۲۴ ساعت

05 ژوئن
۳دیدگاه

ټول قافیه یوولس څپه ایزه معـما!

تاریخ  نشر  چهار شنبه پنجم  جون ۲۰۱۳ هالند

کلیمه.

ټول قافیه یوولس څپه ایزه معـما!

ظفـرخان  اهتمام 

ظفـرخان  اهتمام

ظفـرخان اهتمام

چې په خـوله کـلیمه وایی مـسلمان

وی ژوندی به څـوآبـاد وی داجهان

کړه خـبریاره له دې حکمتـه ځـان

که یې نــه منې دلـیـل کړه نمـایان

زه له خـېـټې درتـه نه وایـم داشـان

حقیقت دی لکه لمرغوندې روښان

شه تسلیم دواړه لاسی پرېده میدان

که ویـــل لرې نـوژریې کړه بـیان

یاځواب په نـظم غواړم دغه شـان

نه غزل ، نه رباعی دی نه داستان

په دې شکل یې پوهېـږی شاعـران

چې سرخلاص نه کړې په رمزد دې چیستآن

«اهتمام» دمهمانۍ کړه که یې ځوان

ظفـرخان  اهتمام 

 

۳ پاسخ به “ټول قافیه یوولس څپه ایزه معـما!”

  1. ظفرخان « اهتمام» گفت:

    مننه له ۲۴ ساعت څخه – ځواب: د مسلمان نوم او زمانی مکان ټاکل شوی نه دی خو چې په خوله کلیمه وایی دی خو ژوندی دی هر کله او هر چیرې چې وی ځکه مړی خو خبرې نه شی کولی اوس یې منئ کنه ؟!؟.که څوک یې په شعر ځوابوی په همدغه فورم،وزن ،ردیف اود هیجاء ووپه شمېر کې په شه وی.

  2. ظفرخان « اهتمام» گفت:

    ښکلی او په زړه پوری شعر دی

  3. تلوسه رڼـا گفت:

    ښکلی او په زړه پوری شعر دی
    پخوا هم خلکو ویل څوک چې جواری خوری جنازه یې نه کېـږی، ځکه د ژوندی سړی خو هم جنازه نه کیږی.

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما