۲۴ ساعت

03 فوریه
۱ دیدگاه

د عبرت ریښتینې کیسه

تاریخ نشر سه شنبه  ۱۴ دلو ۱۳۹۳ – سوم   فبروری ۲۰۱۵ هالند

محترم سمیع الدین افغانی

محترم سمیع الدین افغانی

د عبرت ریښتینې کیسه

سمیع الدین افغانی

۲۰۱۵۲۳

م ۰ کال

دا کیسه د ستر انسان د زندګی ده

ډیر جالبه داسلام د ستر حامی ده

اسماعیل په نوم عالم وه ښه نامداره

د نکاح فکریې  په سرشو له روزګاره

ښه میرمن د اسماعیل کورته واده شوه

دې هوښیار دینی عالم ته په کاله شوه

اسماعیل،امام مالک «رح»وه ښه روزلی

په ماحول کې وه هرچا ته ډیر ښاغلی

مده پس د اسماعیل یو ځوی پیدا شو

دا ماشوم په «محمد » نوم مسمی شو

چې بیا ورسته اسماعیل وکړ رحلت

 په میراث کې شو ترې پاتې ډیر دولت

ټول دولت اومال یې پاته شو میرمن ته

خو میرمن یې وه غمجنه خپل څښتن ته

دا میرمن دخپل د ځوی په فکر خیال شوه

 په تکل  یې د تعلیم  او د کمال شوه

ویل  :  د ځوی نه به مې ښه عالم تیار کړم

دین په لار کې به یې د خلکو خدمتګار کړم

خو افسوس هلک په سترګو نا بینا وه

هر عالم ته یې بیول ، مشکل همدا وه

مور د زړه نه پاک الله  ته په سجدو شوه

خپل اولاد ته د بینا سترګو غوښتو شوه

شپه او ورځ د خدای دربار ته په دوعا وه

 ځوی د سترګو بینایې  یې  مدعا وه

یوه شپه یې مور بستر کې خپل ویده وه

  خوب یې ولید د حکمت ډکه  کیسه وه

خوب کې وینی  ابراهیم علیه سلام

ورکوی په ډیر  اعزاز ورته   پیغام

ستا دوعا شوله قبوله خدای دربار کې

ستا اولاد شولو بینا ستا په اسرار کې

هغه دم چې مور یې  سترګې ونغړلې

روغې سترګې د خپل ځوی یې ولیدلې

 لمونځ یې وکړ په توبو په استغفار شوه

د پاک رب له دې پیرزو شکر ګذارشوه

مور یې ډیره شوه خوشاله خپل اولاد ته

ویل چې اوس یې رسوم اصلی مراد ته

علم او پوهې په تعلیم یې کړ سمبال

لوی عالم شو هم صاحب شو د کمال

د اسلام لوی مبلغ او خدمتګار شو

کتابونه یې لیکلې لوی نامدار شو

یو کتاب نوم یې «صحیح البخاری» دی

ټول تفسیر د پاک قران یې حقیقی دی

دا عالم ‏«محمد بن اسماعیل البخاری» وه

لوی عالم ښه مدرس د دین حامی  وه

معنی دا چې خدای کریم دی هم ستار دی

 دی قریب د هغه چا  چې نیکو کار دی

که هر در د بنده  بند شی په کوم چا

خدای په درکې هر حاجت یې شی روا

تل توکل تکیه په خدای باندې پکار دی

خدای رحیم دی د بنده تل مدد ګار دی

————-

سمیع الدین افغانی

۲۰۱۵۲۳

م ۰ کال

 

یک پاسخ به “د عبرت ریښتینې کیسه”

  1. admin گفت:

    تشکر سمیع جان ، سروده زیبا و مانند همیشه عالیست. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر – هالند

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما