۲۴ ساعت

20 مارس
بدون دیدگاه

د نوی کال د مبارکۍ پیغام

به پیشواز سال نو  و نوروز باستانی ۱۳۹۳

تاریخ نشر پنجشنبه ۲۰ مارچ ۲۰۱۴ هالند

Lente

د نوی کال د مبارکۍ پیغام

د وطن د ترقۍ ملی ګوند رهبری د نوی ۱۳۹۳ لمریز هجری کال درارسیدوله امله په داخل اوخارج کی  ټولوهیواد والو، سیاسی فعالینو، مدنی ټولنو او د وطن د ترقۍ ملی ګوند ټولو مبارزو غړو ته مبارکی وړاندې کوی. خدای د وکړی چې دا کال د افغانستان له پاره د سولې د راتلو، امنیت د ټینګېدو، د جګړې د پای ته رسیدو او د ټولنیز پرمختګ او عدالت په لوری د زغردو ګامونو د اخیستلو کال وی.

۱۳۹۳ لمریز هجری کال زموږ د هیواد له پاره ځانګړی اهمیت لری. په هیواد کې د ولسمشرۍ او ولایتی شوراګانو له پاره انتخابات کیږی او د لومړی ځل له پاره د سیاسی ځواک د سوله ایز انتقال پروسه ازمویل کیږی. ددې ټولو بدلونونو په پایله کې زموږ ګران هیواد د سیاسی، اقتصادی او نظامی لحاظه پخپل ځان باندې د تکیه کېدو پر لور ګامونه پورته کوی. دا حالت له ټولو افغانانو غواړی چې په دې کال کې په را روانو پروسو کې فعاله ونډه واخلی او پرې نږدی چې د هیواد راتلونکی برخلیک د څو محدودو کسانو په لاس وټاکل شی او یوځل بیا ورته د کورنیو شخړو د رامنځته کولو، د ولس ترمنځ د نفاق د اچولو او ډول ډول دسیسو د جوړلو له لارې د شخصی ګټو د ترلاسه کولو له پاره موقع په لاس ورشی.

په هیواد کې روانه انتخاباتی پروسه د ټولو نیمګړتیاوو سره سره زموږ د ملت په راتلونکی حالت ستره اغیزه ښندی. له دې کبله د وطن د ترقۍ ملی ګوند له ټولو هیواد والو غواړی چې ددې پروسې په سمه پرمخ بیولو کې فعاله ونډه واخلی. د انتخاباتو په آزادۍ، سریت او شفافیت باندې ټینګار وکړی او له دولت څخه وغواړی چې د هیواد په هر ګوټ کې د رښتینو آزادو، عادلانه او رڼو انتخاباتو له پاره شرایط برابر کړی.

په افغانستان کې د سولې، ټولنیز عدالت او ملی یووالی د ټینګښت په هیله! 

د وطن د ترقۍ ملی ګوند

د فرهنګ او زده کړو کمیسیون

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما