۲۴ ساعت

07 دسامبر
بدون دیدگاه

د نیلسن ماندیلا د مړینې له کبله

تاریخ نشر شنبه ۷  دسامبر ۲۰۱۳ هالند

د نیلسن ماندیلا د مړینې له کبله

اعــــــــلامـــیه 

کابل- افغانستان
د ۲۰۱۳ م کال د دسمبر د میاشټې شپږمه نیټه

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې نلسن ماندیلا د نژادی تبعیض په ضد د نړیوال خوځښت ستر او نومیالی مبارز او د جنوبی افریقا لمړنی تورپوستی ولس مشر د تیرې پنجشنبې په ورځ د ۲۰۱۳ میلادی کال د دسمبر د میاشتې په پنځمه نیټه د ۹۵ کالو په عمر ومړ. ماندیلا د ټولنیز عدالت او نژادی تبعیض پر ضد مبارزې په لار کې د مقاومت ځانګړی سمبول او د خپل خاص چلند لرونکی وو. 

په هغه شان چې د نوموړی ژوند او مبارزه د بشریت د آزادۍ  له پاره او د اپارتاید پرضد وتلې بیلګه وه، په همدې توګه د هغه مړینه د نړیوال آزادی غوښتونکی او د نژادی تبعیض پرضد جنبش له پاره ستره ضایعه هم ده. په همدې خاطر نن د عدالت، آآزادۍ او د بشر پر ضد د تاوتریخوالی د جنبش پلویان او د راسیسم او پارتاید ضد مبارزین په ټوله نړۍ کې دده پر مرګ غمجن دی. موږ په دې وسیله سره ځانونه د هغه په مرګ غمجن بولو او په داسې حال کې چې د نوموړی روح خوشحاله غواړو،  د بشر د آزادۍ، برابرۍ، ټولنیز پیوستون،  ورورولۍ او عدالت پلویانو ته د نوموړی د مړینې له کبله د زړونو تسلی غواړو.

نلسن ماندیلا (Nelson Rolihlahla Mandela) د ۱۹۱۸ زیږیدیز کال د جولای د میاشتې په ۱۸-مه نیټه په جنوبی افریقا کې د (اوم ټاټا Umtata  ) د ښار په شاوخواکی زیږدلی، په ۱۹ کلنۍ یې د قوقو او سیاسی علومو په پوهنتون کې په زده کړو پیل کړی او له همدې وخته د سیاسی مبارزې ډګرته ور ننوتلی دی. ماندیلا ان د ځوانۍ له وخته د نژادی تبعیض  Apartheid د هغه افراطی شکل په ضد چې په جنوبی افریقا کې واکمن و، په فعال مبارز واوښټ او د مارتین لوتر کنګ په شان د تورپوستو د حقوقو د مبارزینو له پاره په یوه ښه بیلګه بدل شو.

ده په دې لارکې د نورو کړاوونو پرسر۲۷  کاله سخت زندانونه وګالل او په پای کې پر اپارتاید د سوله ایزی مبارزې له لارې بریالی شو. د همدې سختو مبارزو په پایله کې له ۱۹۹۴ کاله تر ۱۹۹۹ کال پورې د جنوبی افریقا د ولس مشر په حیث وټاکل شو، چې په جنوبی افریقا کې دا لمړنۍ تورپوستی ولسمشر ؤ.  د خپلې واکمنۍ په وخت او په داسې حال کې چې پر دښمن یې بری موندلی و،  ده خپل دښمنان او مخالفین و بښل او د غچ اخیستلو څخه یې ډډه وکړه. نلسن ماندیلا نه یوازې د جنوبی افریقا د ولسونو په زړونو کې ځای وموند، بلکې په ټوله نړۍ کې د سولې او ټولنیز عدالت د لارې د غښتلی او نمونه مبارز په حیث ومنل شو چې  په ۱۹۹۳ میلادی کال کې یې د سولې د نوبل جایزه هم واخیسته.

د ملی ترقی وطن ګوند
د تبلیغ او فرهنګ کمیسیون

 

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما