۲۴ ساعت

18 جولای
۱ دیدگاه

پــرېــکــړه لــیـــک

تاریخ نشر جمعه ۱۸ جولای  ۲۰۱۴ هالند

د لوی اوسپېڅلی توانا خدای په نامه

پــرېــکــړه لــیـــک

نیټه:۱۳/۰۷/۲۰۱۴ م (۲۲ چنګاښ ۱۳۹۳ هـ.ق)، لندن – انګلستان

نن د ۱۳۹۳ هـ ش، کال د یکشنبې ورځ د چنګاښ دویشتمه نیټه په برېتانیه – لندن کې دیوشمېر مدنی ټولنواستازو، علماؤ، قومی مشرانو، کارپوهانو، جهادی قوماندانانو او د ځوانانو د ټولنو استازو یوه تاریخی او پرتمینه غونډه وکړه. غونډه  د قرآن پاک  د څو آیاتونو په تلاوت پېل شوه او بیا د اجندا سره سم د ګران هېواد افغانستان په سیاسی حالاتو او په خاص ډول د ټاکنو د ملی پروسې په بهیر کې د ځینو داخلی اوبهرنیو کړیو او افرادو په لاس وهنه او دسایسو د جوړولو او غیر قانونی اقداماتو او ګواښونو په اړه  یو شمېر ګډون کوونکو،  کارپوهانو او د مدنی ټولنو استازو علمی او تحلیلی ویناوې وکړې او خپل لیدلوری یې په مستندو شواهدو حاضرینو ته وړاندې کړل. د غونډې په پای کې د ویناوالو د دریځونو پر بنسټ او د ګډون کوونکو مدنی ټولنولخوا یو  پرېکړه لیک تسوید او د رأیو په اتفاق تصویب شو.

د غونډې ګډونوالو د ټولو ملی او دولتی ادارو او نړیوالو دوستانو او په افغانستان کې د دې ملی پروسې مرسته کوونکو څخه په جدی توګه هیله وکړه، چې د دې پرېکړه لیک محتوی په نظر کې ونیسی او مراعات یې کړی.

۱.      د نېکه مرغه د امرېکې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی جان کیری په منځګړتوب ظاهراً دواړه ټاکنیز ټیمونه پرون د شنبې په ورځ (۱۲/۰۷/۲۰۱۴م نیټې) سره توافق ته ورسیدل. مونږ دا توافق د ایجاد شوی حالاتو او کړکیچونو په وجود کې یو نیک فال ګڼو خو بیا هم د ټاکنو د مستقل کمیسیون او د شکایاتو د اورېدلو کمیسیون باید ټول درج شوی شکایات په عادلانه توګه وڅېړی، ناپاکې رائی د پاکو رایو څخه بېلې او باطلې اعلان کړی او د انتخاباتونتایج د ترتیب شوی او اعلان شوی زمانی جدول مطابق اعلان کړی او په نتیجه کې  سیاسی واک نوی منتخب رئیس جمهور ته په سوله ایز ډول انتقال کړی.

۲.​د دواړو انتخاباتی ټیمونو او پلویانوڅخه یې، جدی غوښتنه کوو چې د هېواد د نافذه قوانینو ته احترام وساتی او مراعات یې وکړی او د انتخاباتو د دواړو کمیسیونونو سره هر اړخېزه همکاری وکړی چې خپل کار او وظایف په شفافه توګه د قانون سره سم په احسنه توګه سرته ورسوی اونهایی پایلی اعلان کړی.

۳.​د نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د ټولو نړیوالو دوستانو او په خاص ډول د امریکا متحده ایالاتو څخه هیله او غوښتنه لرو چې د افغانستان ملی واکمنی، ځمکنی بشپړتیا، قوانینو او نورمونو ته احترام وساتی او د ټولو ملی او دولتی  اورګانونو سره خپله هراړخېزه مرسته جاری وساتی ترڅو د ټاکنو  ملی پروسه، چې په واقعیت کې د زرګونو افغانانو د سر په قیمت او وینو په تویدلو تمامه شوې ده، په بریالیتوب سره سرته ورسېږی او په دیموکراسۍ د ولسونو باور نور هم لا زیات شی.

۴.​مونږ د افغان د غیور ولس د پاکو رایو په نتیجه کې د یو قوی، مرکزی، با ثباته منتخب ملی حکومت غوښتونکی یو او د ائتلافی یا مؤقتی حکومت د رامنځ ته کولو دپاره هر ډول فشارونه او تحمیلی هڅی ردوو.

۵.​مونږ د انتخاباتو د ملی پروسې په دوران کې، او په خاص ډول د وروستیو ورځو ټول غیرمدنی حرکتونه، ګواښونه، زورواکی، فشارونه، سیاسی لجوجیت، قومی او سیاسی را پارونکی ویناوې په کلکه غندو او د ولسواکۍ د اصولو او نورمونو خلاف ئی ګڼو.همدارنګه مونږ په لندن کې د یوڅو تنومتعصبو پردی پالو افرادو د چهارشنبې د رځې (۰۹/۰۷/۲۰۱۴)لاریون غندو او د ملی ګټو او نورمونو ضد عمل یې ګڼو او دا په ډاګه کوو چې دوی په هیڅ ډول د افغانانو استازیتوب نه شی کولای. په پای کې مونږ د ټولوسیاسی ګوندونواو ټولنو او په خاص ډول د انتخاباتی تیمونو څخه په درنښت هیله او غوښتنه کوو چې د قوانینو په رڼا کې د دیموکراسۍ ټولو اصولو اونورمونو ته غاړه کېږدی او مراعات ئې کړی او د انتخاباتو پایلې په ورین تندی ومنی اود اعلان په صورت کې سمدلاسه باید بایلونکې کاندید ګټونکی کاندید ته مبارکی ووائی ترڅو نوی نسل ته یو مدنی کلتور په میراث پرېږدی او په دې توګه د وطن او خلکو منافع او مصالح لوړې وګڼل شی.

د یو پیاوړی، مرکزی، باثباته او سوکاله افغانستان په هیله

په درناوی

په برتانیه کې د مدنی ټولنو او افغانانوله خوا

لندن، ۱۳/۰۷/۲۰۱۴

Contact Address: پـتـه

Th SOAR  in the UK

West Acton Community Centre

Churchill Gardens

London W3 0JN

United Kingdom

Tel: 0208 993 2129, 0208 993 8168, 07950027362

 

یک پاسخ به “پــرېــکــړه لــیـــک”

  1. admin گفت:

    دوستان محترم اشتراکننده گان و صادر کننده قطعنامه لندن در مورد انتخابات اخیر افغانستان سلام و عرض ادب . طوریکه در قطعنامه تان دیده میشود ، امضاء کننده گان محترم از داخل کشوربی خبر اند و در لندن آرام و خوش زندگی میکنند و اطلاع ندارند که در کشور چی میگذشت و هردقیقه امکان زد و خورد بین دو کاندید متقلب وجود داشت که با امدن بادار آنها از امریکا اوضاع کمی بهتر شد واز این جنجال ها کرزی نفع میبرد . اینها هم از کرزی فرقی ندارند و همان دزد های که قبلا بودند باز هم هستند چون این را امریکا میخواهد . و هر تصمیمی که گرفته شده از طرف امریکا گرفته شده نه از طرف متقلبین.لطفا سر تان را به درد نیاورید و دعا کنید که این دزد ها و جنیتکاران هر چی زود تر نیست و نابود شوند و یک دولت واحد و مردمی روی کار آید. به امید یک صلح سراسری در کشور واحد ما افغانستان. موفق و سلامت باشید . مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما