۲۴ ساعت

20 آگوست
بدون دیدگاه

د مبارکۍ پیغام

تاریخ نشر سه شنبه  ۲۰ آگست ۲۰۱۳ هالند

د وطن د ترقۍ ملی ګوند د مبارکۍ پیغام

کابل- افغانستان

د ۱۳۹۲ کال د اسد د میاشتې ۲۷ مه نېټه

د وطن د ترقۍ ملی ګوند رهبری د هیواد د خپلواکۍ د ۹۴ یمې کالیزې په مناسبت دافغان ولس لوڼو او زامنو، په تیره بیا د وطن د ترقۍ ملی ګوند مبارزو غړو ته د زړه له کومی مبارکی وایی او د هغو په ساتنه کې ورته د ټینګ عزم، وحدت، شهامت او توانمندۍ هیله کوی.

په ۱۹۱۹ میلادی کال کې، کله چې امیر امان الله خان د انګریزی استعمار پر ضد د جګړې او جهاد غږ پورته کړ، د افغانستان د ټولو قومونو، طبقو او اقشارو لخوا یې د زړه له کومی ملاتړ وشو. یو له بله د مختلفو او ان متضادو ګټو لرونکو ټولنیزو ګروپونو پخپل منځ کې له داخلی کشمکشونو ډډه وکړه او د وطن د آزادۍ ترلاسه کول یې تر خپلو شخصی او ګروپی ګټو پورته وګڼل. همدا ملی یووالی د هیواد د استقلال په لاسته راوړلو کې ستر رول ولوباوه.

 د انګریزی استعمار څخه د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په بهیر کې د ټولو هیوادوالو اتفاق او واحد عمل ښئی چې افغانان سترو ملی موخو ته د رسیدو له پاره د یووالی او اتفاق توان او استعداد لری. د وطن د ترقۍ ملی ګوند باورمند دی چې زموږ ولس په اوسنیو ستونزمنو شرایطو کې هم د عامو ملی ګټو د ترلاسه کولو له پاره د یوه موټی کېدو توان لری او کولای شی چې پخپلو غښتلو مټو د خپل هیواد د آزادۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملی حاکمیت دفاع او ساتنه وکړی او د افغانانو د خپل منځی تفاهم له لارې په هیواد کې د سوله ایز ژوندانه شرایط رامنځته کړی.

ژوندی د وی افغانستان

تل دې وی استقلال

عبدالحی مالک

د وطن د ترقۍ ملی ګوند رئیس

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما