۲۴ ساعت

23 فوریه
۱ دیدگاه

د یو ماشوم هیله د پلارنه

 تاریخ نشر یکشنبه ۲۳  فبروری  ۲۰۱۴ هالند

انګلیسی ژباړه :دکتور صلاح الدین سعیدی

شاعر : سمیع الدین افغانی

د یو ماشوم هیله د پلارنه  

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی

په یو کور کې وه ماشوم ډیر با احساس

تل د پلارکار او زحمت ته په واس واس

هره ورځ به د سهار نه تر ماښامه

پلار اخته په زحمتو وه له ناکامه

یوه ورځ دا ماشوم راغی پلار تر څنګ

دپلار سترګو ته یې کاته لکه ملنګ

ورو یې واخیسته د پلار نه اجازت

د یو سوا ل د یو ارزو په لطافت

پلار ویل ورته چه وایه څه دې سوال دی

بیا دې څه په زړه کې ګرځی څه احوال دی

ماشوم څو شیبې خاموشه چپه خوله وه

په خوږه مینه خپل پلار ته په کاته وه

نا ببره دخپل پلار نه شو پرسان

سات کې څوډالره معاش لرې پلارجان

پلار په قهر ورته وویلې ځوی جانه

دا پوښتنه مناسب نده له تانه

ته د درس د خپل تعلیم کوه پالنه

زما کار او د عاید مکړه پوښتنه

ځوی یې بیا ورته تاکید وکړه پلار جانه

ددې سوال ځواب مې راکه مهربانه

پلار چې ولید ځوی یې ډیر لری اسرار

ویل چې سل ډالره سات کې کوم کار

هلک بیا لاړه په فکر اندیښنه شو

د خپل پلارځواب یې وارید څه دمه شو

پس له څه دمې خپل پلار ته شو بیان

چې ینځوس ډالره غواړم قرض په شان

پلار یې بې حد په قهر او په غصه شو

د خپل ځوی ددغه سوال په اندیښنه شو

ویل د څه لپاره پور د ستا په کار دی

بیا مطلب دې بازیچه ده عبث کار دی

زما نیم سات مزدوری پیسې ته څه کړې

ته بې ځایه مصارف کوې ښه نکړې

لاړ شه مخې نه خپل خونې ته داخل شه

نور مې سترګو نه پنا ته غټ جاهل شه

زه په څومره مشقت کوم کارونه

ته ماشوم کوی بې ځایه مصرفونه

ځوی یې لاړه په خپل خونې کې پنهان شو

د خپل پلار داسې ځواب ته پریشان شو

څه مده لا تیره نه وه دې قصې نه

ددې پلار او د ماشوم مشاجرې نه

شیبه ورسته چې پلار سوړ د خپل غصې شو

د خپل ځوی ددې سوالو په اندیښنې شو

ویل چې ځوی مې داسې نه وه پوه ماشوم وه

نن بیا ولې په بل فکر بل مضمون وه

ښه به دا وی چې یې واخلمه خبر

پدې کار کې یې معلوم کړمه نظر

پلار د ځوی خونې ته لاړه هغه ان

ورته غږ شو خپل اولاد ته په ښه شان

ورته وی ویل چې ویښ یې که بیده یې

اوس هم فکر کې د پور د اخسته یې

ځوی یې غږ ورباندې وکړ چې بیدار یم

زه لا اوس هم ستا ځواب ته انتطار یم

پلار پنځوس ډالره ورکړلو په شمار

ویل بښنه درنه غواړمه د قهر

ما تمامه ورځ زحمت وه ډیر ګاللی

زه غصه شومه په تا چې ومه ستړی

ځوی په مینه محبت پاڅید دځایه

د بالښت لاندې لاس تیر کړو تر پایه

کړه بهر یې تر بالښت واړه نوټونه

د دالر تورې سکې څه کاغذونه

پلار یې بیا ورته غصه او ډیر په قهر شو

ځوی ویل پلاره پیسې لرم اقرار شو

خوزما سره حساب کې ډیرې نه دی

ستا د یو ساعت و کار ته جوړې نه دی

اوس چې تا پنځوۍ ډالره راکړه پورکې

ورنه جوړ شول سل ډالر مې وس او زور کې

سبا وخته کور ته راشه ته میلمه یې

ته زما ښکلی پلار جان یې ډیر خسته یې

د ماښام ډوډۍ په یو ځای نوشجان کړو

د فامیل سره به جوړ خوږ دسترخوان کړو

پلا رپه مینه دخپل ځویه غیږ چار پیر کړه

د خوږ ځوی هغه غصه یې هډو هیر کړه

ویل ځویه په رښتیا چې موږ ته ګران یې

ته مو مینه محبت ته مو ارمان یې

په رښتیا چې ژوند د کار او غریبی ده

خو فامیل ته وخت لرل هم ضروری ده
————–

    سمیع الدین افغانی   


شاعر کرامی نسبت مشکلات تخنیکی از نشر متن  انگلیسی وترجمه  دری آن معذرت میخواهم

 

 

 

 

یک پاسخ به “د یو ماشوم هیله د پلارنه”

  1. admin گفت:

    سمیع جان عزیز ، بازهم از روی متن دری سوال و جواب پدر وپسر را خیلی زیبا بصورت شعر پښتو سروده اید. موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما