۲۴ ساعت

14 مارس
بدون دیدگاه

زرګری جنګ که ریښتنی اختلاف؟

تاریخ نشر  جمعه  ۱۴ مارچ  ۲۰۱۴ هالند

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی

زرګری جنګ که ریښتنی اختلاف؟

(واشنګټن او حامد کرزی)

سمیع الدین افغانی

۱۲ / ۳ / ۲۰۱۴

درنو هیواد والو  

د امریکا د متحده ایالاتو او ناټو غړو هیوادنو د یوې لسیزې څخه زیات شتون زموږ په هیواد افغانستان کې هغه غمزپلی تاریخ دی کوم چې د امریکا متحده ایالاتو او د ناتو غړو هیوادونو دخپلو ستراتیژیکو موخو د پلی کیدوپه غرض زموږ هیواد دجګړې میدان ګرزولی او د جناب ح. کرزی اداره او عملاً نور ذیدخله کړیو په هیواد کې دننه ددغو کړنلارو اصلی ممد او همکارپاته شوی دی .

کله چې د بن په کنفرانس کې ح. کرزی قدرت ته ورسول شو نو په نړیواله کچه افغانستان ته د مرستې او دکرزی د حاکمیت د استحکام په مقصد په ملیاردو مادی او معنوی مرستې جاری وساتل شوې اوپه نړۍ واله کچه ور څخه ملاتړ و شو۰

دا چې دا مرستې څنګه او په کومو موخووکارول شوې اویا په کومو شخصی پانګو کې ذیرمه شوې دا هغه واقعتونه دی چې زموږ هیوادوال پرې پوره خبر دی او یادونه به یې پدې لنډ بحث کې ضروری نه وی۰

وروستې محاسبې او ارقام دا په جوته توګه ښکاره کوی چې د هردالر او پوند چې دافغانستان د خلکوپه  نامه مرسته او یا قرض ورکړل شوای دی یواځې ۱۵ نه تر ۲۰ سلنه کې په افغانستان کې مصرف شوی او باقی یا بیرته د افغانی مسؤولینو او په عمده ډول د هغوئ بهرنی همکاران جیبونو او بانکونو ته انتقال شوی دی .

 امریکایی شخصی کمپنی (سوپریم)، دکابل بانک، دتیل وارداتی کمپنی او په سلهاو غیر شفاف اوپه ناقانونه  توګه ورکړل شوی قراردادونه هغه بیلګې دی چې اوسه پورې افشاء او هیوادوال پرې خبر دی ۰

پدې لیکنه کې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو او د هغو د متحدینو د سیاستونو د پلی کونکو او نږدې مرستندویو اورګانونو څخه لمړی د جناب ح کرزی د ادارې په اړه یادونه دپام وړ ده کوم چې د خپل حاکمیت په ټوله موده کې یې په پوره توانمندۍ اوځواک ددې کړنلارو د عملی کیدو په مقصد زموږ هیواد د جګړې ډګر وګرزاوه اود میلنونو افغانانو د مرګ ژوبلې او بې ځای کیدو لامل اوسبب شوې ده .

اساسی پو ښتنه داده چې د ح. کرزی اداره د خپل د قدرت په ورستیو کې د یو داسې جهانی قدرتونوپه مقابل کې متضاده موضع ګیری به د هغه خپله مستقله اراده وی یا که مصلحتی او یا د عوامو په اصطلاح زر ګری جنګ؟

راځئ چې په لمړی سر کې پدې اړه د نړۍ میدیا او اطلاعاتی رسنیو ته یوه لنډه کتنه وکړو:

په دې ورستیو کې د با اعتباره نړیوالو رسنیو د دریځنو په اړه په زړه پورې مطالب تر سترګو کیږی چې یو څو اساسی ټکو ته یې د درنو لوستونکو پام را اړوم :

وال ستریټ ژورنال په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته په اشارې لیکی:

د ناټو دفاع وزیرانو د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په خپله غونډه کې خبرداری ورکړ چې که افغانستان امنیتی موافقه لاسلیک نه کړه نو دوی هم تیار دی چې له دې هیواده خپل ټول پوځیان وباسی۰

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې له لیکنې سره سم د ناټو سرمنشی په زغرده وویل:

که امنیتی تړون نه وی د ناټو پوځیان به هم له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې نه وی۰

پوښتنه

ایا د ناتو دفاع وزیرانو د خپلو هیوادونو د سیاستو او ګټو په نظر کې نیولو سره دا پریکړه کړې او که دواشنګټن سره د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس حامد کرزی د ستراتیژیک تړون نه لاسلیک یاد هیوادونه دې فیصلې ته اړ باستلی دی؟

آیا یاد هیوادونه د افغانستان دخلکو او دولت سره تړون او همکاری کوی یا که د جناب ح. کرزی سره؟

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه په عین حال کې افغانستان نه د ټولو پوځیانو د ایستلو خبرداری جدی بللی او ویلی یې دی چې د پنجشنبې په ورځ د امریکا دفاع وزیر چک هیګل او د ناټو د نورو غړیو هیوادونو دفاع وزیرانو هیله څرګنده کړه چې د دې تړون پلان جوړوونکی به د سږکال په پای کې له افغانستان څخه خپلو ټولو پوځیانو د ایستلو د احتمال لپاره ځانونه تیار کړی ‏»۰

که د ناټو تر سرپرستی لاندې د امریکا او د هغو د متحدینو د یوې لسیزې څخه زیات شتون په افغانستان کې د ناکام سیاست بنسټیز عواملو ته ذیر شو ، اساسی خبره داده چې دوئ په افغانستان کې د ډیرو نیمګړتیاوو سره مخ وه چئ د هغو د جملې څخه لاندې فکټورونه یې د یادولو وړ دی۰

لمړی د اکمالاتو په برخه کې :

دامریکامتحده ایالاتواو د افغانستان په مسله کې ذیدخله هیوادونو دمسلحو قواو اکمالات په ډیره لوړه بیه تمامیدل هغه اساسی ستونزه ده که چیرې پدې مصارفو د افغانی مسلحو قوتونو اکمال او روزنه او تجهیر ته پاملرنه شوای وای په کم مالی لګښت کیداې شول چې د تروریزم سره به په اصطلاح د مبارزې موثره او مطمین وریانت وایی۰

دویم د یو شمیر هیوادونو دوه مخې سیاستونه :

ترروریزم سره د مبارزې تر نامه هغه هیوادونو چئ د امریکا دمتحده ایالاتوڅخه کومې مالی مرستې تر لاسه کړل او یا یې تر لاسه کوی په حقیقت کې دا کمکونه نه تنها د تروریزم د له مینځه وړلو په موخه ترې استفاده ونه شوه بلکه د تروریزم د حمایې ، مسلح کیدو او استعمال په موخه مصرف ته رسیدلی او یا رسیږی چې ژوندی مثالونه یې په هغه وخت کې د جنرال حمید ګل تر مشری د ای اس ای د ادارې نژدې اړیکې د القاعده او نورو ترروریستې ډلو سره او همدا رنګه د القاعدې دمشر بن لادن مطمین هستوګن ځای په ایبټ اباد کې هغه ژوندی او انکار نه کیدونکی واقعتونه دی چې دنیا وال پرې پوره خبر دی او همدارنګه ددونیا په هر ګوټ کې چې کوم تروریستی عمل ترسره شوی او یا تر سره کیږی اصلی ریشه اومنشا یې دهمدې هیواد څخه سر چینه اخیستې ده۰

د امریکادمتحده ایالاتو او ناتو غړو هیوادنو پورتنیو او ډیرو نورو لاملونو په نظر کې نیولو سره غواړی چې په افغانستان کې خپل میشت مسلحو قوتونو د خروج ویش مهال ترتیب او خپل سربازان د افغانستان څخه وباسی۰

اوس د امریکادمتحده ایالاتو او ناتو غړو هیوادنو ته مناسب او ښه وریانت، ممکن عملی کار دادی چې د افغان مسلحو قوتونو سره لازمه مرسته وکړی ، هغوئ په نظامی لازمو اسلحو او تجهیزاتو سمبال او د هغوئ روزنې ته متناسبه پاملرنه وکړی ځکه چې د افغانستان مسلح قووتونه اوس دا توانمندی لری چې د خپلې خاورې او سرحداتو نه په میړانه دفاع وکړی او په منطقه کې به دیوی قوی او مجربې افغانی اردو په موجودیت کې په افغانستان او منطقه کې سوله او ثبات تامین شی ۰

بناء کومه موضع ګیرۍ چې نن سبا د جناب ح. کرِزی اداره په مخه بیا یی په ظاهره کې لفظی جنګ او په حقیقت کې هغه سنجول شوی تګلاری ته ورته دی کوم چې د کرزی د ادارې په موجودیت کې تر سره کیږی ۰

 

سمیع الدین افغانی

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما