۲۴ ساعت

23 می
۱ دیدگاه

پښتون مین

تاریخ نشر جمعه ۲۳ می ۲۰۱۴ هالند

محترم احمد جاوید جلالی

محترم احمد جاوید جلالی

پښتون مین

احمد جاوید جلالی

زمـــــا ګناه خطا څه وه پرته ستا له مینی نه

هر څــــه می منلی وو پرته ستا له کینی نه

ولی دی ز پریښودم، زما مینه رښتیا نه وه؟

یا کــه ستا باور نه وو یا هم ستا رضا نه وه؟

زمـــــــــا نړی ودانه وه کله چی خندل به تا

هر ځــــــــه به آسانه وو کله چی کتل به تا

ستا د مینی لاره کښی هر څه می منلی وو

سر او مال نه تیر ومه هر څه می رټلی وو

ستا جفا تباه کړمه مرګ ته یی رضا کـړمه

آخــــــــری دیدن کوم بیا د مرګ دعا کړمه

زه که د ښیرا لاسونه ستا له غمه پورته کړم

بند په بند و سوځی، ستا ښکلا به اور ته کړم

ستــــــــــــا جفا سره سره تا ته زه دعا کوم

زه پښتــــــــــــون مین یمه ځکه تل وفا کوم

احمد جاوید جلالی

 

یک پاسخ به “پښتون مین”

  1. admin گفت:

    تشکر جلالی عزیز ، موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما