۲۴ ساعت

10 جولای
۲دیدگاه

زه دې وینم

تاریخ نشر چهار شنبه ۱۰ جولای ۲۰۱۳ هالند

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی

زه دې وینم

سمیع الدین افغانی

۷ / ۷ / ۲۰۱۳ م کال

***

زه دې هم خوب کله ارمان کې وینم

کله دې لمر په شین اسمان کې وینم

کله قفقاز د ښکلا ګانو په چم

یو ځوان هوس دې په روان کې وینم

ښکلی انځور دې د کوچیانو میره

زه دې دمینې په کاروان کې وینم

لار د راتلو دې زه مدام څارمه

کلهدې ستورو کهکشان کې وینم

کله غصه کله مسکا عوندې شې

کله دې لمرکله باران کې وینم

زما ای ښکلېزرورینې اشنا

زه دې ښکلا رنګین جهان کې وینم

رب دې شیبه هم خوب د ځنډه مکړه

چې دې خوبونه پریشان کې وینم

دا ستا دیدن به رب نصیب کړی زما

فال دې رحمان بابا دیوان کې وینم

——-

سمیع الدین افغانی

 

 

۲ پاسخ به “زه دې وینم”

  1. همایون عالمی گفت:

    سمیع الدین افغانی صاحب دیر خوږی -له شعری آهنګونو نه دک او شه معانی سره شعر وو ۰ تاسی ته هر کلی وایم او د تاسو نورو اشعار په انتظار یم – رمضان مو مبارک

  2. homayon alimi sayab az shoma azhar amtnan shoma zanda wa salamat bashed mah mobarak ramazan ra ba shoma ham tabrik gfta wa hawsla manday ra dar taat wa abadat dren ma az kodawand manan baray shoma arzomandam ba drod be payan
    sameuddin afghani

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما