۲۴ ساعت

21 مارس
۴دیدگاه

پسرلی مومبارک شه

 تاریخ نشر  پنجشنبه ۲۱ مارچ  ۲۰۱۳ هالند
Lente51

پسرلی مومبارک شه

یعقوب منګل

۱۷ / ۳ / ۲۰۱۳

آلمان

یعقوب منگل

یعقوب منگل

پسرلی دی هری خواته غوړیدلی دی ګلونه

داپیغلی ګوره٬په غاړوکی ئ دګلوامیلونه

داپیغلی ګوره

څومره ښکلی فضاده٬هری خواته شوراوغوغاده

په غرورغوکی اورم٬دبلبلانو آوازونه

داپیغلی ګوره٬په غاړوکی ئ دګلوامیلونه

داپیغلی ګوره

لیلا له کوره ده وتلی٬ګرځی په ګلونوکی غلی غلی

مجنون ته ګوره٬په ګوګل کی ئ زړه وهی ټوپونه

داپیغلی ګوره٬په غاړوکی ئ دګلوامیلونه

داپیغلی ګوره

دسپوږمۍ اودهغی دمخ مقابله وه٬دنیاورته ټوله په تماشه وه

دآسمان ستوری له هری خواورته وهی سترګکونه

داپیغلی ګوره٬په غاړوکی ئ دګلوامیلونه

داپیغلی ګوره

دالیونۍ ده که هوښیاره٬ناسته ده دبام په سردچالپاره

په ماذدیګرکی څومره خوندکړی دمئینو دیدنونه

داپیغلی ګوره٬په غاړوکی ئ دګلوامیلونه

داپیغلی ګوره 

راځه لالیه وګوره لویی پکتیاته٬تاریخ یی معلوم دی ټولی دنیاته

په سوله او ورورۍ کی ژوندکی پراته قومونه

داپیغلی ګوره٬په غاړوکی ئ دګلوامیلونه

داپیغلی ګوره

هغه وخت به له تاسره ځمه٬لاس په لاس به قدم درسره ږدمه

خوست کی ګرمی ده ماته کیږده چنارونه

داپیغلی ګوره٬په غاړوکی ئ دګلوامیلونه

داپیغلی ګوره  

وطنوالوپسرلی مومبارک شه٬کورمودزامنواوغنموڅخه ډک شه

پیغلی اوځوانان به جوړه دخپل وطن خدمت کوینه

داپیغلی ګوره٬په غاړوکی ئ دګلوامیلونه

داپیغلی ګوره 

ای زړه ورواوباتوروافغانانو٬دجګوجګوغروبازانواوزمریانو

غیرت مودی معلوم دنیاته٬دښمن ته ورکړۍ ګذارونه

داپیغلی ګوره٬په غاړوکی ئ دګلوامیلونه

داپیغلی ګوره  

اوس پسرلی شوګرانی راشه٬داټوله دنیامی له تاجارشه

دژمی سړو واورو می په زړه ایښی داغونه

داپیغلی ګوره٬په غاړوکی ئ دګلوامیلونه

داپیغلی ګوره   

سپینی سپوږمۍ له تاپوښتمه٬جانان می ورک دی په څوارلسمه

ښکلی ئ جبین دی٬پرمخ نلری داغونه

داپیغلی ګوره٬په غاړوکی ئ دګلوامیلونه

داپیغلی ګوره 

پسرلی دی ګل دګل سره په جنګ دی٬ستاپه اننګوکی دهغودوینورنګ دی

رمبیل چمبیل ورته ولاړ٬لاس په نامه تعظیم کوینه

داپیغلی ګوره٬په غاړوکی ئ دګلوامیلونه

داپیغلی ګوره 

زړه می نرۍ دی ژاړم ژاړم٬دموراوپلارپه یادونوویاړم ویاړم

دالله پاکه ورته غواړم ٬ښکلی ښکلی جنتونه

داپیغلی ګوره٬په غاړوکی ئ دګلوامیلونه

داپیغلی ګوره 

ای مسافره راشه خپل وطن ته٬دمنګلوجګوغرودیدن ته

پیغلی په دریا اوځوانان٬ په ډول اتڼ کوینه

داپیغلی ګوره٬په غاړوکی ئ دګلوامیلونه

داپیغلی ګوره 

یعقوب( منګل) ته به لاس ورکړم٬ټول دښمنان به ئ خاوری په سرکړم

بیابه جوړه٬جوړه دخپل وطن کوو سیلونه

داپیغلی ګوره٬په غاړوکی ئ دګلوامیلونه

داپیغلی ګوره 

یعقوب منګل

 

۴ پاسخ به “پسرلی مومبارک شه”

  1. شهلا ولیزاده گفت:

    بهار شما خجسته و سال نو شما مبارک!

  2. شهلاجان (ولیزاده)!
    یک جهان ممنون.من هم بهترین وصمیمانه ترین تبریکات خوشرا بمناسبت سال نو(نوروز۱۳۹۲)به شما تقدیم میدارم،درین روزهای پرمیمنت صحت وسلامتی وموفقیتهای مزید درامور زنده گی شخصی واجتماعی ازخداوندمتعال خواسته وخواهانم.

  3. admin گفت:

    منگل گرامی سروده زیبا و عالیت . تشکر از پیام تان . منهم سال نو را به شما و خانواده محترم صمیمانه مبارکباد میگویم. مهدی بشیر

  4. بشیرصاحب !جهان سپاس ازلطف ومرحمت تان.

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما