۲۴ ساعت

24 ژانویه
۱ دیدگاه

توپیر شته

تاریخ نشر شنبه چهارم  دلو ۱۳۹۳ –  ۲۴ جنوری ۲۰۱۵ هالند

محترم سمیع الدین افغانی

محترم سمیع الدین افغانی

 توپیر شته

سمیع الدین افغانی

۲۰۱۵۱۲۳

م۰ کال

  هریو ښاد او د نا ښاد مینځ کې توپیرشته

د اصیل او د کمزاد مینځ کې توپیر شته

څوک دانا دی په هر څه باندې پوهیږی

د امی او باسواد مینځ کې توپیر شته

څوک هوس لری اولاد  د خدایه غواړی

د بنیاد او بې بنیاد مینځ کې توپیر شته

څوک مالک دی د  ملکونو ،  کروړونو

د غریب ، صیب د جایداد مینځ کې توپیر شته

څوک ارمان  لری په زړه کې مراد غواړی

د مراد  او  نامراد مینځ کې توپیر شته

څوک راجا دی او د لوی زړګی خاوند دی

د نیکمرغه او برباد  مینځ کې توپیر شته

څوک مصلح څوک منتقد دی په کارو  کې

د عاجز او د نقاد مینځ کې توپیر شته

دلارې مل

د دوه مخو  د چلول  لاره یوه ده

د وران کار او بد عمل  لاره یوه ده

بې انصاف د بې انصاف سره جوړیږی

 هریو غل  او د غله مل لاره یوه ده

دوکه باز د دوکه باز سره همراز دی

د کم  ذات  او  د بدل  لاره یوه ده

په فریب د بل هستی چې په دوکو خوری

د غاصب  او مبتضل  لاره یوه ده

چې بېځای لری غرور او مضریت کړی

د ابلیس او د دغل  لاره  یوه  ده

————-

سمیع الدین افغانی

۲۰۱۵۱۲۳

م۰ کال

 

 

یک پاسخ به “توپیر شته”

  1. admin گفت:

    درود به سمیع جان افغانی ، موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر – هالند

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما