۲۴ ساعت

27 فوریه
۹دیدگاه

سری اورڼی اوښکی

تاریخ نشر چهار شنبه ۲۷ فبروری  ۲۰۱۳ هالند

سری اورڼی اوښکی 

یعقوب (منګل)

۲۶ / ۲ / ۲۰۱۳

آلمان

یعقوب منگل

یعقوب منگل

یارمی مسافردی٬دزړه حال ووایم چاته

ډیره یم غمجنه٬ناسته یم ددیوال شاتــــه

  

یارمی مسافردی٬ماشومان راته ژړیـــږی

څه وکړم چاره څه ده٬زړه می نه صبریږی

پلارپلارناری وهې٬ورته وایم رابشی سباته

یارمی مسافردی٬دزړه حال ووایم چاتــــــه

  

یارمی مسافردی٬دغریبۍ دخدای کوروران کـــــــــــــــــړی

ورځ په مزدورۍ کی٬شپه ترسهاره زماددیدن به آرمان کړی

لیونۍ شوم ورپسی٬ګرځم اوراګرځم هری خواته

یارمی مسافردی٬دزړه حال ووایم چاتـــــــــــــه

  

یارمی مسافردی٬همیشه ورته یادیـږم

په زړه ئ زمانوم دی٬نه ترینه هیریږم

په خط کی راته لیکی٬زماسترګوشهلاته

یارمی مسافردی٬دزړه حال ووایم چاته

  

یارمی مسافردی٬دزړه طوطی می په قفس کی دی ساتلی

په سختوبدوشپوکی٬همیشه راته غږیـــــــــــــــــــــــــدلی

یارچه می راشی٬بیابه یی خوشی کړم صحراته

یارمی مسافردی٬دزړه حال ووایم چاتــــــــــــه

  

یارمی مسافردی٬په زړه می سری لمبې بلیږی

سوځم په غموکی٬ټول بدن می لولپه کیــــــږی

دکباب په شان لوګۍ یی٬پورته کیږی هواته

یارمی مسافردی٬دزړه حال ووایم چاتـــــه

  

له سترګومی سری او٬رڼی اوښکی بهیږی

بیاسیلاب اوطوفان شی٬سمندرته ورګډیږی

ای په یارمینودزړګی سر٬نږدی وساتۍ خپلی خوا ته

یارمی مسافردی٬دزړه حال ووایم چاتــــــــــــــــــــــــه

 

یارمی مسافردی٬توره شپه به خدای رڼاکړی

الله خومهربان دی٬یاربه می بیرته راته راکړی

سپینی لیچې به می شی ډکی٬بیابه بنګړی راوړی ماته

یارمی مسافردی٬دزړه حال ووایم چــــــاتــــــــــــــــه

  

یارمی مسافردی٬یعقوب راته راوړی ښکلی پیغـــــام دی

(منګل) له لری راته خاندی٬وایی یاردراغی پرتاسلام دی

په زیری کی به خوله ورکړم٬دوعا به کړم لوی الله ته

یارمی مسافردی٬دزړه حال ووایم چاتـــــــــــــــــــــه

یعقوب( منګل)

 

۹ پاسخ به “سری اورڼی اوښکی”

  1. admin گفت:

    منګل عزیز ، زیبا و عالیست. موفق باشید. مهدی بشیر

  2. h.forough گفت:

    منگل عزیزــ مسافری سخته خواری ده ـــ دیار لپاره شب وروز تیره ومه
    بسیا مقبول خدا ما وشما را ازین مسافری ها بوطن برگرداند

  3. مهدی(بشیر)صاحب!دزړه له کومی مننه٬ژوندی اوبریالۍ اوسی

  4. شهلا ولیزاده گفت:

    آه،چه سوزناک و عالی! درود گرانقدرم!

  5. قیوم بشیر گفت:

    منگل صاحب دیره سوزناک او عالی ده ، دیره مننه ، جور و بریالی اوسی !

  6. ۱ـ فروغ عزیز
    ۲ـ محترمه شهلاجان(ولیزاده)
    ۳ـ قیوم جان (بشیر)صاحب
    ازلطف ومرحمت هریکی شما یوه نړۍ مننه٬شما همه ګی سلامت وکامګارباشید.

  7. همایون عالمی گفت:

    په رښتیا چه له احساساتو نه ډک وو

    بریالی اوسی

  8. نذیر ظفر گفت:

    گران ورور شاغلی منگل صاحب دیر عالی او په زلره پوری د تا سو بر یالیتوب هیله کوم ؛ ژوندی اوسی

  9. ښاغلو عالمی صاحب اوظفرصاحب ستاسوله نیکواحساساتو څخه ډیره مننه.ستاسوروغتیا اوسرلوړی زمایواځنۍ هیله ده.

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما