د لغمان کې ۱۲۰ تنه ځوانانو
تاریخ نشر چهار شنبه چهارم دسامبر ۲۰۱۳ هالند
د لغمان کې ۱۲۰ تنه ځوانانو د نړېوال بشرقانون څلور ورځنی سیمینار واخست
راپور: عزیزالرحمن ذکی
د لغمان ولایت ۱۲۰ تنه ځوانو رضاکارانو د لغمان سرې میاشتې د ځوانو رضاکارانو په روزنیز کلوپ او د لغمان مرکز اړونده دوه لیسو کې د نړېوال بشر پال قانون ۴ ورځنی ورکشاپ چې ۱۷ موضوعات پکې شامل و واخسته، مهم موضوعات یې پدې ډول دی
د بشر پالنې ارزښتونه، ناپلوی، ناپییلتوب، په افغانستان کې د تاوتریخوالی شتون او د سولې د فرهنګ ترویخ، د افغانستان په وسله واله شخړو کې انسانی کرامت، په وسله والو شخړو کې د قوانینو اړتیا، د بشرپال نړېوال قانون څخه سرغړونه، ټولنیزګډون، په افغانستان کې د تبعیض نشتوالی، دجنډر اړیکې او توپیرونو ته درناوی، ژور فکر، منځګړتوب، روانی لمړنۍ مرستې او د سټرس مدیریت.
راپور:: عزیزالرحمن ذکی
موفقیت جوانان عزیز ولایت لغمان را آرزو میکنم. مهدی بشیر