۲۴ ساعت

08 فوریه
۱ دیدگاه

نوی نسل

تاریخ نشر شنبه ۸  فبروری  ۲۰۱۴ هالند

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی

نوی نسل

د سمیع الدین افغانی لیکنه

۷ / ۲ / ۲۰۱۴ م۰ کال

درنو لوستونکو !

زه څو کاله دمخه دغزل شپې  یا د شب غزل   تر نامه  یو هنری بنډار ته رابلل شوی وم  چې  پدې هنری ناسته  کې ډیرو د شعر ، غزل،  موسیقی او اواز مینه والو  ګډون  کړی وه ۰

 دا په زړه پورې پروګرام  د جرمنی د کوبلنز په ښار کې دیو ملی   شخصیت په مالی لګښت  جوړ شوی وه چې یاد هنری محفل ته  د لرې ځایو څخه  دشعر،  ادب او غزل   مینه والو ته بلنه ور کړشوې وه ٠  

همدارنګه دغې ناستې ته  د هیواد منلی او خوږ ژبی سندرغاړی هم  رابلل شوې وه  څو را بلل شوو میلمنو او مینه والو ته په خپلو خوږو اوازونو کې د خپلوهنری  استعدادونو  هنر نمایی وکړی ۰

  په پیل  کې د ماښامانۍ  چای او ناشتا وروسته د ټنګ ټکور پروګرام پیل شو چې  بیا میلمنو د شپې ډوډۍ د صرفولو وروسته هم  ترنا وخته پورې ددغې  په زړه پورې ناستې  شاهدا ن وه ٠

سندر غاړو په وار سره په حجره کې ناستو میلمنو ته په خپلو خوږو اوازونو کې په زړه پورې سندرې ، خوږې نغمې او غزلونه  په مناسبو  کمپوزونواو راګونو  کې  واورولې  چې پدې سندر غاړو کې یو ډیر با استعداده ځوان هنر مند د حاضرینوخاصه  پاملرنه  ځانله راواړوله ۰

  دې ښکلی  ځوان  چې د خرابات او یا  هم د غزل د شپې ځانګړې او ښکلې جامې  په تن  وې  په ارمونیه لاس پورې کړ او په پرله پسې توګه پوره ښه شیبه په زړه پورې غزل په خواږه او ښکلی راګونو او  کمپوزونو کې  مینه والو ته واورول چې  راغلو میلمنو  د لاسونو په پړکهار دا ځوان  هنر مند پوره ونازول شو۰

ددې ځوان  پیل  د استاد اولمیر  هغه مشهوره حماسی سندره وه  چې وایې:

دا مو د بابا وطن  دامو د دادا وطن

دا په موږه ګران دی  دا افغانستان دی 

ددې سندرې پیل دمینه والو روحیه را ژوندۍ کړه او ورسته یې د هیواد دنامتو سندرغاړی د موسقۍ سرتاج مرحوم استاد سراهنک د مکتب ښکلې کمپوزونه چې د ابوالمعنی بیدل ښکلی اشعار پکې کمپوز شوی وه د حاضرینو هنری تنده ورماته کړه چې پوره خوند مو ترې واخیست ۰ 

کله چې ددې ځوان پروګرام پای ته ورسید نو د حاضرینوله جملې   څخه یو مشر  ورته  وویل؟

 کور مو ودان ، په ریښتیا سره مو دمرحوم  استاد سراهنک د افغانستان دموسقۍ سر تاج او استاد اولمیر یادونه زموږ په ذهن کې را تازه کړل۰

‌‌ د مشر ددې تشویقی خبرو نه وروسته یو بل ګډون کونکی  پوه نه شوو چې  ولې د مشر دا څرګندونې    خوښې نه شوې ،هغه  په قهرجنه لهجه د اعتراض په ډول  وویل:

 نه داسې نه ده  ، تاسې د حقیقت نه انکار کوئ  استاد سر اهنګ ته هیڅ څوک  نه شی رسیدلی  تاسو استاد سر اهنګ  او استاد اولمیر ته سپکاوی کوئ  اودا ځوان هغو ته نه شی رسیدلی او  داسې نور څه بې مورده او نا سمې خبرې د هغه دروند مشر  د خبرو په ځواب کې   اظهار کړې۰

د محفل فضا لږه بدله غوندې شوه او هغه مشر   چې وویل دمرحوم  استاد سراهنګ د افغانستان دموسقۍ سر تاج او استاد اولمیر یادونه مو تازه کړل،  غوښتل چې ددې خبرو   اصلی موخه چې ددې هنر مند  تشویقی بڼه  درلوده څرګنده کړی  خود بده مرغه مشر  ته بیا دافرصت  برابره نه شوه او د مقابل لورې د چا خبرو ته غوږ نه نیوه او خپلو خبرو ورته خوند ورکاوه۰

 د پرګرام کوربه  چې  پوه او مدبر سړی وه دیوې لنډې دمې هیله وکړه او تمام ګډون کونکی یې چای او وړې ناشتا ته راوبلل  ۰

موږ تمام د ناشتا د صرفولو په مقصد بلې خونې ته لاړو۰

هغه مشر  چې  هنر مند په اړه یې تشویقی خبرې وکړې  ماته یې وویل:

ما خو کومه بده خبره ونکره  پوه نه شوم چې ولې دا سړی پرې دومره خوابدې شو۰

ما ورته وویل:

تاسو  مه خفه کیږئ وروسته به ورته قناعت ورکړو۰

موږ تمام ددې ګډون کونکی  نا سمې او قهرجنې  موضیع ګیرۍ ته حیران پاته وو او موږ ته دا سوال پیدا شو چې ولې دغه شخص دومره د تعصبه ډک حالت ځانله غوره کړ ۰

کله چې د ناشتا پروګرام خلاص شو یو بل دوست  دې غصه ناکه سړی ته ورنژدې شو اوپه ډیره نرمه لهجه یې  ورته وویل :

ګرانه ستاسو دا احساس او پیرزوینې نه چې د هیواد وتلو هنر مندانو ته یې لرئ د مننې او د قدر وړ خبره ده خو ستاسو دا څر ګندونو زما په ذهن کې یوڅو  سوالونه پیدا کړل  که ستاسو اجازه وی تاسو سره به شریک کړم۰

هغه سړی چې د خپلې  پخوانۍ غصې نه  لږ څه  سوړ شوی وه  ورته وویل:

هوکې مهربانی وکړئ ستاسو خبرې  اورم ۰

هغه دوست خپلو خبرو ته داسې ادامه ورکړه:

  لمړی: ستاسو  په اند ولې اجازه نه ورکوئ چې په هیواد کې دې  داسې استعدادونه پیدا شی چې د استاد سر اهنک یا استاد اولمیر یا د کوم بل استعداد  جانشین شی یا د د هغه ځای ونیسی او یا هم  تر هغه لوړ مقام  تر لاسه کړی ایا د دوئ لاسته راوړنې   به نور هم ددې استادانو د سبک  یا مکتب اتوریته په ټولنه یا سیمه کې  لاهم  لوړه نه کړی ؟

دویم : ایا استعدادونه ته معیار یا چو کاټ ټاکل به نا سم کار نه وی ؟

دریم : که داسې څوک پیدا شی چې تر دغو منلو استادانو د معیارنو  نور هم ځان  لوړ مفام یا منزلتونو ته ورسوی  افتخارات او ویاړنې تر لاسه کړی په دې کې به څه مشکل وې ؟

څلورم : موږ په دا خبره د تا سره ومنو چې ددې استادانو باید درناوی وشی  د هغو په مزار دې د ویاړنې ګلونه کیښودل شی او د هغو خدمات دې  وستایل شی  خو اصلی  خبره داده چې هغوی باید  کوم مشخص معیار  یا چوکاټ نه وی چې ځوک دې اجازه ونلری چی ددې سر حد نه  ووځی  ، که داسې یو څوک  پیدا شی چې تر دوئ نور  هم لوړه مرتبه لرلی شی نو  بیا ولې استاد سر اهنګ یا استاد اولمیرورستی معیار وګنو ؟

پنځم : تاسو وګورئ زموږ په هیواد کې  ډیر نور  داسې با استعداده  هنرمندان شته که هغوئ   ته د رشد او د کار زمینه  برابره شی دا به دقیقه خبر وی چې د هغو  استعدادونو چې نن سبا زموږ په معاشره کې ښه ځلیدلی او د هغو صرف ابتکار او کار نامې موږ ته په میراث پاتې دی دهغود نشتوالی  خلا به  ډکه نکړی ؟

د قهرجن سړی چې ددې دوست په خبرو یې غصه نور ه هم ماته  شوې وه په ځواب کې وویل:

  دا ځوان  ښه هنر مند دی خو استاد سر اهنګ ته نه شی رسیدلی ۰

دی دوست ورته وویل :

که ستاسو د غصې  موخه دا وی چې یاد شوی استادانو ته د قدر په سترګو وکتل شی نو موږ به دا خبره در سره ومنو ، ستاسو دا احساس د قدر او د منلو وړ دی خو اساسې مطلب دادی چې موږ باید په مجموع کې دراتلونکی یا نوی نسل استعدادونه په یو محدوده کې ځای نکړو ۰

په هر صورت داچه پدې خبروبه  ددې قهرجن میلمه څومره قناعت حاصل شوی وی دا به پریودو د هغه قضاوت ته ۰

خو که چیرې موږ خپل ټولنې ته ځیر شو نن سبا په ځوانان او نوی نسل کې داسې استعدادونه شته چې  هغوئ نه تنها  تشویق شی  بلکه هغوئ  د معیاری چوکاټونو نه وویستل شۍ  او د هغو د هنر د لا غنی کیدو له پاره  زمینه برابره شی۰

موږ په  نویو ځوانانو او نوی نسل کې ډیر ښه استعدادونه لرو چې که چیرې ورته توجه وشی په راتلونکی کې به  د خپل عصر او زمان د روحیې  سره سم  منلی او وتلی شخصیتونه  ترې جوړ شی پدې شرط چې ددغو  یو شمیر تنګ نظرو اشخاصو  د تهدید څخه په امان کې پاته شی  او ځوړ نسل خپل ریشتنی مسولیت د راتلونکی اونوی نسل په مقابل کې ادا کړی ۰

په ډیره مینه

سمیع الدین افغانی

۷ / ۲ / ۲۰۱۴

م۰ کال

ددې لیکنې پر بنیاد دبیلګې په توګه د دوستانو پام ددې څلور کلن  ماشوم ښکلی اواز ته را ګرځوم۰

http://www.youtube.com/watch?v=PIvHRdkAJQM

 

یک پاسخ به “نوی نسل”

  1. admin گفت:

    جناب افغانی عزیز ، مطلب زیبا و ویدیوی جالبی بود موفقیت این طفلک آرزو میکنم. تشکر از شما . زنده باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما