۲۴ ساعت

04 آوریل
بدون دیدگاه

دافغانستان داسلامی دولت د مشرانو جرګې ته

   تاریخ نشرپنجشنبه  ۴ اپریل ۲۰۱۳ هالند

بسم الله الرحمن الرحیم

دافغانستان داسلامی دولت د مشرانو جرګې ته سرخلاصی لیک

دافغانستان داسلامی دولت د  ملی شوراء د مشرانو جرګې محترم رئیس محترم فضل هادی مسلمیار السلام علیکم و رحمه الله و برکاته

دډیرې خوشحالی ځای دې چې دلته  او هلته د ملت آواز آوری او خپل رسالت اداء کوی.  تاسې ته دافغانستان دخلکو او خاورې د خدمت په لارکې بریاوی دالله تعالی له درباره غواړم.

مونږ ټول په دې باور لرو چې په دې وطن او ملت ښې او بدې ورځې تیرې شوی او اوس یې هریو او هرڅوک آزمویلی او خپل دوست او دښمن پیژنی. دافغانستان خلک د شاه شجاع او دنورو خاینو افرادو او دخپلو باتوران او خادم مشرانو چې لست یی خورا اوږد دی، ښه پیژندلی او خپل دریځ یې دهغوی پر وړاندې، د تاریخ په اوږدو کې په روښانه توګه او په پوره میړانه،  لرلای او لری.

د «ډیورندلاین»خیالی اوتحملی کرښه  دی فکتو  او   دی یوره  اعتبار نه لری او نه شی لرلای. دا دناسور زخم هغه زخم دې چې زمونږ ملت پرې دادی ۱۲۰ کاله کړیږې او ربړیږی. د تاریخ په اوږدو کې دا ملت او مشرانو یې دا کرښه غندلی او نه ده منلی. حتی دهغه نوم یی اجنبی ایښی او عملاً یی رده کړی.

پاکستان په دې ټولو پوهیږی او وتوانیده او توانیدلای د افغانستان د خلکو د مجبوریتونو نه غلطه ګټه پورته کړی او همدا اوس مجبور افغانان د خپلو اهداف لپاره په لومو کې ساتی  او سؤ استفاده ترې کوی. د افغانستان حاکمیتونه یې دتاریخ  په اوږدو کې په مشکلاتو مواجه کړی،  قومی او سمتی تربنګنیو ته یې په ښکاره توګه لمن وهلی.   

پاکستان به ترهغه افغانستان او دهغه خلک زوروی  ترڅو خپلو لنډمهاله او  اوږد مهاله  شومو اهدافو او موخو ته ورسیږی. اوبیا چې یو هدف یی تر لاسه شو، د نور اهدافو او موخو پلی کول به غواړی.

تیر تاریخ او په ځانګړی توګه د تیرو یولسو  کلو تجربه  د پاکستان د فتنې او دومخې سیاست یو عمده او روښانه بیلګه ده چې حتی  دافغانستان – پاکستان  د لندن په کنفرانس کې  هم داسې ښکاره شوه چې پاکستان خپلی ناروا هلو ځلو ته په هر قیمت ادامه ورکول غواړی.  دافغانستان او نړۍ خلکو د دوکې او رنځ پروسه د پاکستانی دومخه سیاستو له کبله او دهغوی د فنتو  پروسه په  شدت ادامه  لری. دافغانستان  او سیمو خلکو په دې لار کې ددې سیاسیتو  قربانی دی او دا لړی او تراژیدی لیا ادامه لری. 

په دې لړ کې ستاسې د روان ۱۳۹۲ هـ ق کال د حمل د ۱۳ نیټې (۴/۳/۲۰۱۳) د هغې اعلامی په کلکه ملاتړکوو چې د پاکستان دحکومت د هغو استحکامی اقداماتو د غندنې په اړه مو صادره کړې چې د « ډیورند لاین»  دکرښې په شاوخوا کې د پاکستانی تأسیسات غندنه او ددې وروستیو فتنو او تجاوز ونو غندنه او درونه په کې شوې.

اما ستاسې په دې اعلامیه کې یو متن داسې راغلای: « … منابع رسمی کشور اطلاع حاصل نمودکه از مدتی به این سو نظامیان پاکستانی در امتداد دیورند خط ، درنزدیکی ولسوالی گوشته ولایت ننگرهاراقدامات نظامی نموده وطبق اطلاع قوماندان پولیس سرحدی، نظامیان پاکستانی حدود یکصد متربه خاک افغانستان نفوذ نموده ومصروف اعمارتأسیسات واستحکامات نظامی می باشند.

ستاسی داعلامی به پورتنی متن کې ده په سره خط او غټ خط ښودل شی ځایونه درسته او دقیق افاده نه بولم او دهغو په هکله ستاسې لیا دقت او پام اړول غواړم.

د« ډیورند لاین» هماغسې چې رسمی اسناد هم وایی یوه خیالی او فرضی کرښه وه چې د انګلیس داستعمار لخوا د کاغذ پر مخ ایستل شوی وه او حتی  د ۱۲نوامبر ۱۸۹۳ ز  کال نه تر ۱۸۹۷ ز   کال پوری عملاً هم نښانی او تعینه نه شوه. او افغانی امیر په ډیروموارد کې اعتراض کړای چې داهغه نقشه نه ده چې سرتیمار دیورند ورته ښودلې وه.

دافغانستان د اومې دورې پارلمان دا او نورې مربوطې توافق نامی ردې او منسوخې کړې او په قانونی لحاظ ورته د پای ټکی کیښودل شو. نور مجهول والی او د تفاهنامې پروسیجری او قانونی منسوخ والی نه پرته دکرښه ملت نه ده منلی او اعتبار نه لری. اما تاسې ورته د تردید نه پرته جمله رواستې ته ده. په کار وه او په کار ده چې دا متن په هغه قوسونوکې چې د«په اصطلاح د دیورند کرښه» معنی لری راوستل شی.

دوهمه خبر اومطلب ستاسې د هماغې جملې وروستی بند او برخه ده. چې هلته افاده کوی چې پاکستانی پوځیانو تقریباً سل کیلو متره افغانی خاوری ته داخل شوی او استحکامات او دیوارونه جوړوی.  دا افاده هم له سره غلطه ده. (مونږ دې دا تورې کرښې نه پیژنو – د دیوالو خبرې څه له کوې؟   مونږ له سره د «ډیورند لاین» په رسمیت نه پیژنو او تر اټکه او ګوملی د افغانستان تأریخی  او نه بیلیدونکی سیمه او مځکه بولو او تاسې په خپل پورتنی متن کې د سل کیلو مترو خبر مطرح کوې. پاکستان د افغانستان یو غټه برخه ( ۱۲۴ زره  کیلو مترمربع ) مځکه قبضه کړې او تاسې هغه په سل کیلو متر شاوخوا کې خلاصه کړه. داسې افادې تاریخی مسؤولیت لری او امید چې ورته دقت وکړئ. افغانستان له قحط الرجال سره مواجه نه دې. په کار ده چې په داسې تاریخی مهمو مسایلو کې پوره پوره دقت وشی د مدرن دولتداری اصول داسې مراعات شی چې په فنی مسایلو کې د سیاسی مراجعو او علمی او تحقیقی مراجعو پوره او عملی راوبط او همکاری تأمین شی.

پای

a.latifi@parliament.af  دافغانستان درپارلمان بریښنالیک   /  تیلفون سعیدی ۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما