۲۴ ساعت

19 ژانویه
۲دیدگاه

جلا وطن شاعره

تاریخ نشر یکشنبه ۱۹ جنوری ۲۰۱۴  هالند

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی

جلا وطن شاعره

سمیع الدین افغانی

۱۷ / ۱/ ۲۰۱۴ م. کال
****

ای بندی د زمانې  دود او دستور

ته بې وسې ، نا علاجه یې صبور

 دهجرا ن او د غربت په دام اسیرې

د وطن تیارو حالاتو کړې مجبور

ای همرازه د طبیعت د ښکلا ګانو

ته سپیڅلې ته  الماس د کوې تور

ته  پخپله ځانله عزم  اراده  شه

ترغلام حلقه به ګوش ښه دی باتور

افتخار په هغه پوهه  او طبیب  شه

چې په ښه نسخه علاج کړی د رنځور

چې په پوهه لار پیدا کړی د رازونو

لوړ همت شی ، افتخار شی د  غرور

 نن نړۍ لوړ  اسما نو ته لارې باسی

موږ لا اوس سکنې  ورور ګنو تربور

ستا احاساس کې د وطن مینه ځلیږی

ته ځلانده  ، سره لمبه یې   د سرور

ستا په ګوتو او قلم کې برکت شته

افغانی  مینه، احساس لیکه  ضرور

——-

سمیع الدین افغانی

 

۲ پاسخ به “جلا وطن شاعره”

  1. admin گفت:

    جناب آقای افغانی ، بازهم سروده زیبا وعالیست . موفق باشید.
    مهدی بشیر

  2. Akay mehday
    az ltf wa mhrbani hay hameshagi tan azhar spas
    sayt wazin 24 Saat hamesha kosha ast ta dar mokabal hr gona tasobat sadekana mobaraza namoda wa masamam as ast ta darah slh wa tafaham ba manzor khar wa falah mardom Afghanistan daaen dini myahani wa ansani koaysh ra dar mokabal madar watan ada nomayan ka darin ra mofakayt beshtr shoma wa dast anrkaran sayt makbol shoma ra kwahana
    shoma zanda wa sarfraz bashe
    sameuddin afghani

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما