۲۴ ساعت

25 دسامبر
۱ دیدگاه

د شهید د مور اواز

تاریخ نشر پنجشنبه چهارم جدی ۱۳۹۳ – ۲۵ دسامبر  ۲۰۱۴ ملبورن – آسترالیا

محترم سمیع الدین افغانی

محترم سمیع الدین افغانی

کسی را مفتی ما کلید جنت بخشد

به قصد طفلکی از دامن مادر دزدند

شباب 

د شهید د مور اواز 

سمیع الدین افغانی

۲۴۱۲۲۰۱۴م ۰ کال

زمـــا نیاز بین د زړګـــی سره ځویه

ای ډیــر سپیڅلی پاک مظهره ځویه 

ستا شهید پـــلارد ستا پــه تمـــه لاړو

له ډیـــر ناچـــار لـه درد اوغمه لاړو 

ته شوې د کـــور د ازوقـــې زمه وار

د پلار په شان زموږ دلسوز خدمتګار 

ستا په زحمت کې موږ ماړه ووپه نس

ستا په محنت کې محتاج نه وو دکس 

ته افتخار ته مـــو غــرور وی دکور

ته مو ښادی ته مو سرور وې دکور 

په تا بسیا  وه واړه ورونـــه دستا

ځویکی او لــور د باغ ګلونه دستا 

خورکۍ دې ډیـــره وه په تا زهیره

محتاجه نه وه نه د چـــا مجبوره 

خو تـــه ناچار وې دافغان بچی وی

ددې مــاحول ددې زمـــان بچی وې 

ته وې مجبورد کورمحتاج پوره کړې

د وروراو خور دتعلیم باج پوره کړې 

مورته دارو کـــورته سودا راوړې

زموږ تیارو تـــه سپین سبا راوړې 

 ته هیڅ خبرله خپله ځـــانه نـــه وې

د خپل غـــمیزې له داستانه نه وې 

چې درته څنګ کې ځانمرګی ولاړ وه

یو ډیر بې رحمه غلچکی ولاړوه 

ته یې شهید کړې ستا ملګری شهید

دستا په شان یې ډیر سپیڅلی شهید 

اوس دې خواخوږی ټول په ویرناست دی

ستا په ماتم  پـــه زړه دلګیر ناست دی 

زموږ پـــه کور اوس  کـــربلا جوړه ده

هر خوا ته ویـــر دی واویلا جوړه ده 

ټول ولسونـــه مـــو پـــه غـــم ژړیږی

د خپل خـــواخـــوږو پـــه ماتم ژړیږی 

څوک مو په یو نوم څوک په بل وژنی

څوک دی پردی او څوک مو خپل وژنی

************

ربه تبا کړې فـــرعـــونی زور واکان

 زموږ د عـــزت دا تـــاریخی دښمنان 

 مونږه په خپل کې کلی کور کړې ربه

 ته مونورخلاص له ظلم زورکړې ربه 

چې موږ په خپلو کې یو لاس شو سره

ټینګ افغانی عزم  ،احساس شو سره

————————-

سمیع الدین افغانی

۲۴۱۲۲۰۱۴

م ۰ کال

 

یک پاسخ به “د شهید د مور اواز”

  1. admin گفت:

    محترم جناب آقای سمیع جان افغانی ، تشکر از سروده زیبا و با احساس تان و همیشه زنده و سلامت باشید. مهدی بشیر – ملبورن – آسترالیا

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما