۲۴ ساعت

30 دسامبر
۱ دیدگاه

یو پوه تعبیر

تاریخ نشر سه شنبه ۹ جدی ۱۳۹۳ – ۳۰ دسامبر  ۲۰۱۴ ملبورن – آسترالیا

محترم سمیع الدین افغانی

محترم سمیع الدین افغانی

یو پوه تعبیر

سمیع الدین  افغانی

۲۹۱۲۲۰۱۴

م۰ کال

د ژوندون یو عجیبه سیر او دوران دی

څوک قانع له زندګی څوک پریشان دی

څوک معنی د ژوندون وینی خوشالی کې

څوک غمجن وی تل ازار په زندګی کې

*********

په کوم ښارکې اوسیده ساده بوډۍ وه

شپه او ورځ په ژړاسر دا خوارکۍ وه

دا زړه بوډۍ د دوه لـــورګانو مور وه

تل په فکر د اولاد او د خپل کـور وه

 د خپل لوڼو د ښادۍ په فکر خیال  کې

وه په زړه باندې غمجنه دې منوال کې

 مده پس بوډۍ د ژوند نوې کیسه شوه

مشره لوریې ځوان تاجرته په رشته شوه

ځوان مالک د یو وړې شان فابریکې وه

لمرپه ورځ  یې ښه بازار د کارخانې وه

د اوړو  ښه مکرونی  یـــې جـــوړول

 لمرپه ورځ  یې بیا سور لمر ته  وچول

ښه بازار یې چلیده  لمر او ګـــرمۍ کې

په باران کې ګټه نـــه وه نه یخنۍ کې

بوډۍ مشره لــور تاجر ته په نکاح کړه

دخپل  لـــور په جدایی یې هــم ژړا کړه

تقدیر ګوره دویم ځوم هم دوکاندار شو

وړه لور هم شوه واده بخت یې بیدار شو

د دویم ځـوم  د چتریو کـــار وبــار وه

وریځ , باران کې د چترۍ ډیر خریدار وه

دواړه لوڼې د  میړو په کـــور واده شوې

بخت یې ښه شو هر یوه په خپل کاله شوې

دا ځومان هـــم با ادبه ښه ځــوانان وه

د خپل خواښې دې حالت ته پریشان وه

خواښې هــم وه په  ځومانو ډیر زهیره

د دوئ کار ددوئ روزګـار ته وه دلګیره

بوډۍ تل بارانی ورځ کــې په ژړا وه

د تاجر ځــوم مزدوری ته یې سودا وه

ویل : باران دی عجیبه غوندې حساب دی

دې هوا کې مې  د ځوم بازار خراب دی

چې به کله وه سور لمر هم په ژړا وه

دچترۍ والا خپل ځوم ته یې سودا وه

*******

تیریدل  میاشتې ، ایـــام  پدې  ناساز

چې خبر شول ټول ماحول بــوډۍ له راز

یوهوښیار سړی دې ښار کې راپیدا شو

د بوډۍ له دې پټ راز  ځینې اګــاه شو

 پوه سړی او څو سپین ګیری وسیله شول

ټول یو ځای ددې بوډۍ کــره میلمه شول

هوښیار  وکــړ د بوډۍ نـه دا پوښتنه

څـــه علت دی د ژړا, تل یې غمجنه ؟

بوډی وویل :  زه غمخور یـــم د ځومانو

د خفګان وجـــه مــې دا ده ای مشرانــو

په باران کې مې یو ځوم  ته په سودا یم

چې سور لمر وی  هغه بل ته په ژړا یم

لمر په ورځ کې چترۍ ګانې نه خرڅیږی

وریځ ، باران کې مکرونی نـــه وچیږی

دا علت دی چې همیش زه په خفګان  یم

خپل ځومانوته د ښه ژوند په ارمان یم

*******

دا هوښیار سړی بوډۍ تـــه رهنما شو

په ځواب کې ورتــه داسې شان ګویا شو

 ویل : چې کله اسمان وریځ وی او باران دی

شه خوشاله چـــې  چتریو کار روان دی

پدې ورځ  دې دا ځوم ښې  پیسې ګټی

شه خوشاله چې خدای  رزق ورسوی

په کوم ورځ چې رڼایی ده ښکلی لمر دی

بیا  د مشر ځوم روزګار دې  برابر دی

په هر حال کې خوشالی ستا په نصیب ده

 شکر باسه خدای پاک هر چاته قریب ده

ښځې واورید  پوه ، عالم د خـــولې بیان

توبه ګار شوه و لـوی خدای تــه هغه ان

د ژوندون د خوښی راز نه با خبر شوه

شوه خوشاله نور ژړا نه لاس په سر شوه

******

دا ژوندون پــه هر منوال باندې تیریږی

پوه انسان ددی هستۍ پــه رمز پوهیږی

زموږ ژوند یــو ازمایش یــو امتحان دی

هرمشکل په علم او پوهې ډیر اسان دی

…………

سمیع الدین  افغانی

۲۹۱۲۲۰۱۴

م۰ کال

 

 

یک پاسخ به “یو پوه تعبیر”

  1. admin گفت:

    جناب افغانی عزیز ، بازهم مانند همیشه سروده زیبا وعالیست. زنده وسلامت باشید. مهدی بشیر – ملبورن – آسترالیا

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما