۲۴ ساعت

28 جولای
۱ دیدگاه

د کوچنی اختر د مبارکۍ پیغام

تاریخ نشردوشنبه ۲۸ جولای ۲۰۱۴ هالند

د کوچنی اختر د مبارکۍ پیغام

د وطن د ترقۍ ملی ګوند

د ۲۰۱۴ زیږیدیز کال د جولای د میاشتې ۲۷ مه نېټه

د روژې مبارکه میاشت چې د طاعتونو اوعبادتونو ځانګړې میاشت ده، پای ته ورسیده او د کوچنی اختر مبارکه میاشت راغله. د وطن د ترقۍ ملی ګوند د نړۍ ټولو مسلمانانو، د افغانستان نجیبو خلکو او همدا راز د ګوند ټولو غړو ته د کوچنی اختر مبارکی وړاندې کوی، لوی خدای (ج) دې د ټولو مسلمانانو روژې، طاعتونه او عبادتونه قبول او د اختر  په نیکمرغو ورځو کې امن، روغتیا او خوشحالی ور په برخه کړی.

سږ کال د نړۍ مسلمانان کوچنۍ اختر په داسې شرایطوکې نمانځی چې د ځمکې د کرې په ګوټ ګوټ او په تیره بیا په فلسطین، افغانستان، عراق، سوریه ، مصر او نورو اسلامی هیوادونو کې د جګړو او ناآرامۍ څپې خپرې دی. زموږ په ګران هیواد افغانستان کې لا تر اوسه د جوزا د میاشتې د انتخاباتو آخری پایلې نه دی څرګندې او ولسونه له تشویش او د هیواد پر راتلونکو له بې باورۍ سره مخامخ دی. د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د جګړې، ترور، مرګ او ژوبلو لمنه ورځ تر بلې پراخیږی.

زموږ پر ګران هیواد افغانستان کې چې د سیاسی نامعلوم وضعیت له کبله خلک اندیښمن دی او د روژې په مبارکه میاشت کې هم د پخوا په شان د جګړې، مرګ او ژوبلې څپه روانه پاتې شوه، له ورایه څرګنده ده چې د افغانستان میړنی ولس ته دا حالت د زغم وړ نه دی او د حالاتو د مثبت بدلون غوښتونکی دی؛ هغه بدلون چې د هیواد د تیرو کلونو دموکراتیکی لاسته راوړنې وساتی، د هیواد پر هر کونج کې سوله او امنیت تأمین او قانون له استثنا پرته پر ټولو اوسیدونکو یوشان تطبیق شی. د وطن د ترقۍ ملی ګوند چې په هیواد کې د سولې، ملی یووالی او ټولنیز عدالت په خاطر نه ستړې کیدونکې مبارزه کوی، پر ټولو وطنوالو او سیاسی او ټولنیزو ګوندونو، سازمانونو او فعالینو یو ځل بیاغږ کوی چې د ګډو هدفونو د ترلاسه کولو له پاره د عمل د یووالی لارې چارې په دقت وسنجوی او زر تر زره د وخت له ضیاع پرته په دې لار کې اغیزمن او ګټور ګامونه پورته کړی، تر څو چې وطنوال مو  په راتلونکی کې خوشحاله او نیکمرغه اخترونه ولرلای شی.

اختر د ټولو بختور!

د وطن د ترقۍ ملی ګوند
د زده کړو او فرهنګی چاروکمیسیون

د ۲۰۱۴ زیږیدیز کال د جولای د میاشتې ۲۷ مه نېټه

 

یک پاسخ به “د کوچنی اختر د مبارکۍ پیغام”

  1. admin گفت:

    دکوچنی اختر مو تولو مسلمانو هموطنانو ته مبارک ښه . بریالی اوسی. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما