۲۴ ساعت

28 فوریه
۲دیدگاه

غمیزه

تاریخ نشر جمعه ۲۸  فبروری  ۲۰۱۴ هالند

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی

د یو غمیزپلی مهاجر افغان ځوان د مینې داستان

سمیع الدین افغانی

۲۷ / ۲ / ۲۰۱۴ م۰ کال

غمیزه

د تیر وختو د زلمیتوب کلو کې

نوې ځوانۍ د لیونتوب کلو کې

د څنګ ګاونډ کې مو ښکلااوسیده

زما د مینې مشغولا اوسیده

ما به هر وخت ورته پیغام لیږلو

دخپلې مینې خوږ الهام لیږلو

ښایی پرې نه پوهیده مینه څه ده

دیوه ځوان د زړګی هیله څه ده

کله چې زه خپلو ملګرو څنګ کې

کلی تر څنګ جګو نښترو څنګ کې

په لوبو سر وم هلکانو سره

خپلو خوږو انډیوالانو سره

دې به زمونږه ننداره کوله

سترګو کې غلې شان ګیله کوله

 ماته ېې سترګو کې پیغام راکوه

د خپل زړګې یې څه الهام راکوه

بیا به نژدې زموږ تر څنګ راغله

کله په مینه یا په جنګ راغله

خو په هر حال کې مهربان ښکاریده

پټه په زړه کې پریشان ښکاریده

وختونه تیر شول شوو جدا د بله

له دی مالت نه شوو پناه د بله

د هغې مینه مې په زړه وه مدام

زما د مینې داستان نه وه تمام

ما به هغه ښکلا په خوب کې لیده

کوم چې مې تل په ځلمیتوب کې لیده

تیرشول وختونه ډیر کلونه د ژوند

شول مو برباد ډیر امیدونه د ژوند

په کور او کلی مو ناتار سر شو

خلګ شول مهاجرپه بیلو لارسرشو

موږ هم په کډه د مالته لاړو

د مجبوریت د بد حالته لاړو

په موږ کلونه او مدې تیرې شوې

د محتاج ژوند سړې تودې تیرې شوې

میشت وو غربت او د پردو وطن کې

په غم کې ناست وو د میرو وطن کې

زموږ وطن په جنګ جګړو خراب شو

په توپ او ټانک په طیارو خراب شو

دود د باروتو مو اسمان سیزلو

په درد او غم یې هر افغان سیزلو

بیا د کلونو او وختو نو وروسته

د ډیر محنت او کړاوونو وروسته

لږ په وطن کې څه چوپتیاغوندې شوه

د یموکراسۍ په نوم غوغا غوندې شوه

هرچا دخپل مالت لیدو په خاطر

 د کور او کلو د بانډو په خاطر

وخپل وطن ته د تلو لار غوره کړه

ورسته له ډیره انتظار غوره کړه

ما هم تکل ملک ته د تلو وکړلو

کلو بانډو ته د ورتلو وکړلو

لاړم په خپلو کروندو سر شوم

د خپل د کلی په کوڅو سر شوم

دلته نور هرهر څه بدل ښکاریده

کورګی مو وران لکه شډل ښکاریده

کلی نه سم د جنګ میدان جوړ وه

په کلی ،کور د غم داستان جوړ وه

نه هغه شور نه یې ښکلا ښکاریده

نه هغه مینه مشغولا ښکاریده

څوک وه زخمی څوک شهیدان وه دلته

 د کلی جوړ لوی قبرستان وه دلته

ومه حیران چې دلته څه تیر شوی

زموږ په ځوان او په زاړه تیر شوی

چانه تپوس له دې وحشته وکړم

له دې غمیزو بد حالته وکړم

ګورم چې مخې ته ګاونډ راغی

رما په لیدو زما تر څنګ راغی

په ډیر اخلاص غاړه غړۍ شوراته

په ژړا سر سلګۍ سلګۍ شو راته

ما هم په چیغو چیغو ډیر وژړل

په درد او غم د حده تیر وژړل

همدا ګاونډ زموږ تر څنګ اوسیده

اوس وه مجبور لکه ملنګ اوسیده

ټوله هستی او دارایی لوټ وه

د ژوند تمامه خوشالی لوټ وه

دا همغه زما د مینې پلار وه

د لورپه ویرکې یې زهیره پلار وه

زه یې د کلی هدیرې ته بوتلم

د هغې ښکلې مقبرې ته بوتلم

شول را په یاد د ځلمیتوب کلونه

د ځوانې مینې لیونتوب کلونه

په چیغو چیغو په جړا سر شوم

د خپلې مینې په سودا سر شوم

ډیر نا امیده له خپله ژونده شومه

د بد حالاتو د نیرنګه شومه

پدې ماتم مې په سلګو وژړل

په ځوانیمرګو هدیرو وژړل

په ډیر غمجن زړه د مالته ستون شوم

د خدای ناترسو له وحشته ستون شوم

اوس یې هر کال دغم کلیزه لمانځم

په سوګ ماتم یې دا غمیزه لمانځم

—————–

سمیع الدین افغانی

 

 

 

۲ پاسخ به “غمیزه”

  1. admin گفت:

    درود به سمیع جان افغانی ، بازهم سروده ات زیبا و مملو از احساس است. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. akaya mehdi basher
    az latf wa mehrabani hay hamesha gi tan yak jahan mamnon
    kadamat sayt 24 sat dar tarich kshwar faramosh na shodani ast shma dar aman koda wa hamesha peroz bashed
    ba drod be payan
    sameuddin afghani
    پاسخ دادن

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما