۲۴ ساعت

10 مارس
بدون دیدگاه

ټاکنې – مناظرې او « ډیورنډ لاین »

تاریخ نشر دوشنبه  دهم   مارچ  ۲۰۱۴ هالند

دوکتور صلاح الدین سعیدی – سعید افغانی

دوکتور صلاح الدین سعیدی – سعید افغانی

ټاکنې – مناظرې او « ډیورنډ لاین »

دوکتور صلاح الدین سعیدی- سعیدافغانی 

۸ / ۳ / ۲۰۱۴

په افغانستان کې د ولایتی شوراګانو او ۹۳ کال د جمهوری ریاست لپاره  ټاکنې،  په قانونی او دیموکراتیک  ډول د سیاسی قدرت انتقال، ټاکنیزې مبارزې او  خلکو ته مراجعه او هغوی ته خپلې برنامې او عملی کړنلارې وړاندې کول او په دې ډول دکاندیدانو د نسخو او برنامو مشروعیت د خلکو نه ترلاسه کول د افغانستان په تاریخ کې ستر بری  او د ارزښت وړ مثبت بدلون ګڼم.

داچې دا شکلی مثبت تحول او نیک بدلون به په عمل کې په واقعی بڼه څومره تحقق و مومی، آیا دقانون تر حاکمیت لاندې، شفاف او سرتاسری وی هغه جوانب او دقضیې پورې اړ سوالونه  دی چې زمان او وخت به دهغه ځواب ووایی.

د انتخاباتی او ټاکنیزو مناظرو او د افغانستان د جمهوری ریاست د کاندیدانو د مناظرو او برنامو پرمحتوی ډېر خبرې د دقت او پام وړ دی. داچې دابرنامې شعاری بڼه لری، او لازم مسلکی، د سیاسی تقوی لرونکی کاری تیم،  منابع  اوعملی نسخې نه مطرح کوی او ډیرځلی په هر قیمت دعوامو د ترلاسه کولو هڅې دی، هیڅ شک او تردید نه لرم. دایو تعداد کاندیدان په تیرو۱۲ کلو چې په حاکمیت کې وو  ونکړای شو په عمل کې هغه څه چې په صلاحیت کې یې هم وو عملی کړی، کدری سیاسیت او نورې عملی کړنلارې یې دهغه وعدو خلاف دی چې اوس یې خلکو ته ورکوی، نو په یقین ویلای شو چې دا اوسنۍ وعدې به یې هم د تیر په شان عملی نه وی او دوطن مصالح او منافع به د قومی، سمتی، تعصبی، حزبی او سازمانی ګټو قربانې کړی. اما هره موضع، نسخه او کړنلاره  بیا هم دخلکو د انتخاب او ذره بین کې ترنظارت او کنترول لاندې ده او  که معیار همدانسخې شی نو بیا خلک به هغه ریښتنې او عملی برنامې او نسخې د سیاسی نسبی او مقایسوی سپیڅلتیا سره د پرګمتیک سیاسیت په غوره کولو چې د لږ بد په انتخاب به د ممکنو حالاتو په چوکات کې خپل تشخیص او خپل انتخاب به ولری.

د افغانستان د جمهوری ریاست د دریو کاندیدانو په وروستی مناظره کې چې د افغانستان د خارجی سیاسیت  او د « ډیورند لایـن» په هکله سوالونه  مطرح شول او د کاندیدانو نظریات او ځوابونه وړاندې شول ډیرمطالب د دقت، مباحثې او پام وړ دی خو زه غواړم په دې لیکنه کې د « ډیورند لایـن» په مسأله او د کاندیدانو په ځوابو لاندې اړین بحث او کتنه ستاسې سره شریکه کړم.

« ډیورند لایـن» لاین یوه تاریخی، ملی مسأله ده. نه موجود شرایط او نه په  نږدې کلونه کې مونږ به دافرصت ولرو چې په رسمی توګه دا مسأله مطرح او یوطرفه کړای شو. دا د اوس لپاره دا مسأله زمونږ اولویت هم  نه دی او په آینده کې هم د سرحدونه دایجاد پرځای د فرانسې او جرمنی ترمنځ د نړیوال دوم جهانی جنګ د همکاری مودل مونږته زیاته مرسته کولای شی.

خو په تأسف سره اوس اوس په تیرو ۴ لسیزو او په تیرو ۶۷ کلو  کې چې د پاکستان له موجودیته تیریږی  د پاکستان  اصلی ستابلشمنت (آی اس آی ) د « ډیورند لایـن» په ماهیت او اساس باندې د پوهیدو او د پاکستان د غیر مشروع والی د ماهیت په پوهیدو ددې لحاظه ځانته ستر د خطر موجودیت احساسوی او په همدې موخه هم پاکستان د خپل موجودیت په اوږدو کې د افغانستان په اړه د اوسنی پاکستان په داخل او بهر کې په ډیره بیرحمانه  او ظالمانه توګه د پښتنو او بلوڅ بر ضد برخورد کړای او کوی. د سولې خطر یې روزلای او دنړۍ سولې ته یې خطر ایجاد،  تمول، تقویت او صادر کړای دی.

پاکستان د « ډیورند لایـن» د مسألې او نورو مشخصو  برنامو لپاره لکه  لوی پاکستان او په سیمه کې د  تجارتی اهدافو لپاره به په هیڅ صورت راضی نه شی په افغانستان کې دې په ځان متکی، مشروع او قوی دولت منځ ته راشی. په پاکستان کې د  مجبورو افغانان د اجازې سره او یا داجازې نه پرته به دهغوی څخه د وسلې په توګه ګټه اخلی او داوسنی افغانستان په داخل کې به خپل پلویان (ستون پنجم) روزی او تمیلوی. قومی او سمتی تربګنیو ته لمن وهی او قومی او سمتی اقلیتونه به د شراو فساد لپاره هڅوی او د افغانستان په سیاسی نظام کې به هغه نظام ته کار کوی چې د پاکستان د استراتیژیکو اهدافو لپاره مرسته وکړای شی. دا تصادفی خبر نه ده چې پاکستان (دپاکستان جمهور رییس پرویز مشرف د خپل زعامت په وخت کې) کله هم د پښتنو حقوق د شمال ټلوالې لخوا د حق تلفی خبرې کوی او کله بیا هم د افغانستان د شمال برخې  افغانانو ته  دهغوی د حق تلفی او د پښتنو د تفوق اوظلم خبرې کوی. هماغه سیاسیت چې پاکستان په هند کې د هند مسلمانان د هند د حکومت په ضد لمسوی او بیا ښاغلی نواز شریف د پاکستان صدراعظم دافغانستان لپاره فدرالی نظام سپارښت کوی. 

به دې خاطر د تاریخی او حقوقی لحاظ په یقین ویلای شو چې:

« ډیورند لایـن»  یو غیر مشروع، خیالی، تحمیلی کرښه ده چې افغان ملت لخوا له هماغه اوله تردې دمه نه ده  منل شوې. دا خبر او عدم مننې یې په خپلو وینو د تاریخ په اوږدو کې ژوندی ساتلای دی. حتی دهغه نوم افغانانو خپل نه ګڼی او د « ډیورند لایـن» ورته وایی.  هغه وخت چې د هند ویش (۱۹۴۷ م ) کال کې عملی شو، نو پکار او ممکنه وه هغه مناطق د ویش ترعنوان او حساب لاندې راغلی وای  چې د هند په اداری خط کې شامل وه. د هند په اداری خط او حدودو کې هغه وخت د ګندمک د ګروی د ننګینی معاهدې پر بنسټ یواځې پیـښاور او د دیره جاتو بعضې سیمې د هند په اداری خط کې شاملې وې.

د ګندمک معاهده د یعقوب خان سره چې ۸ کاله یې دبالای حصار په سخت زندان کې تیرې کړی وې او خپل حواس یې هم له لاسه ورکړی وه د خوشې کیدو سرسم ګندمک ته د انګلیسانو لخوا  وغوښتل شو او په دې ډول د وقت استعماری انګلیس د یو شخص سره او یا هم یو هیواد سره چې خارجی سیاسی آزادی یې ورته به رسمیت هم نه پیژندله (افغانستان خپل استقلال په ۱۹۱۹م کال اعلان کړ.) په خارجی تفاهمنامه چې مونږ ورته د  ګندمک تفاهمنامه وایو، امضاء کړ چې د ګندمک سند یې بولی.  یعقوب خان بیا د انګلیسانو سره هند ته فراری  شو.

د « ډیورند لایـن» تفاهمنامه چې د ګندمک د ګروی (لـیـز) تفاهمنامې ادامه وه په داسې حال کې امضاء شوه چې:

د هند لپاره د استعماری انګلیس د خارجه چارو وزیر سرتیمار دیورند د خپل هیئت او په هند کې د جوړې شوې تفاهنامې سره کابل ته راغی او

دافغانستان په شرقی او هرات برخه کې د انګلیسی پوځی ځواکونه ځای پر ځای کړل شول. 

افغانستان خارجی سیاسیت کې استقلال نه درلوده او امیر عبدالرحمن خان ته انګلیسانو وویل: یا به داسند (« ډیورند لایـن» تفاهمنامه ) امضاء کوې او یا به جنګ ته تیاری نیسئ. ددې په څنګ کې ستاد تره زامن چې د تاج او تخت دعوی هم لری، حاضر دی دا تفاهمنامه امضاء کړی. له بلی خوا دامیر په ضد دهیواد په شمال کې قیامونو ته سازماندهی ورکړل شوه او وویل شول چې روسان د بدخشان په بعضې سیمو د ملکیت دعوی لری. ( آیا تاریخ تکراریږی؟)

په داسې شرایطوکې چې امیر عبدالرحمن خان په روسی او مرکزی آسیا مناطقو کې د یوولس کلن  تبعید نه را راستون شوای وه او د امیر شیرعلی خان او امیر دوست محمد خان تراژیک سرنوشت هم ورته مالوم وه او د کوزی پښتونخواد افغانستان  په بعضې سیمو کې نا آرامیو ته هم لمن وهل شوې وه دسرتیمار دیورند په آماده شوی سند چې یواځې په انګلیسی متن وه او امیر عبدالرحمن خان په انګلیسی هم نه پوهیده په یواځې ټوګه حتی د درباریانو له مشورې پرته دتهدید او فشار لاندې به مجهول شی او مجهول مطلب  امضاء کوی. (۱۹۹۳م). مجهول ددې لپاره چې د تفاهنامې محتوی به د دواړو خواوو د هیأت لخوا په ظرف دراتلونکو دریو کلو په اوږدو کې یعنی تر ۱۹۹۷ م کل پورې روښانه کیږی. هغه کار چې تر آخره بشپړ نه شو. دا کمیټې خپل کار تمام نه کړ او حد اقل په دریو مواردو کې امیر عبدالرحمن خان علناً اعتراض کړای چې دا هغه نقشه نه وه او نه ده چې سرتیمار دیورند ماته ښودلې وه. د افغانستان د خارجه چارو د پخوانی مأمور دخولې چې همدا اوس په امریکې کې اوسی د افغانستان  په خارجه وزارت کې تر څوکلو د  مخکې پورې هم د « ډیورند لایـن» د الحاقیه نقشې هغه نسخه موجوده وه کوم چې امیر عبدالرحمن خان پرې په سره قلم خپل ملاحظات، اضافات او تصحیحات کړی دی. په تأسف سره د بی بی سې رادیو تلویزیون لخوا د خلکو دغولونې لپاره ددې سند هغه کاپی ددې کال په اولو میاشتو کې داسې وښودل شوه چې ګویا نهایی سند دی. درحالیکه چې هغه سند دلته په لندن کې وجود لری چې د وقت د استعمار لخوا جوړ شوای او  بیا وروسته امیر عبدالرحمن خان ته د سرتیمار دیورند لخوا وړل شوای دی.  

دا سند یواځې د امیر او انګلیسی جانب د نفوذ ساحه تعینوله او امیر ته وعده ورکړل شوې وه چې هر کال به ددې سیمو مالیه ټولیږی او امیر ته (ددې ګروی خط ) د امضاء په مقابل کې د څه نورو امتیازاتو سره لکه د افغانستان د وسلو دتیریدو اجازه او …ورکول کیږی. امیر کولای شی « ډیورند لایـن» شرقی خواته پوځې عملیات وکړی خو شرط یې داوه چې انګلیسی جانب ته به د عملیاتو دمخه  معلومات ورکول کیږی او…. په ډیرو موارد کې د هغه جملې څخه د افغانې جانب د سلاح د حصول څخه مقابل لوری لمړی تخلف کوی. (آیا تاریخ تکراریږی؟)

ددې تفاهنمامې د امضا وروسته په کوزه پښتونخوا کې  په لسهاوو قیامونه او اعتراضات وشول چې په ډیر شدت او خونړۍ توګه وځپل شول. د بڼو د خلکو قیام او ظالمانه ټکونه  او دتاریخ په اوږدو کې داتفاهنامنه افغانانو ونه منله او نه منی.

یو ملت چې تاریخی یووالی لری سره جدا کول د انسانی لحاظه هم د منلو وړ نه دی.

ددې پروسې آخرینه  اوقانونی پای د افغانستان د اومې شورا فیصله ده چې دا او څلور متعلقه تفاهنامې یې ملغی اعلان کړې او په حقوقی لحاظ فسخ کړای شوې. او بله داچې به حقوقی لحاظ مجهول او فشار لاندې سند په خپل ذات کې باطل دی او بنا په  غیر مشروع سند باندې خپله باطله بناء ده او اعتبار نه لری.

ددې تاریخی، حقوقی او انسانی شواهدو پر بنا دا چې د « ډیورند لایـن» په هکله څه فکر کوئ په ځواب کې وویل شې چې دافغانستان د خلکو پورې مربوط او اړه لری، دقیق او درست ځواب نه دی.

باید په صراحت ووایم چې دا مسأله باید د حقوقو او تاریخی اسنادو او شواهدو په رڼا کې حل اول فصل شی. دا دافغانستان د خلکو د انتخاب او عدم انتخاب خبر نه ده او دا تأکید او ځواب په مناظرو کې دقیق  او موجه نه دی.

داچې د افغانستان خلک دې په دې برخه کې تصمیم ونیسی ددې په خاطر هم درسته خبر او دسوال ځواب نه دی  چې تاریخی اسناد او شواهد، حقوقی اسناد او شواهد شته چې متخصصین د فن یې د حقوقی اوتاریخی لحاظه، تصمیم نیولای شی او استدلال کولای شی او کوی.

هو که سوال داسې مطرح شی چې داخلک غواړی سره یو ځای ژوند وکړی او مشترک نظام او حاکمیت او یا څه ډول حاکمیت ولری؟

نو بیا هم دا ځواب درست نه دې چې د افغانستان د خلکو دتصیم پورې اړه لری. درست او کامل ځواب به داوی چې دا چې دا دافغانستان او دمربوطه سیمو د اوسیدونکو کار دی او تصمیم دهغوی پورې اړه لری.

حقوقی اصول او تاریخی اسناد، د خبرې منطق او اساس وایی چې د «ډیورند لایـن» د مشروعیت او عدم مشروعیت په هکله په لمړی مرحله کې حلول په کار دی. بیا به دوم پړاو کې  خلک شریکول او هغه هم د اوسنی افغانستان خلک او کوزی پښتونخوا، پښتنو او بلوڅو خلکو  د نظر او انتخاب حق ته احترام کول درسته خبر اوکامل ځواب دی.

له سره دمنلو وړ نه ده چې د پاکستان سره به  دخبرو په ادامه پاکستان دخپلو مصالحه نه تیر شی.

هغه کار د جناب حامد کرزی په ۱۳ کلن حکومت کې په ۲۲ رسمی سفرو کې ونه شو. داکار بیا هم کیدونکی نه وی او نه دی.  خپل ځان ته قوت ورکول، مشروع حاکمیت جوړول او نړیوالو سره د قوی متقابل منفعت اساس خپل خارجی سیاسیت د سرو خطو په کاږلو او پیژندول به اساس عیارول په کار دی.

زه په کلکه په دې باوریم چې زمونږ همسایګان او په خاص ډول پاکستان او نور خارجی منابع او هیوادونه به دهغه کاندید په ګټه به خپل امکانات په کار واچوی چې ددی کاندیدانو نه د خپلو منافعو او اهدافو دساتلو لپاره  همدا اوس او دمخه تعهدات واخلی.

په کار ده چې افغانستان د جمهوری ریاست کاندیدان دوطن او نړیوالو مربوطه مسایل ته مسلکی  او کار پوه متخصصین استخدام او په مسایل د فنی او مسلکی نظر داخیستو او تر لاسه کولولو وروسته، خپل مواضع دواقعیتونه پر اساس د افغانستان دمنافعو اومصالحو پر بنیاد بناء او خپل سیاسی تصمیم خلکو ته وړاندې کړی. مطمیناً چې دا دخلکو انتخاب دی چې خلک دا مواضع او نظریات یا منی او یا ردوی.  پای

 تیلفون: ۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما