای جهان باشد. اگرامکانمیداشت که
    بین خرهای جهان هم انتخاباتی صورت میگرفت تا رئیس یا مهتر خودرا انتخاب میکردند،چون دربین حیوانات مانند ما انسانها تقلب کاری وحق تلفی ها وجود ندارد،حتماً مقام اول نصیبش میشد.موفق باشید. داکتر حیدر ی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما