۲۴ ساعت

۰۱ حوت
۷دیدگاه

بی آوازه ژړا

تاریخ نشرسه شنبه ۱۹ فبروری  ۲۰۱۳ هالند

یعقوب منگل

یعقوب منگل

   بی آوازه ژړا

یعقوب منګل

۱۲.۰۲.۲۰۱۳

آلمان

*** 

داچه ته راته ګډیږی٬دنیاپه ګډیدوشــــی

داچه ته راته خندیږی٬دنیاپه خندیدوشی 

زه ستا په جدائ کی همیشه په زړه بیماریم

ستا په راتګ می ټول دردونه په رغیدوشی

توری وریځی چه راتاوشی٬په آسمان کی

دباران په شان می اوښکی په څڅیدوشی

چه دساقی سترګوته ګورم په میخانه کــــــــــی

دشرابوډکی پیالی راته له ورایه په څرخیدوشی  

بارانه ورو ورو راوریږه٬چه جانان می شی پاتی

ترهغوبه ورته ګورم٬چه می سترګی په مړیدوشی  

موسم دپسرلی دی هرخواشنه زرغونــــــه ده

پیغلی ځی صحراته٬د ګلانوسره په ګډیدوشی

شمع چه بلیږی٬بی آوازه ژړیږی اوویلی کږی

دعشق له لاسه پتنګ له ځانه تیرپه سوځیدوشی

ستاخُماروسترګو جوړه کړی سخته زلزله ده

زمادزړګی نری برجونه په لړزیدوشــــــــی

زه به نه یم آرمان به وکړی٬وخت به تیروی

چه د(منګل) په قبر سری جنډی په رپیدوشی

یعقوب منګل

 

۷ پاسخ به “بی آوازه ژړا”

  1. admin گفت:

    منگل صاحب به سلامت باشد . زیبا و عالیست . موفق باشید . مهدی بشیر

  2. شهلا ولیزاده گفت:

    جناب منگل عزیز،عالیست و پاکیزه!

  3. همایون عالمی گفت:

    دیر شایسه او عاشقانه – له احساساتو نه ډک

    بریالی اوسی منګل صاحب

  4. مهدی(بشیر)صاحب٬محترمه تهمینه جان٬محترمه شهلاجان اوښاغلی همایون(عالمی)صاحب ازاحساسات وخلوص نیک هریک شما یک جهان ممنون.
    ستاسوټولوروغتیا٬بریالیتوب اوخوشبختی دژوندپه ټولوچاروکی زمایوازنۍ هیله اوآرزوده.
    یعقوب منګل

  5. شريف حكيم گفت:

    عالى سروده اید جناب منگل ، الهام تان را سبز میخواهم.

  6. h.forough گفت:

    منگل عزیز زیبا سرودی خداوند شما را عُمر دراز نصیب دارد

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما