۲۴ ساعت

08 اکتبر
۱ دیدگاه

لا به تر څو؟

تاریخ  نشرچهارشنبه  هشتم  اکتوبر ٢٠١۴ هالند

محترم سمیع الدین افغانی

محترم سمیع الدین افغانی

 لا به تر څو؟

سمیع الدین افغانی

٨ – ١٠ – ٢٠١۴

چې موهم وژنې هم ارمان ته مو په سپکه ګورې

 د عزمتونو لوی جهان ته مو په سپکه ګورې

زموږ په مالت اغیاره ستا د تریو تندی اثردی

 ته هست او بود عصر،زمان ته مو په سپکه ګورې

موږ په زړګو قوی احساس د پاکې مینې روزو

 ته څله ویاړ د هر افغان ته مو په سپکه ګورې

زموږ د هیلو ، ارمانونو به سحر مالوم شی

رقیبه ته د ژوند داستان ته مو په سپکه ګورې

اوس مو احساس اود زړه درد سره قلم شریک دی

ته دا وطن جنت نشان ته مو په سپکه ګورې

دلته انګریز،چنګیز او سره په  ندامت وتلی

لوړ ارادو قوی  ایمان ته مو په سپکه ګورې

————–

سمیع الدین افغانی

٨ – ١٠ – ٢٠١۴

م ٠ کال

 

یک پاسخ به “لا به تر څو؟”

  1. admin گفت:

    جناب سمیع جان افغانی ، بازهم سروده زیبا و مملو از احساس است. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما