۲۴ ساعت

24 مارس
۱ دیدگاه

سپرلی سپرلی وطن

تاریخ نشر دوشنبه ۲۴ مارچ  ۲۰۱۴ م هالند

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی

سپرلی سپرلی وطن

 سمیع الدین افغانی

***

موسم دســرو ګلونـــو نو بهــــار مې را پــــه زړه شی

شیبې خــواږه وختـــونه د د لــــدار مې را په زړه شی

شعــــلې چې ېې دحسن او ښکلا هر لور خپرې وی

هغه ښکلې ساقی اوسپین رخسارمې راپه زړه شی

پرون چې وه پردیس نن ها خیــــالونه مې کوربه دی

ښایسته ښایسته باغونه ننګرهارمې راپه زړه شی

په مــــینه او اخلاص چې د هر لوری ورته درومی

جنډه دســــخی جان ښکلی مزار مې را په زړه شی

قندهار کلی بانډی او د میلو په جــــم او جوش کې

باغونه د انــــګورو ، ســــره انار مې را په زړه شی

غزنــــی کې هــــم پراته دی رسیــــدلــــی زیارتونه

د خوږ وطن تاریــــخ او افتخار مې راپه زړه شی

پامیر پــــه جګه غاړه د اسیا یوهسک غروردی

سپن غر لمنې سرې شی لاله زار مې را په زړه شی

علــــما هـم د وطـــن زمــــوږ د پوهــــې پسرلې دی

هرات کې عالم پوه خواجه انصارمې را په زړه شې

بادغیــــس پـــه وچـــو دښتو او د للمو په تــــپو کې

هغه لوی لوی ځنګلونه پسته زار مې راپه زړه شی

بانــــډی هــــا کلا ګــــانې پــــه دره د الیشنګ کې

تګاب ، نجراب راواخله ګلبهار مې را په زړه شی

لغمان مو هم ډیر ښکلی طبیعت شی په سپرلی کې

ښایسته عمر زائی او الــینګار مې را په زړه شی

——–

سمیع الدین افغانی

 

یک پاسخ به “سپرلی سپرلی وطن”

  1. admin گفت:

    جناب افغانی عزیز بازهم مانند همیشه سروده زیبا و عالیست . زنده باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما