۲۴ ساعت

11 جولای
بدون دیدگاه

دامریکا نړیواله خپلسری

تاریخ نشر جمعه یازدهم جولای  ۲۰۱۴ هالند

دامریکا نړیواله خپلسری

  منصوراحمد زی  : المان

۱۰ / ۷ / ۲۰۱۴

دامریکی استخبارات دنړی په بیلا بیلو هیوادو نو کی وګړی په تیره افغا نستان  ، پاکستان ، کویت  ، سعودی  ، عراق ، لیبیا  او دنړی نورو هیوادونو کی  دتروریزم تر نامه لاندی نیسی ګوانتنا مو او یا هم دشکنجه کو لو په خا طر پولند رومانیا او ځینی نورو هیوادونو کی چه پټ زندا نونه او د شکنجی ځایونه لری انتقالوی۰ 

دامریکی دنیو یارک تجارتی مرکز له پیښی( معما ) وروسته یو ځل بیا دامریکی چاقو لاستی پیدا کړپه ډیرو هیوادونو یی بریدونه او اشغال کړل مثال  دافغانستان نیواک  ته دامنیتی تړون تر نا مه لاندی ادامه ورکوی   عراق کی چه ورسره تړون لاس لایک نکړ نو ر پدی وختو کی بله لوبه دعراق او شام اسلامی دولت تر نامه لاندی د خپلو ګو ډا ګیانو پلاس پیل کړی دی چه امکان لری  دا لوګی تر ایران ور سیږی۰

دامریکی داستخباراتو کارکونکی سنودن چه له هیواده په تیښته بریالی شو او نن په رو سیه کی میشت دی د ځان سر ه دامریکی ډیر خوندی رازونه بهر چه امریکی ته یی له سیاسی  اقتصادی او استخبارتی پلو ه دروند ګذار ورکړ اوس دامریکی لپاره ډیره ګرانه دی چه جبران یی کړی ځکه په نړیواله کچه یی باور دلاسه ورکړ ۰

  دامریکی استخباراتی اداری دخپلو نږدی ارو پایی متحدینو هیوادو دمشرانو او ګړو تیلفونی خبری اوریدی لکه دالمان صدراعظمی انګیلا مرکل تیلفونی خبری اوریدلی  کله چه سنودن دا خبره بر بنډه کړه دالمان مر بو طه ادارو اقدام وکړ مګر امریکایی چارواکو پدی اړه ور سره همکاری نه کوله۰

 نن یو ځل بیا  دامریکی استخباراتی شبکه رسو ا او برپنډه شوه چه پدی اړه دالمان ولسمشر  یوآخیم ګاوک اعلان وکړ، چې که چېرې د واشنګټن په ګټه د المان د استخباراتو د کارکوونکی د جاسوسۍ خبره ریښتونی شی، نو امریکا متحدو ایالتونو ته به کلک ځواب ورکړی. خو کارپوهان په دې تړاو شک لری، چې برلین به تر ګواښوونکو خبرو وړاندې ګامونه پورته کړی ۰

امریکا دنړی ګوټ ګوت کی دروسی وګړونیول هم تر مختلفونومونو لاندی پیل کړیدی لکه روسی سودا ګر ویکتور بو ت ( ۲۰۰۸ ) کال د تایلند پلا زمینه بنکاک یوه هوټل کی ونیوه  بی د تایلند  له رسمی موافقی  دامریکی په وړاندی  په تو طیی تورن  او په ( ۲۷ ) کاله بند یی محکوم کړ۰

ویکتور بوت دپنجشیرمړه قوماندان احمد شاه مسعود سره ډیری نږدی اړیکی در لودی  ډیر وخت پنجشیر کی ورسره اوسیده تر دی چه  روسی وسلی یی ورته رسولی او دافغانستان مار کو پولو کمیا به غر څو ښکار به یی په ګډه کاوه۰

     لدی نا خوالو څخه داسی ښکاری چه امریکا پر خپل ستر پوځی  او اقتصادی قدرت نازیږی  ، دکړنو په وړاندی  یی څوک غبرګون نشی ښودلای ،  امریکا ځانته ددی اجازه ورکوی چه دنړی پر نورو هیوادو نو بند یزونه ولګوی  ،  تر نن دنړیوالی ټولنی له لوری دامریکا په وړاندی کوم بندیزونه ندی لګول شوی لدی امله هم ا مریکا ته دخپلسری جرات ورکوی او داسی انګیری چه نړی کی هیڅوک ددوی مخه نشی نیولی او دو ی په نړی کی یوازینی زبر ځواک دی  او خپلو شومو کړنو ته پلمی لټوی۰

 دامریکی زمامداران دا چه نړیوالو او صولوته ژمن پاته شوی ندی  د ملل متحد حریم او او صولو ته یی هم سپکاوی اوتر پښو لاندی کړی لکه کوم لاسوندونه چه ملل متحد دعراق څخه د صدام حسین  په وخت کی غو ښتی وه وسپارل مخکی لدی چه دملل متحد چارواکی یی وګور ی امریکایی چارواکو اسناد تر لاسه ا و کا پی کړی وه  ۰  

څرنګه چه امریکا نن دیوه قطبی نړی په نظر دی  دا نظریه به نور ډیر عمر ونلری او یا به هم دی نظریی ته د پای ټکی کیښول شوی وی ځکه قدرت له غرب څخه  شرق اسیا ته دانتقال په حال کی دی او یا هم که ووایو چه دا مریکی خیال (دیو یشتمی پیړی امپرا طوری جوړول ) ته به نور د پای کیښودل شوی وی چه ښه مثال یی هم درو سی او چین له اقتصا دی او پو ځی پلوه  ډیر نږدیوالی او دکریمیا ټاپونیول درو سی له لوری  او یاهم  د پاکستان ګوادر بندر کی چین ځای پر ځای کیدل دامریکاارزو نه وه ۰

دبل لوری دامریکی پورونه (۱۸) تریلیونه ډالرو ته نږدی کزی او په پورونو سره ا مپرا طوری جوړول  او یا هم بی حسابه ډالر چاپول او دنړی بازارونو ته استول د سر خوګی سبب شویدی۰

  دسر لوړی  ، یو موټی  او ودان افغانستان په هیله ۰ مننه

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما