۲۴ ساعت

09 سپتامبر
بدون دیدگاه

اعلامیه

تاریخ نشر دوشنبه ۹ سپتامبر ۲۰۱۲ هالند

بسم الله الرحمن الرحیم

دافغانستان لپاره دسولی اوآزادی کمسیون

Die Kommission  für  Frieden und Freiheit in Afghanistan

کمسیون صلح وآزادی برای افغانستان

تقاضای همگانی کمسیون صلح وآزادی برای افغانستان

اعلامیه

د سولې او آزادی کمسیون

انتخابات :

د سولې،امنیت،او ملی واکمنی

په خلاف هلې ځلې

 د بن د غوندې راهیسې په افغانستان کې  جګړه روانه ده چه په ترڅ کې یې هره ورځ په لسګونو افغانان وژل کیږې. اشغالګر ځواکونه یوې خواه د یرغلیزې جګړې یو اړخ  او له بلې خواه د ملګرو ملتونو د منشور په خلاف  د افغانانو د خپلمنځی  کورنې جګړې جانب داره برخه وال ګنل کیږې .

لویدیز شکیلاک قوتونه د دولس کلونو په موده کی  د جګړې اور د جنګی جنایت کارانو ، د  بشری حقونو د ناقضینو او د ملی خاینینو په مرسته  بل ساتلې ده  او اوسمهال پدې لته کې ده چه د تولو حقوقی معیارونو په خلاف د تول تاکنې د لارې دوی ته د سیاسی ژوند د دوام مشروعیت ورپه برخه او د عدالت د منګلو نه وژغوری .  

افغانان هغه دیموکراسی او انتخاباتو  ته چه د تولنیزې او اقتصادی ودې په بنست باندې ولاړ او د وطن د بچیانو د سیاسی تفکر محصول وی هرکلی وایی، خو هغه په اصطلاح  دیموکراسی او تول تاکنې  ته چه د بهرنی یرغل او د جګړې زیږنده  وی او د  بد معاشی  دلارۍ وتپل شی ، د نړی د زورواکانو د هژمونی د پراخوالې  پلمه بولی  ، ورسره مخالف دریز لری او د هغه د ناوړه اغیز د منځه وړو په وړاندې مقابله کوی .

د افغانستان د حالاتو په نظر کې نیولو سره ، په داګه ویلی شو چه  دیموکراسی او تول تاکنې ، د کورنیو او بهرنیو زورواکانو په واسطه د بیعدالتی، نا امنی ، ګدودی ، توپک سالاری او بې اتفاقی  د مقصدونو د پاره استعمالیږی .دغه تول جګړې ته د لمن وهلو په موخه ده.

د سولې او آزادی کمسیون د  وسله وال مقاومت ، سیاسی شخصیتونه ، سیاسی ګوندونه ، مدنی تولنو او تولو افغانانو  نه غوښتنه کوی چه د داسی تول تاکنو د تحریم په مقصد ، زموږ سره همغږې  شی .

امنیت ، عدالت ، ملی واکمنی  او  بالاخره ستندرد انتخابات باید د جګړې او سولې تر منځ د یوه منځګړې پلاو (لند مهال حکومت) د فیلتر نه تیر شی . لند مهال حکومت د وسله وال مقاومت سره د خبرو اترو د دوام په صورت کې جوړیږی .

هغه تول تاکنی چه د پرله پسې جنګی جنایتونو تر سیورې لاندې ترسره کیږی(په کونړکې د سپرلی په موترد برید په نتیجهکې د ښځو اوماشومانو په شمول د ملکی خلکو د وژنې وروستی جنایت د  ۲۰۱۳ م کال د سپتامبر په ۷ مه نیته) یوازې د اشغال د توجیه په مقصد کارول  کیږی او مشروعیت نلری.

د سولې او آزادی کمسیون د بهرنې  نظامی ائتلاف نه غوښتنه کوی چه  د انسان وژنې او وحشت نه دکې  لوبې ته د دیموکراسې اوانتخاباتو تر پلمې لاندې دپای تکې کیږدی،او انسانیت ،عدالت او اصولی ارزښتونو ته درناوی وکړی. والسلام

د سولې او آزادی کمسیون

دوکتور عبدالواحد احدزاده  ۰۹.۰۹.۲۰۱۳

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما