۲۴ ساعت

23 سپتامبر
۲دیدگاه

یو دلسوز متفکر

تاریخ  نشر سه شنبه ۲۳ سپتامبر ٢٠١۴ هالند

محترم سمیع الدین افغانی

محترم سمیع الدین افغانی

یو دلسوز متفکر

سمیع الدین افغانی

خپل اولاد سړی ته ګران دی ترهرچا

دا احساس شته هر انسان کې د دونیا

که هر څومره تنګ فرصت ددې هستی وی

د اولاد په نیکمرغۍ کې  خوشالی وی

څوک چې وس یی شته توان لری په زړه کې

د اولاد نیکمرغی غواړی ژوندانه کې

——

یو کیسه د یو ماشوم ده مشهوره

یادول یې په دا وخت ګنم ضروره

کوم ماشوم په سرد دوه ښځوجګړه شوه

یو جالبه  عجیبه شانتې کیسه شوه

یوې ښځې  ویل : دا زما پسر دی

بلې  ویلې  نه  زما د زړګی سر دی

دواړوجوړه کړه دعوا پدې ماشوم

حقیقت هڅ چاته نه وو ور معلوم

هوښیار خلک مشران شولو حیران

دې حالت ته پریشان ول هغه ان

که هر څومره قضاوت خلکو پرې وکړ

د ماشوم اصلی والد یې پیدا نکړ

پس له ډیرسوال او ځواب او مرکو

په رښتا ددغه راز څوک نشول پوه

خلکو ورکه کړه انصاف لورته خپل لار

ویل: چې خدای مکړه چې نه شو ګناه ګار

اصلی مور ددې ماشوم څنګه پیدا کړو

 په انصاف سره حاصل د خدای رضا کړو

دوئ په مینځ کې یو هوښیار سړی پیدا شو

دې مشرانو ته پدې ژبه ګویا شو

ویل: چې لاړ به شو قاضا او شریعت ته

 اسلامی حقیقی حکم قضاوت ته

چې قاضی کومه فتوا کړله صادره

موږ به وګڼو فتوا د قاضی غوره

خلک راغله ټول حاضر شول محکمې ته

د قاضی فتوا، انصاف او فیصلې ته

    قاضی وکړه تحقیقات د دواړو خوا

ویل: رښتینې پاک انسان وایې رښتیا

راته ووایئ: اصلی ماشوم د چا دی

دروغ ویل هر مسلمان ته نا روا دی

 دواړو ښځې وې قایم پدې بیان

زما ځوی دی زما روح دی زما ځان

پس له ډیرو معلوماتو او پښتنو

دواړو ښځو په یو شان  څرګندونو

چې قاضی شولو عاجز لدغه راز

داسې حکم یې صادر کړه دې بې نیاز

ویل: چې راولئ جلاد او لویه توره

دا هلک به نیمایې کړو له مجبوره

په بل شکل دوئ هرګز نه سلا کیږی

نیم بدن به هریو ښځې ته رسیږی

یوې وویل:چې قبوله مې فتوا ده

دقاضې دا فیصله زما رضا ده

څه چې حکم کړی قاضی زه یې منم

ددې طفل نیم بدن زه قبلوم

کوم ساعت چې د قاضی خلاص شو بیان

اصلی مور یی  په ژړا شوه هغه ان

وارخطا په نارو سر په واویلا شوه

 په دیر عذر بلې ښځې ته سلا شوه

ویل: قاضی صیب زه یم تیر دخپل پسر

ورتسلیم یې کړه ژوندی مې د زړه سر

سم ژوندی یې دغه ښځې ته تسلیم کړئ

هسې نه چې تن جدا ددې معصوم کړئ

قاضی پوه شو چې اصلی اولاد د چا دی

کومې ښځې دا ماشوم وړی په غلا دی

سم دستی یې بیا فتوا کړله صادر

هغه دم هغه ساعت دې پوخ ماهر

ویل اصلی مور یې هغه ده چې ډیر ژاړی

د اولاد خپل سلامت او ژوندون غواړی

وهمدې ته یې تسلیم کړئ دا یې مور ده

هغه بله چې نیم غواړی مخ یې تور ده

هڅ مور نه غواړی اولاد یې نیمایې شی

د اولاد په مرګ به کله څوک راضی شی

بیا هلک یې کړ تسلیم اصلی خپل مورته

دعوه ګیره ښځه یې بوتله د بند لور ته

هوښاری ددې قاضی ته ټول حیران شول

ټول مشکور په عدالت د پاک سبحان شول

 نن زموږپه ګران هیواد کې داسې کیږی

څوک یې ویشی په قومو څوک پرې زوریږی

نن موهر افغان که هر ځای کی اوسیږی

د پردو په دسایسو ښه پوهیږی

اتحاد او ورورګلوۍ ته هوسیږو

موږ ټول عمر یو او بل ته  خوشالیږو

که نابود شې د دښمن شوم پلانونه

بیا به هله شی یو موټی ولسونه

ددې خاورې دښمنان ربه رسوا کړې

یو دلسوزه مدبر زموږ پیشوا کړې

————————–

سمیع الدین افغانی

٢٢٩٢٠١۴

م٠ کال

 

۲ پاسخ به “یو دلسوز متفکر”

  1. admin گفت:

    درود به جناب سمیع جان افغانی ، سروده زیبا و مملو از احساس است. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. mamnon shoma akay mehdi gran kadr

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما