۲۴ ساعت

29 ژانویه
۲دیدگاه

د سولې پیغام

 تاریخ نشر چهار شنبه  ۲۹ جنوری ۲۰۱۴  هالند

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی

د سولې پیغام

سمیع الدین افغانی

۲۸ / ۱ / ۲۰۱۴

د سولې او د یو دردیدلی افغان ځوان د زړه خواله

سوال او ځواب

سوله : زه نفرتونه ورکول غواړمه

بشر ته مینه ورکول غواړمه

زه یم بنیاد زه یم د سولې پیغام

زه یم احساس زه یم د مینې الهام

زه محبت او  ورور ګلوۍ راولم

مینه اخلاص او خواخوږۍ راولم

زه د ایمان زه د ارمان سره یم

زه د سپیڅلی پاک انسان سره یم

افغان ځوان : راځه ای سولې ستا ارمان ښکلی دی

د ورګلوی ستا  ارمغان ښکلی دی

خو زما  یوه  ګیله  له تانه راځی

ستا د خوږو دغو وینا نه راځی

تیر شو کلونه ډیر وختونه په موږ

د څو لسیزو کړاوونه په موږ

په موږ دا ظلم دا ستم نه ګورې

رموږ دا کور په کورکې غم  نه ګورې

زموږ وطن کې جوړ ماتم دی کنه

دلته خو غم د پاسه غم دی کنه

سوله  : وا یه  زه اورم ستا  ارمان پیژنم

ستا ټول احساس درد اوخفګان پیژنم

زه  ستا په غم باندې خبر یم ضرور

زه هم په زړه پرهر  پرهر یم ضرور

خو زه  تعصب دنیا ته لار نلرم

د نفرتونو سره  کار نلرم

زه د یووالی ورورګلوی سره یم

زه د اخلاص او همدلی سره یم

تر څو په خپل کې اتحاد نشئ

سره  ټینګ عزم او بنیاد نشئ

زه هلته نه شم ځانته لار پیدا کړم

زه کوم خواخوږی یا دلدار پیدا کړم

افغان ځوان : ګرانه رښتیا ده زه منمه د ستا

ستا دغه هیله   قبلومه اشنا

موږ هم ایمان او ارادو سره یو

ښه با احساسه پرګنو سره یو

افغان  صادقه او دیندار ولس دی

همیشه  سولې ته تیار ولس دی

موږ د یو بل سره اخلاص کړی دی

د ورور ګلوۍ قوی احساس کړی دی

تل راشه درشه مددګار یو د بل

په غم خوښۍ کې موږ همکاریو دبل

ټول ولسونه مو رسیږی بل ته

دوئ په خوښۍ کې خوشالیږی بل ته

بیا هم په ویر او په ماتم کې ناست یو

هره شیبه په درد او غم کې ناست یو

سوله : هوکې ته ښه وایې رښتیا غږیږې

ته د تعصب نه  ما سوا غږیږې

ته ملامت نه یې ګناه نه لرې

ته خالی لاسه یې خطا نه لرې

خو په هر ځای کې شته ذلیلې څیرې

ډیرې موحیلې او حقیرې څیرې

چې په پردو دې خرڅوی برملا

نه یې هراس شته نه یې ډاره تر چا

دوئ د پردو په لمسه جنګ جوړوی

ځانله بنګلې باغچې  تر څنګ جوړوی

شول د قصرو د بلډیدنګو مالکان

خارج بانکو کې د پیسو مالکان

ستاسو د سر او مال اختیار لری دوئ

د هر غلیم سره پټ لار لری دوئ

ستاسو حجرو ته یې ماتم راوستی

تاسو ته یې غم د پاسه غم راوستی

په دې سبب د درتلو لار نلرم

زه خپله  تاسو کې غمخوار نلرم

افغان ځوان : زه ستا منم موږ اوس اګاه یو تمام

دې خود سرۍ ته په سودا یو تمام

موږه د څو کلو جنګو نه ورسته

ډیرو ناخوالو کړاوو نه ورسته

اوس موږ  دښمن د خپل وطن پیژنو

موږ خپل دوستان او اهریمن پیژ نو

په موږ کې شته دی د لسټونو ماران

دا د پردو پټ او ښکاره بوډاګیان

چې موږ په ژبه او قومو بیلوی

په سل نیرنګ او دسیسو بیلوی

سوله : اوس چې پوهیږې نو یو لاس شئ سره

یو بل ته مینه شئ اخلاص شئ سره

په خلاصو سترګو نن جهان ته ګورئ

ساینس اوتخنیک عصر زمان ته ګورئ

په علم پوهه دا وطن جوړ کړئ

د خپل پلرو نیکو مدفن جوړ کړئ

څو به په خپلو کې جنګیږئ سره

پردو په لمسه جلا  کیږئ سره

تر څو په خپلو کې قوت نه شوئ

دغه نا خوالو ته همت نه شوئ

لابه په جنګ او په ماتم کې پایئ

هره ورځ غم د پاسه غم کې پایئ

افغان ځوان : هوکې غفلت نور موږ ته ندی په کار

دا بد حالت موږ ته نور ندی په کار

سولې ! په پوهه موږ ستا لور ته درځو

په اتحاد د خوښی کور ته درځو

په اتفاق  به دا ماتم  ختموو

په ورور ګلوی به نور داغم ختموو

تر څو موږ سیال شو د سیلانو سره

سوله ورورۍ شو افغانانو سره

راوړو د سولې خوږ پیغام خلکو ته

بیا د خوښیو خوږ الهام  خلکو ته

ټینګ  افغانی مینه اخلاص راولو

بیا جوړولو ته احساس راولو

————

سمیع الدین افغانی

 

۲ پاسخ به “د سولې پیغام”

  1. admin گفت:

    آقای سمیع الدین افغانی تشکر از سروده زیبایت و خوب فرموده اید :
    اوس موږ دښمن د خپل وطن پیژنو
    موږ خپل دوستان او اهریمن پیژ نو
    په موږ کې شته دی د لسټونو ماران
    دا د پردو پټ او ښکاره بوډاګیان
    موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. az ltf wa merabani hay tan azhar spas shma zanda wa mofak bashe sameuddin Afghani

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما