۲۴ ساعت

11 فوریه
۲دیدگاه

پل په پل

  تاریخ نشر دوشنبه یازدهم فبروری  ۲۰۱۳ هالند

نورمحمد غفوری

نورمحمد غفوری

پل په پل

نور محمد غفوری

***

چې د یار نازکې شونډې مچو نه کړم

که تمامه دنیا راکړی زه بې څه کړم؟

که مې سر ځی که مې مال دیار وصال کې

پروا نکا، زه به واړه نذرانه کړم

له خالقه توفیق غواړم په خدمت کې

چې سمسوره د وطن هره دره کړم

بیا به هلته فیشنی او ښکلی ښکارم

چې مې مخ د وطن دوړو کې سپیره کړم

شپه او ورځ مې د وطن له غمه سوځم

خپل هیواد به په اروپا باندې ورنکړم

هیوادوال مې د پردیو په لمسون ځی

چاته ونالم، له چانه به ګیله کړم؟

چې د خپلو آشنایانو نفاق ګورم

دا زخمی زخمی زړګی اوبه اوبه کړم

افغانان چې پخپل منځ کې نه جوړیږی

نو به څنګه له پردو ځنې شکوه کړم؟

یو له بله مرورو وروڼو راشئ

د وحدت په میز به واړه میلمانه کړم

پل په پل به مو په لاره سره بوزم

دا زخمی، زخمی ځیګر به مو پینه کړم

د نفـاق له خیاله ووزئ ســـره یوشئ

زه به خپل ژوندون له تاسې صدقه کړم

نور محمد غفوری
 

۲ پاسخ به “پل په پل”

  1. شهلا ولیزاده گفت:

    عالیست جناب غفوری عزیز!

  2. admin گفت:

    جناب محترم غفوری صاحب ، زیباست . زنده باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما