۲۴ ساعت

05 آوریل
۶دیدگاه

چه دډوهل غږشی

تاریخ نشر جمعه ۵ اپریل ۲۰۱۳ هالند

m

چه دډوهل غږشی

یعقوب منګل

۳ / ۴ / ۲۰۱۳

آلمان

یعقوب منگل

یعقوب منگل

چه دډوهل غږشی٬ټول بدن می بی اختیاره په لړزیدوشی

نیشه راباندی راشی٬پښی اولاسونه می په  ښوریدوشی

چــه دډوهـل غـــږشی٬ټـول ځـوانــان سـره ټولیــږی

قطارقطارشې په اتــڼ کی٬تــوری څڼی په رپــدوشی

چه دډوهـل غږشی٬ د خوشحالۍ ناری شی پــورتــه

د سندرو انعکاس٬ دغــروپه منځ کی په کړنګیدوشی

چه د ډوهـل غږشی٬ د ناوی زړه نه خـدای خـبر وی

د  کلی  پیغلی ترینه چاپیره٬ په ګډا او په خندیدوشــی

چه  د ډوهل غږشی٬دټوپکوډزاهارشی هـری خواتــه

په واده کی خلک٬په نوبت دنښې ویشتوته په تیاریدوشی

چه دډوهل غږشی٬نښه رانسکوره غورځۍ شی دخلکو*

بیا ناوی  د پلار له کوره٬ ورو  ورو  په جګیدوشـــی

چه دډوهل غږشی٬داڅومره ښکلی رواج اودستوردی

د ناوی په هرقدم کی اوښکی٬اوسلګۍ په   اوریدوشی

چه دډوهل غږشی٬زوم دنوو کالیواولُنګۍ سره خوانۍ ویشی*

په مشرانواووروڅیوباندی٬دسمالونه اولُنګۍ په سرکیدوشی*

چه دډوهل غږشی٬مامااخیستی کابوخورځې ته ټیکرۍ کړی*

پلاراوموردُعاورکړی خپلی لورته٬ناوی پراوښ په سپریدوشی

چه د ډوهل غږشی٬یعقوب( منګل) به رابولمه اتڼ ته

د ډیری  خوشحالۍ څخه٬ دپسرلی ګل غوندی په غوړیدوشی

یعقوب منګل 

غورځۍ:دډیری خوشحالۍ نه لوړآوازته وایی*

خوانۍ:ډیرو وچو میوو  یوځای کولوته وایی*

کابو:دناوی مامایوه اندازه پیسې دناوی له پلاره*

اخلی اوبیاماما دغه پیسی دټیکری په نوم بیرته

ناوی یعنی خپلی خورځی ته ورکوی

وروڅیو:واده ته راغلی خلک*

 

۶ پاسخ به “چه دډوهل غږشی”

  1. admin گفت:

    منگل عزیز ، جالب و عالیست .موفق باشید. مهدی بشیر

  2. نذیر احمد ظفر گفت:

    گران ورور منگل صیب دیر دیر عالی او په زله پوری دی جار دشم ژوندی اوسی.

  3. ظفرصاحب!ډیره مننه ستاسوله نیک نظرڅخه.
    ژوندی اوبریالی اوسی

  4. مهدی صاحب!ازنظرعالی تان یک جهان سپاس.
    شمازنده وکامګارباشید.

  5. منگل جان بسیار عالی سرده ایدموفق وکامگار باشید.جوهر

  6. قیوم بشیر گفت:

    گران ورور منگل صاحب تاسو مؤفقیت غواړم، ډیره ښایسته ډی!

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما